د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سفنج تولید فابریکو لرونکو او د هېواد یو شمیر سوداګرو سره په دوه جلا ناستو کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
د سفنج فابریکو رئیسانو د خپلو تولیداتو او هغه خنډونو چې د هرات ګمرک کې د سفنج د تولید د خامو موادو د ځینو توکو د واردولو په برخه کې رامنځ ته شوي دي چې د یادو فابریکو د کار ودریدو سبب ګرځیدلي دي، خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشترتابه څخه يې وغوښتل د اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ په پایله کې د دوی ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.دغه راز يو شمېر سوداګرو د اتاق له مشرتابه پلاوي سره په جلا ناسته کې د الفلاح او پاکستان نشنل بانکونو له لارې د سوداګرو د پيسو د لېږد له ستونزې شکايت وکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خان جان الکوزي د سوداګرو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او له اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ په پایله کې د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې ناسته کې د خصوصي روغتونونو اتحادیې مشرتابه د هغو ستونزو چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي لکه: د خصوصي روغتونونو لپاره د پارکینګ، زرغونو سیمو او ښاروالۍ لخوا د صفايې د خدماتو نشتون او په استوګنځایونو کې د رغتونونو نه جوړول یادونه وکړه او د کابل ښاروالۍ سره يي د همکارۍ د تفاهملیک لاسلیکولو ترڅنګ، د شتو ستونزو حل په برخه کې يې، د کابل ښاروالۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کاپیسا ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي د یاد ولایت خصوصي سکتور مالیاتي ستونزو او سړو خونو جوړولو برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د مرکزي اتاق مشرتابه ته بلنه ورکړه چې د یاد ولایت څخه لیدنه وکړي او هم د ستونزو هواري برخه کې اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو غوښتنه وکړه.