• English
  • دری

Sidebar

  • English
  • دری

اصلی منو

  • نور
    • زېرمتون
    • سوداګريزی مزایدی
    • څيړنې او مطالعې
  • لومړۍ پاڼه
  • زموږ په اړه
    • اتاق
    • مديره پلاوی
    • اتاق په ملي کچه
    • اتاق په نړیواله کچه
    • اساسنامه
    • د اتاقونو د چارو د تنظیم قانون
  • خدمتونه
    • نړیوالې اړیکې
    • د صادراتو او پانګونی پراختيا
    • له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه
    • د TIR د کارنټ صدور
  • غړيتوب
    • د غړيتوب ګټې
  • ولايتي خبرونه
  • خپرونې
    • مجلې
    • خبرپاڼې
    • سوداګريزې رسالې
    • مطبوعاتي اعلاميې
  • تقنیني اسناد
    • قوانین
    • پالیسۍ
    • د کیفیت معیارونه
    • لارښوونې
  • ویزه
  • نندارتون
  • موږ سره اړيکې
اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان آواز رسای سکتور خصوصی

د خصوصی سکټور اوچت غږ

16
چهارشنبه, سپتامبر
7 New Articles
  • نور
    • زېرمتون
    • سوداګريزی مزایدی
    • څيړنې او مطالعې
  • لومړۍ پاڼه
  • زموږ په اړه
    • اتاق
    • مديره پلاوی
    • اتاق په ملي کچه
    • اتاق په نړیواله کچه
    • اساسنامه
    • د اتاقونو د چارو د تنظیم قانون
  • خدمتونه
    • نړیوالې اړیکې
    • د صادراتو او پانګونی پراختيا
    • له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه
    • د TIR د کارنټ صدور
  • غړيتوب
    • د غړيتوب ګټې
  • ولايتي خبرونه
  • خپرونې
    • مجلې
    • خبرپاڼې
    • سوداګريزې رسالې
    • مطبوعاتي اعلاميې
  • تقنیني اسناد
    • قوانین
    • پالیسۍ
    • د کیفیت معیارونه
    • لارښوونې
  • ویزه
  • نندارتون
  • موږ سره اړيکې
خبرونه

د اذربایجان له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

سې‌شنبه، د وږي ۲۴مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د اذربایجان له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره وليدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه، تاریخي او کلتوري ګډو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د صنعت، کرنې او کانونو په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونو یادونه، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او اذربایجان ته يې د افغاني محصولاتو د صادراتو پراختیا غوښتنه وکړه.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل، چې له هغو افغان سوداګرو سره د سوداګريزو د اسانتیا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي، چې له اذربایجان څخه د پټرولو او ډیزلو د پېرلو او واردولو په موخه فعالیت کوي او د هغوی د اړیکو زمینه د دغه هېواد له معتبرو شرکتونو او عرضه‌کوونکو سره برابره کړي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه د اذربایجان سوداګر او پانګوال د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره راوبلل. ټاکل شوې دغه نندارتون د تلې میاشتې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي. نوموړي له اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې له ګډون څخه په گټې اخېستنې د افغانستان له سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو څخه له نږدې خبر شي.
په همدې حال کې په کابل کې د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو مننه وکړه او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې د اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو د ګډون بلنه هم وستایله او هیله یې څرګنده کړه، چې سږ کال به د اذربایجان خصوصي سکټور استازي په دغه نندارتون کې لا پراخ حضور ولري.
دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره له شته ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
خبرونه

د سنډریلا ګروپ او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

دوشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سنډریلا ګروپ شرکت او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره وليدل.
په دې ناسته کې د هېواد د خصوصي شرکتونو د لویو زیربنایي پروژو په ځانګړي ډول د هرات د اوسپنې پټلۍ او د مزار–هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د مشارکت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د سنډریلا ګروپ مسؤولینو په دغو پروژو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
همدارنګه له کابل ګراند هوټل سره د هوکړه‌لیک د تعدیل موضوع هم وڅېړل شوه، څو د خونې د پروګرامونو، کنفرانسونو او مېلمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او تخفیفونه برابر شي.
په پای کې د همکارۍ پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د عملي تعقیب پر اړتیا ټینګار وشو.
1  of  2 Previous Next
خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو لیدنه.

خبرونه

بامیان ولایت ته سفر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس سفر او له سیمه‌ییزو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره يې لیدنه

خبرونه

د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره شوه.

د سهامې شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې درېیمه ناسته ترسره شوه.

د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه.

په کابل کې د هند له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه.

د عمومي ریس ژوندلیک

د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون

د ولايتي اتاقونو خبرونه

ولايتي خبرونه

ولايتي خبرونه

نندارتون ته رابلل شوي ایراني پلاوي هلمند ته سفر وکړ

ولايتي خبرونه

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس سره لیدنه

ولايتي خبرونه

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم دورې اوولسمه غونډه ترسره شوه

  • د امام ابو حنيفه پنځم ملي او نړيوال نندارتون لپاره چمتووالی په چټکۍ دوام لري

  • د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم نندارتون د جوړولو لپاره چمتووالی

  • د اوزبېکستان د صدراعظم له مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس وینا

  • د امام ابو حنیفه رح ملي او نړيوال نندارتون په اړه د عامل پلاوي د سرپرست څرګندونې

اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان آواز رسای سکتور خصوصی

خدمتونه

نړیوالې اړیکې

د صنايعو او پانگونې پراختيا

له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونه

د تېر کارنټ صادر کول

غړيتوب

غړيتوب

غړيتوب گټې

خواله رسنۍ

  فېسبوک

  ایکس پاڼه

  انسټاګرام

  یوټیوب

پته

حضوري چمن, کابل نندارې,
کابل - افغانستان

 د اړیکې شمېره: 0700297718
برېښنالیک: info@acci.org.af

.Copyright © ACCI. All Rights Reserved