پدې ناسته کې، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي شمس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د مرکزي دفتر د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله يې څرګنده يې کړه چې د ښاغلي شمس ګمارنه به د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې خورا اړین رول ولوبوي ځکه چې ښاغلی شمس په دی برخه د شتو ستونزو څخه باخبره دی.
د خرما واردوونکو په سعودي عربستان کې د ویزو او بریښنایی پېژند پاڼو صادرولو ستونزو او د بیلابیلو هیوادونو څخه د خرما په واردولو کې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي، او همدارنګه د ښه کیفیت او لرونکو خرماو ته د خلکو د لاسرسي په اړه يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس په افغانستان کې د پانګونې زمینه له بل هر وخته مناسب وګڼله او زیاته یې کړه: "رامینځته شوي فرصتونه باید په مناسب ډول وکارول شي او د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ښې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړی شي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د اتاق ښځینه کارکوونکو ته د ښځو د نړیوالې ورځې په پار مبارکي وویله او په اقتصاد او کوچنیو تشبثاتو کې يې د ښځو رول اړین وباله.