د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق سرپرست عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د افغانستان د کارګرو ملي اتحاديې له عمومي رئیس ښاغلي عبدالمعروف قادري سره د لیدنې په ترڅ کې په خصوصي سکتور او د سوداګرۍ په ډګر کې د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي احمدیار د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو د ټنګار تر څنګ، زیاته کړه چې دواړه ادارې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې کولی شي د هېواد د اقتصادي لوړتیا سبب وګرځي.ښاغلي خان جان الکوزي د اتاق او د کارګرو د ملي اتحاديې ترمنځ اړیکې ډیرې نیکې وبللې او زیاته يې کړه چې دواړو ادارو سوداګرو او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او دی کار ته به په راتلونکي کې هم دوام ورکوي.
ښاغلي شفیق الله عطايې د دواړو ادارو په همکارۍ او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اتاق ژمن دی چې د کارګرو د ملي اتحاديې سره د هېواد د اقتصادي پراختیا او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په ګډ کار وکړي.
ښاغلي قادري وویل "لکه څنګه چې په تیر وخت کې دواړو ادارو کارګرو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګاموته پورته کړي دي، لا ډیرې هڅې به وکړي تر څو په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول ولوبوي.
ښاغلي مایل احمدي او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي جاوید جیحون ته د هغه د نوې دندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ښاغلی جاوید جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند د مالیاتو په قانون کې د تعدیل راوستو په موخه د مشرانو جرګې همکاري ترلاسه او د آپټا تړون د بیا تمدید غوښتونکی شو.
د مڼو سوداګرو وویل چې د یوې اوږدې مودې راهیسي په مڼو بار څوارلس ګاډي د هېواد په ګمرکونو کې ولاړ دي او د ګمرک چارواکي ددی ګمان له امله چې دا کیدای شي ایرانۍ مڼې وي، د صادرولو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.