د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د نوموړي هېواد د سوداګرۍ پلاوي، د اسلامي امارت چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو په کابل انترکانتیننتال هوټل کې د ناستې په ترڅ کې، د افغانستان – قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړول یوه اړتیا وګڼله.ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډ اتاق د جوړولو په برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي عزيزي د هوايي دهلېز بيا پرانيستل د افغانستان د صادراتو او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې اړین وبلل او د دواړو هېوادونو د هوايي دهلېز د بيا احيا په برخه کې يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د حجم د زیاتوالي په برخه کې د قزاقستان د حکومت د ښو همکاریو یادونه وکړه او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تفاهملیکونو لاسلیکول او د ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کول يې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې اړین وبلل.
ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو د فرصتونو یادونه وکړه او د اوسني اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره یې هېواد ته له قزاقستان څخه د صادریدونکو اوړو او غنمو په بیو کې د ځانګړي تخفیف غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز د منځنۍ آسيا له جنوبي اسيا سره د نښلولو په برخه کې د افغانستان د ښه موقعت او د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د دواړو هېوادونو د ترانسپورتي شرکتونو د ګډ کار ستاينه وکړه او آسيايې هېوادونو او قزاقستان ته يې پر افغان صادراتو په ځانګړي ډول وچې میوې د ترجیحي تعرفو وضع کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند له قزاقستان سره د هوايي دهلېز بندېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په زیان وبلل او د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه یې وغوښتل چې د هوايي دهلېزونو په فعالولو او همدارنګه د تازه افغاني مېوو د تعرفې په کمولو کې همکاري وکړي.
نوموړي د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړي ډول قزاقستان کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د افغاني غاليو ښه کيفيت ته په اشارې سره په قزاقستان کې د دايمي نندارتون جوړول مهم وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زياتوالي لپاره يې د افغان او قزاقستاني سوداګرو ترمنځ د ګډې ناستې پر اړتيا ټينګار وکړ.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ۲۰۱۳ کال راهیسې د تیر سیستم په تطبیق کې د یوه تضمین کوونکي بنسټ په توګه د هغو ننګونو په اړه چې په تېر حکومت کې د دغه سیستم د تطبیق په برخه کې موجودې وې، او د یادو ستونزو حل په برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه.
ښاغلي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګریزې پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو لپاره یې د الوتنو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي جلغوزي يو له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د يوې کميټې د جوړولو لارښوونه وکړه او دغه کمېټه به د جلغوزيو د صادراتو د څارنې دنده ولري، چې د جلغوزیو د پیر څخه د لاسته راغلو پیسو بېرته افغانستان ته انتقال ډاډمن کړي او د جلغوزیو د قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت له نورو اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.
ښاغلي پرهیز او یادو سوداګرو د شته امنیتي ننګونو یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې یې د هېواد سوداګر اندېښمن کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی اندېښنې او ستونزې د اسلامي امارت له امنیتي مسؤلینو سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند د پروان ولايت د سرپرست په توګه د مولوي فريد عمر د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ، د دغه ولايت اقتصادي او جغرافيايي اهميت د بيانولو په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره به د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ژوند او مالي امنيت په برخه کې ډاډ ترلاسه شي. او داچې، د پروان ولایت د نوي سرپرت والي راتګ به د خصوصي سکتور له فعالیتونو څخه د ملاتړ سبب وګرځي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي احمدیار دغه ناسته د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کیدا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو پراختیا په برخه کې اړینه وبلله او په دی برخه کې د اتاق د تیارۍ څخه خبر ورکړ.