د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د ویاړلو ورزشکارانو او ورزش د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

دوشنبه، د لړم ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان نامتو ورزشکار او د بدن ښکلا په برخه کې د مسټر المپیا سیالیو دویم مقام ګټونکي ښاغلي علي بلال په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې د خونې له مشرتابه پلاوي سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د ورزش او د هېواد د ویاړلو ورزشکارانو د ملاتړ پر ارزښت، د بریالیو څېرو پر الهام‌ بخښونکي رول او د افغانستان د معرفي کولو لپاره د هغوی له نړیوالو ظرفیتونو څخه پر اغېزناکې ګټې اخېستنې ټینګار وشو.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر او د هېواد یو شمېر ځوانو او فعالو سوداګرو ګډون درلود.
ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد ښاغلي علي بلال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د بدن غړو ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د هغه د ارزښتناکو لاسته راوړنو او په نړیواله کچه د افغانستان د نوم د لوړولو په برخه کې د نوموړي د هڅو ستاینه وکړه. هغه د دغه ورزشکار لاسته راوړنې د افغانستان د خلکو لپاره د ویاړ او سرلوړۍ سرچینه وبلله او د ورزشي استعدادونو د ملاتړ او د ځوانانو د ودې او پرمختګ لپاره یې د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر د علي بلال د نړیوالو ورزشي لاسته راوړنو ستاینه وکړه او نوموړی یې د هېواد له ویاړلو څهرو او د افغان ځوانانو لپاره الهام‌بخښونکی الګو وباله. هغه هیله څرګنده کړه، چې د دا ډول شخصیتونو بریاوې به د هېواد د ځوان نسل ترمنځ د هیلو، پر ځان باور او هڅو روحیه پیاوړې کړي.
په دې لیدنه کې د بریالیو ورزشکارانو پر رول، د افغانستان د ظرفیتونو او لاسته راوړنو په نړیواله کچه د معرفي کولو او د ورزشي پروګرامونو او نوښتونو د ملاتړ په موخه د خصوصي سکټور، ټولنیزو بنسټونو او ملي ویاړلو څېرو ترمنځ د همکاریو پر ارزښت هم خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي علي بلال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه له تود هرکلي او مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ د ورزشکارانو او خېریه او بشري پروګرامونو په برخه کې د دې بنسټ د پاملرنې ستاینه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان تل د هغه په زړه کې ځانګړی ځای لري او ځان د خپل ولس او خاورې نه بېلېدونکې برخه ګڼي.
هغه زیاته کړه، چې چمتوو دی د خپل ورزشي مقام او نړیوالو اړیکو په کارولو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هېواد د خصوصي سکټور په همغږۍ د افغانستان د ظرفیتونو او فرصتونو د معرفي کولو، د نړیوالو همکاریو جلبولو او د خلکو د ګټې لپاره د پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې هڅې وکړي.
د دې لیدنې په بله برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د یو تخصصي روغتون د جوړولو نوښت هم مطرح شو. ښاغلي علي بلال له دغه بشري نوښت هرکلی وکړ او د یادې پروژې د عملي کېدو په موخه یې د مالي مرستو او ملاتړ د جلبولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
د لیدنې په پای کې د ښاغلي علي بلال د ارزښتناکو ورزشي لاسته راوړنو او په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د نوم د معرفي کولو په برخه کې د هغه د رول درناوي په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه په استازیتوب ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد او ښاغلي محمد جبران مدثر نوموړي ته په افغاني قیمتي ډبرو جوړ شوې ستاینلیک ډالۍ کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د ورزشکارانو هڅې او لاسته راوړنې د درناوي وړ بولي او د ځوانو استعدادونو ملاتړ او د خصوصي سکټور او ملي ویاړلو څېرو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا د ټولنیزې ودې، د هیلو د پیاوړتیا او په نړیواله کچه د افغانستان د غوره معرفي کولو لپاره مهمې برخې ګڼي.