د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغالي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او محمد داود یوسفزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د افغان کیور شرکت رئیس ښاغلي حاجي جمعه خان او یو شمیر سوداګرو د شنبه په ورځ د اسلامي امارت رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړیو او سوداګرو د دوی د سر او مال ساتنې په برخه کې، د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او د ریاست الوزرا لومړي مرستیال سره يې یو شمیر ستونزې شریکې کړې.سوداګرو او پانګوالو په مختلفو سکتورونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، د خپلو پانګه اچونو یادونه وکړه او په دی برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د ستونزو اوریدو وروسته، سوداګرو او پانګوالو ته د هغوی د سر، مال او پانګې د امنیت ډاډ ورکولو ترڅنګ، په هېواد د بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو په برخه کې، د هڅو او ملاتړ خبر ورکړ.
ددې ناستې په ترڅ کې، د ماليې سرپرست وزیر او د افغانستان بانک سرپرست وزیر د خپلو کاري موضوعګانو او سوداګرو او پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي محمد يونس مهمند د اسلامي امارت د مسوولینو د همکاريو د مننې ترڅنګ، له درې مياشتې ځنډ وروسته د کام آير هوايي شرکت له لوري بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته بیا ځلې د عادي او تجارتي الوتنو پيل ستاينه وکړه او دغه چاره يې د سوداګرۍ د ودې او د هېواد خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم ګام وباله.
په دې ناسته کې، په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ملي هویت په توګه د افغانیو څخه د ګټې اخیستنې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او د مالي او بانکي تګلارې د پلي کولو په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک، د مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استازو په ګډون د تخنیکي کمېټې جوړولو په اړه خبرې وشوې او په دی اړه د ناستې ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل.
د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د کورنیو تولیداتو په برخه کې شتو ستونزو، د خامو موادو د کمښت او خپلو تولیداتو ته د بازار د نشتوالي په اړه خبرې وکړې. دوی د سپین بولدک په بندر کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره ټنو پورې د زړو اوسپنو شتون تاییدوي او په مناسب قیمت يې د پیرلو خبره کوي.
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس جوړېدل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه: د چاپېریال ساتنه چې د بېلابېلو لاملونو له امله زیانمنه شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل کې چې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.
ښاغلي مهمند د اسلامي امارت د دغې کړنې ستایلو ترڅنګ، یاده کړنه د خصوصي سکتور او هېواد په اقتصادي وړتیا کې یو نیک ګام وباله.