هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه وغوښتل چې د هغوی د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي او په دی برخه کې يې د اتاق د کړو همکاریو ستاینه وکړه.
اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان
آواز رسای سکتور خصوصی
هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه وغوښتل چې د هغوی د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي او په دی برخه کې يې د اتاق د کړو همکاریو ستاینه وکړه.
د ښاغلي سید زمان هاشمي لخوا د پاکستان د هوایی شرکت رئیس او ورسره مل پلاوي ته په افغانستان کې هرکلې وویل شو او همدارنګه یی په کابل کې د یاد شرکت کارونو د ستایلو تر څنګ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو او مسافرینو په انتقال ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او د اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي کاري راپور او د عامل پلاوي وراندیزونه مطرح کړل.
د سوداګرۍ د پراختیا مخه نیسي له منځه ویسي او د خصوصي سکتور لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ژمن دی، چې د تشبثاتو، سوداګرۍ او پانګه اچونې لپاره د وړ چاپیریال په رامنځته کولو، د پراختیايې پالیسي ګانو جوړولو، د اقتصادي او پراختیايې برنامو تطبیق په موخه د چارو انسجام او د تشبثاتي او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ او خوندیتوب په برخه کې تل د افغانستان دولت سره همکاري کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق شاوخوا ۷۰۰۰۰ انفرادي او ۲۸۱ څخه زیات انجمنونه، اتحاديې او کوپراتیفونه د خپلو سازماني غړو په توګه لري چې په دی اساس د خصوصي سکتور د یوې سترې کتلې مشروع او قانوني استازیتوب کوي. خصوصي سکتور ته د نورو فعالیتونو برسیره اتاق په ۱۳۹۴ لمریز کال د سوداګریزو شخړو حل مرکز رامنځته کړ. دغه مرکز تر دی مهاله د ۲۰۰ څخه ډیرې سوداګریزې شخړې حل و فصل کړي او تیار دی چې د خصوصي سکتور فعالیتونو د لا ښه والي، سوداګریزو او تشبثاتي فعالیتونو معیاري جوړونې او د پانګه اچوونې خوندیتوب په برخه کې حقوقي مشورې وړاندی کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مصمم دی، چې دولتي ادارو، نړیوالې ټولنې او پراختیايې شریکانو سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا، پانګه اچونې او کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، په نړیوالې او سیمه ایزې سوداګرۍ کې ګډون او د نافذه قوانینو په نظر کې نیولو سره د تشبثاتو او سوداګرۍ د پراختیا او خوندیتوب په برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په لاندې برخو کې خپلو بنسټیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي:
غوښتنه کیږي چې د دولتي ادارو له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول او ارزښت تر اغیز او نفوذ لاندی ونه نیول شي او دی اتاق ته فرصت ورکړل شي ترڅو په یادو برخو کې د خصوصي سکتور اوچت غږ، سلا مشورې ورکونې او پراختیايې موخو ته د رسیدو په لاره کې د دولت همکار اوسي.
توکل احمدیار
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس