د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د اسلامي همکارۍ سازمان سرې میاشتې ځانګړي استازي ښاغلي عمر تاسلي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یاد سازمان د پروژو د تطبیق او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي تاسلي وویل " د اسلامي همکارۍ سازمان سره میاشت د اسلامي هېوادونو سازمان تر چتر لاندی فعالیت کوي او پام کې لري چې په افغانستان کې دوه پروګرامونه چې عبارت دي له: افغانانو ته د بشردوستانه مرستو ویش او افغان بزګرانو سره د مالدارۍ، کرنې او فارمونو په برخه کې مرسته کول پلي کړي."نوموړي زیاته کړه چې یادې لنډ مهاله او اوږدمهاله دوه پروژې به نږدی راتلونکي کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ او همغږۍ سره پلی او د پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند ښاغلي تاسلي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د ۹۰ کلونو مخینې په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګراۍ او پانګونې اتاق د هرې هغې پروژې او پروګرام چې د افغانانو په ګټه، په اوږدمهال کې افغانانو ته د کارموندنې زمینې برابرولو ترڅنګ، کولی شي هېواد د ځان بسیاینې په لور بوځي، ملاتړ کوي."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون د عام المنفعه پروژو د تطبیق لپاره یو ښه فرصت وباله او ددی پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړ شوی و، په پیل کې دولت یمبردیف د دریو پروژو د تطبیق په اړه لاندې معلومات وړاندې شول:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ولسمشر بایډن د پریکړې غندلو ترڅنګ، زیاته کړه " په بهر کې هیڅوک یا بانک دا واک نه لري چې د افغانستان کنګل شوېو اسعارو زیرمې او پیسې د خپلو موخو لپاره وکاروي یا بل چا ته یې انتقال کړي."
د اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلمان له رئیس سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شتو سوداګریزو ستونزو، د ګډو پانګه اچونو ترویج، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د لازمې همغږۍ په ترسره کولو او د افغانستان خلکو او خصوصي سکتور سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، دغه پیسې د هېواد ملي پانګه ده او په ټولو افغانانو پوری اړه لري. د هېواد دغه مالي پانګه باید د افغان حکومت له اجازې پرته د مرستو په پروګرامونو کې ونه کارول شي او نه هم ددی پیسو ځینې برخه د سپتامبر ۱۱مې قربانیانو ته د تاوان ډول ورکړل شي.
د سلطان محمد صافي تر ریاست لاندی په یاد سفر کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد، د پنجشیر ولایتي اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي نجابت حیدري، ښاغلي تورملنګ شګیوال د کانونو او صنایعو اتاق رئیس او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک هم ګډون درلود.