د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ او ضیاءالدین اچکزي، د کابل ولایتي اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي انجنیر جلیل حریف د افغانستان اسلامي امارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي حمد الله نعماني سره د لیدنې په ترڅ کې، هغه ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په ودانیز سکتور کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي نعماني ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "خصوصي سکتور د ښاري پراختیا او ودانیو جوړولو په برخه کې اړین رول لوبوي او دا چې د ودانیز سکتور پانګه والو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو، اړینه ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت تر منځ یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته کړو."
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تیرو نوي کلونو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، او د ودانیز سکتور سوداګرو او پانګه اچونکو ستونزو حل په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ترمنځ ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
 
ښاغلي نعماني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې ښه امنیت د اقتصادي رغښت او پانګه اچونو جلب لپاره یو ښه فرصت وباله او د خصوصي سکتور او پانګه اچونکو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو او ښاري پراختیا په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد وزارت له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سفارت سرپرست ښاغلي محیي الدین سادات سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په چین کې د افغانستان سفیر او د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په نړۍ کې د چین د اقتصادي موقعیت او د هوا او ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې د لیږد کم لګښت ته په کتو سره باید د افغانستان – چین د اورګاډي پټلۍ د لا اسانتیا لپاره هڅې وشي تر څو تجارت په عمده توګه د ځمکې له لارې ترسره شي.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د چین له سفارت سره د سوداګرو د اوسنیو ستونزو په اړه د څو ناستو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د ویزو موضوع ته اشاره وکړه او د نوي افغان سفیر د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او په دې برخه کې د چین د مثبت رول په اړه په چین کې د افغانستان د سفارت هڅې وستایلې او د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په څانګړې توګه د کانونو او طبیعي سرچینو په برخه کې یې د چین پانګونه اړینه وبلله.
 
ښاغلي حاجي عبیدالله د هغو ستونزو یادونه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه رامنځته کړي وه، په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د ویزو د عدم ورکړې ستونزه او په چین کې د افغان سفارت له سرپرست څخه يي وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې پیداکړي.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د سوداګرو د ستونزو د تائید په ترڅ کې له هغو سوداګرو اتحادیو څخه چې له چین سره سوداګریزې اړیکې لري وغوښتل چې خپلې شته ستونزې په منظم ډول ترتیب او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يي شریکې څو اتاق يي په چین کې د افغان سفارت له سرپرست سره په همغږۍ د حل لارې چارې ورته ولټوي.
 
په چین کې د افغان سفارت سرپرست ښاغلي سادات د اتاق د مدیره پلاوي د خبرو او د افغان سوداګرو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل، چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې د دغه اتاق د مدیره پلاوي له لارې معلومات ترلاسه کړي دي. او ژمنه يي وکړه چې یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلی سادات زیاته کړه 'موږ هڅه کوو څو له اړوندو وزارتونو, ادارو او په افغانستان کی د چین سفارت سره په همکاری او همغږی کی د سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ګړندی ګامونه پورته کړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د ننګرهار ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړیو او یو شمیر سوداګرو د چهارشنبه په ورځ د مرغومي په ۲۹مه د کندهار ولایت ګمرک رئیس ښاغلي جارالله آغا سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو حل په برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت ماليي وزارت له بی ساری همکاریو ستاینې کولو ترڅنګ، د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو شتو ستونزو حل په برخه کې يي د کندهار ولایت ګمرکي چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د کندهار ولایت ګمرک رئیس ښاغلي جارالله آغا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د کندهار ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي او د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړیو راتګ یو نیک ګام وباله او ژمنه يي وکړه چې د سوداګرو ستونزو حل په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤل ښاغلي ښاغلي محمد رضا محمدي او ورسره پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې، د تیر سیستم مروج کولو، د نړیوالو سرچینو او امکاناتو او د SIYB کړنلارې څخه په ګټې اخیستنې سره د متشبثینو ملاتړ کولو او د خصوصي سکتور ټولو هغو اړخونو په اړه چې د ملګرو ملتونو ملاتړ او لاسنیوي ته اړتیا لري، خبرې وکړې.
 
ښاغلي برهان ښاغلي محمدي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور لاره کې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه او په پورته یادو برخو کې يي د ملګرو ملتونو ملاتړ او همکاري اړینه وبلله.
 
