د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو او پانګوالو ستونزو، د صادراتو پراختیا او ګډې همکارۍ په تړاو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د نوموړي اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي مختلفو څانګو آمرینو او د سوداګرۍ او صنعت وزارت مختلفو برخو مسؤلینو هم ګډون درلود.ښاغلي مهمند د ښاغلي عزیزي راتګ یو نیک ګام وباله او د خصوصي سکتور ستونزې يې په لاندی ډول ورته په ګوته کړې:
• سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې شته ستونزې
• د (TIR) سیستم څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې شته ستونزې
• د سوداګرۍ پراختیا او صادراتو کچې لوړوالي برخه کې شته ستونزې
او هیله يې څرګنده کړه، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هلو ځلو په پایله کې به پورته ذکر شوې ټولې ستونزې له منځه ولاړې او په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي لوړتیا، بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو او په اقتصادي برخه کې د ځان بسیا افغانستان ګواهان واوسو.
ورپسی ښاغلي شیرین آغا سخي، شفیق الله عطايي، خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي په ولایاتو او بندرونو کې، د سوداګرو او پانګوالو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د هېواد د سوداګرۍ او پانګه اچونې برخه کې د شتو ستونزو هواري په موخه يې خپل ارزښتمن وړاندیزونه مطرح کړل.
همدارنګه، د سوداګریزو شخړو حل مرکز رئیس او د ډیپارټمنټونو آمرینو د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي عزیزي ته بشپړ مالومات وړاندی کړل او د نوموړي د پام وړ وګرځیدل.
د سوداګرۍ او صنعت سرپرت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د نومړي اتاق د مخلتفو څانګو آمرینو د خبرو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د نوموړي وزارت مشرتابه به خصوصي سکتور شتو ستونزو د هواري، د پانګونې د جلبولو، د سوداګرۍ د پراختیا، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي، او د هېواد د پانګوالو د ملاتړ په برخه کې هر ډول لازمه همکاري وکړي.
په پیل کې، ښاغلي مهمند له ایراني پلاوي سره د لیدنې او په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، د ایراني پلاوي غړو وړاندیز وکړ چې ایران دې د افغان سوداګرو د اړتیا وړ تېل د یوه تصفیه کوونکي شرکت له لارې برابر او تړون وکړي. هغه د هېواد د نفتو له سوداګرو وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص نظریات او وړاندیزونه مطرح کړي، څو د نظریاتو له راټولولو او یووالي وروسته د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په راتلونکې ناسته کې له ایران سره د نفتو د تړون په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه، د افغانستان اسلامي امارت او چین جمهورت بهرنیو چارو وزیرانو هڅو ستایلو ترڅنګ، د افغان سوداګرو ستونزو لکه، چین ته د ویزو عدم لاسرسي یادونه وکړه او په دی برخه کې یې د چین جمهوریت سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حسن کاظمي قمی د دې ناستې په اړه وویل، چې کابل ته یې د سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره لیده کاته او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د شتو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ دی.