د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي سید جمیل سادات تر ریاست لاندی د نوموړي اتاق د اجرائیه کمېټې اوومه ناسته ترسره شوه.
په دی ناسته کې ښاغلو مرستیالانو، او د نوموړي اتاق د ماليې او دارلانشاء رئیسانو ګډون کړی وو، او د نوموړي اتاق د پراختیا، د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو، د نوموړي اتاق د کاري پروسو د لاښه والي، د خصوصي سکتور د لاښه والي په موخه اغیزناکو برنامو د په لاره اچولو او د کابل ولایتي اتاق د مالي او اداري مدیر ګمارلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي غلام سخي محمدي د کابل ولایتي اتاق د اجرائیه کمېټې د اکثریت رایو په ګټلو سره د نوموړي اتاق د مالي او اداري مدیر په توګه وګمارل شو.
زېرمتون
په کابل کې د چیني تولیداتو لومړی نندارتون په لاره واچول شو
د لومړي ځل لپاره، د یوه چینایي پانګه وال لخوا په کابل کې د چینايي محصولاتو نندارتون په لاره واچول شو. په دې نندارتون کې یو شمیر چینایي او د چیني او افغاني ګډو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ددی نندارتون د پرانستې په مراسمو کې په افغانستان کې د چینايې سوداګرو د پانګه اچوونې لپاره لیوالتیا ته د اشارې کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د چین دولت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو صادرونه یوه ستره ستونزه ده او د چین دولت څخه يې په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ددی نندارتون د په لاره اچوونکي ښاغلي یومینګ هوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅونو په پایله کې یو شمیر چینايې پانګه وال افغانستان ته د پانګه اچوونې لپاره راوستي دي.
چینايي سوداګرو او پانګوالو چې په دې نندارتون کې يې برخه اخیستې وه وویل چې که چیرې د پانګه اچونې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړی شي، دوی د صنعت په ځانګړی توګه، د تعمیراتو رنګونو، بریښنا کیبلونو او پلاسټیک په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر سره ولیدل
ښاغلي مهمند د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، زیاته کړه " دواړه هیوادونه د شاه امان الله خان د واکمنۍ دمخه هم د دوستۍ ، ورورولۍ او همکارۍ اړیکې درلودې او دا ځل دوی د افغانستان لپاره د سولې د پروسې هرکلی کوي او غواړي چې افغانانو ته د سولې راوستو کې مرسته وکړي."د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرت رئیس د زراعتي پراختیا صندوق (ADF) له رئیس سره لیدنه وکړه
ښاغلي عطايې زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د زراعتي پراختیا صندوق (ADF) اړین رول لوبوي او متشبثینو ته د مالي منابعو برابرولو او د (ADF) ورته نورو پروژو په تطبیق او تحقق کې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کوي."د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د افغان زعفرانو په زیاتوالي خبرې وکړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هندوستان لپاره د افغان جنرال قونسل (CLDP) او د امریکا د متحده ایالاتو پراخیتايې ادارې (USAID) سره د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د سوداګرۍ د کچې او د افغان زعفرانو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړی.
په دی غونډه کې له ۸۰ څخه ډیرو هندي او افغاني شرکتونو ګډون کړی وو او د افغانستان محصولات يې د بازار موندنې په موخه نندارې ته کیښودل.
ښاغلي عطایي وویل "افغان سوداګر هڅه کوي خپل صادراتي محصولات په ځانګړي ډول زعفران د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چې د هېواد د خصوصي سکتور یوه ملاتړې اداره ده په همکارۍ صادر کړي."
نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ وده په سیمه کې د افغانستان د سوداګریزو ملګرو ترمینځ ښې اړیکې تامینوي او په دې برخه کې یې د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
هغو شرکتونو چې په دی غونډه کې يې ګډون درلود، خپل زعفران نندارې ته کیښودل او هیله يې څرګنده يې کړه چې افغان زعفرانو ته به یو ښه بازار پیداکړی شي.
ددی غونډې د په لاره اچوونکو، په ځانګړی توګه سوداګرو د افغان زعفرانو د صادراتو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطايې د سوداګریزو توکو په ځانګړی توګه د افغان زعفرانو د صادرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړی
ښاغلي مهمند د هندوستان لپاره د افغانستان سفیر د هڅو ستایلو ترڅنګ، وویل " اوس هم د ترانزیت او سوداګرۍ ننګونې، د سوداګریزو توکو د ارزونې لپاره د سکینرونو نشتوالی، د مالي خدماتو نشتوالی او د افغان سوداګرو او هندي سوداګرو ترمینځ د شخړو په هوارولو خدمتونو نه شتون هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر ورسره لاس او ګریوان دي او دی ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."