ښاغلي برهان د مرکز او ولایاتو په کچه، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې برخه کې د اتاق د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
ښاغلي عطايي په یاده برخه کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤلینو سره د ترسره کړیو ناستو یادونه وکړه او د یادو پروګرامونو تطبیق په برخه کې يي د اتاق د بشپړې تیارۍ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې او د کوچنیو او منځنیو متشبثینو ملاتړ پروګرامونه د ملګرو ملتونو یو نیک ګام وباله او په هېواد کې د زرګونو نیمګړو پروژو بشپړولو په برخه کې يي د ملګرو ملتونو رول اړین وګاڼه.
 
ښاغلي الکوزي د افغانانو کنګل شوې پیسې او د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو عدم انتقال دوه نورې ستونزې ونومولې او له ملګرو ملتونو يي وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د مرغومي د میاشتې په ۲۹مه نېټه، د افغانستان اسلامي امارت لخوا د په لاره اچول شوي لمړني اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د بهرنیو هېوادونو او ادارو استازیو ګډون درلود.
 
په یاد کنفرانس کې، ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د خصوصي سکتور په استازولۍ د خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن آخند زاده د خپلې رسمي وینا په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل څو د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
ښاغلي آخندزاده، ټینګار وکړ چې که چیرې اسلامي هېوادونه په بی پرې ډول اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، نو لری نه ده چې د افغانستان ستونزې به ژر تر ژره حل شي.
 
ښاغلي آخند زاده زیاته کړه "دم ګړۍ په افغانستان کې د پانګه اچونې ټول شرایط پوره او زمینه برابره ده، خو دا چې ستر شرکتونه په افغانستان کې له پانګه اچونې ډډه کوي، دلیل يي د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندل دي."
 
د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل "اقتصادي رغښت او اقتصادي پیاوړتیا د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي."
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې اوس ددی وخت رارسیدلی چې له شتو فرصتونو او نوو او اغیزمنو کړنلارو څخه په ګټې اخیستنې سره د هېواد د اقتصادي رغښت او پیاوړتیا لپاره کار وکړو.
د یاد کنفرانس په کرنیز پنل کې چې د چین سفیر، د اسلامي امارت د کانونو او کرنې وزارتونو سرپرست وزیرانو په کې هم ګډون درلود، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو په اړه خبرې وکړې او زیاته يي کړه چې د هېواد صادرات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو لکه د سوداګریزو توکو پیر په موخه بهر ته د پیسو لیږد یادونه وکړه او د یادې ستونزې حل په برخه کې يي د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د پانګه اچونې شتو فرصتونو په اړه بشپړو مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د هېواد ښه امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، د هېواد په لویو پروژو کې د پانګه اچونې لپاره بهرني هېوادونه په افغانستان کې پانګه اچونې ته وهڅول.
 
ښاغلي مهمند افغانستان یو کرنیز هېواد وباله او د کرنې او کرنیزو پراختیايي پروژو تطبیق يي د هېواد اقتصادي رغښت او بیوزلۍ په کمولو کې ډیر اړین وباله. او د نړیوالې ټولنې او بهرنیو هېوادونو څخه يي وغوښتل چې د هېواد د کرنیزې پراختیا، اصلاح شویو تخمونو ویش او د بلخ ولایت د زمین داور او شورتپه اوبه ورکونې پروژو تطبیق په برخه کې يي د دوی د ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان جان الکوزي بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لیږد ستونزې په اړه په بشپړ ډول خبرې وکړې او دی يي یوه لویه ننګونه وبلله.
ښاغلي خان جان الکوزي د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصولو او بهرنیو هېوادونو ته د پیسو لیږد ستونزې ته د پای ټکي کیښودو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د پنجشیر ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي نجابت حیدري، یو شمیر سوداګرو او پانګه والو د افغانستان بانک له سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو او پانګه والو شتو بانکي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګریزو، تولیدي او قراردادي شرکتونو خوندیتوب او زمانتونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان بانک څخه يي وغوښتل چې د یادو شرکتونو پیسې چې د هېواد په مختلفو بانکونو کې بندې پاتې دي، اجرا کړي ترڅو دوی خپل پورونه ادا او په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د هېواد سوداګرۍ پراختیا په برخه کې، د هېواد د سوداګرو او پانګه والو د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه يي وکړه چې ژر تر ژره به د یادو شرکتونو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه کوتلي ګامونه پورته کړي.

مقالات دیگر...