د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې دولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګريز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیر خواه، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې، اجنډا د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز له خوا د ناستې ګډونوالو ته وړاندې شوه او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي وروستیو سیاسي بدلونونو په نظر کې نیولو سره د مرکز او ولایتي دفترونو کاري راپورونه او وړاندیزونه وړاندی کړل.ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره په همغږۍ او همکارۍ کې د شهزاده سرای او خصوصي سکتور شتمنیو په خوندي ساتلو کې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال او مدیره پلاوي نورو غړیو هڅو څخه مننه څرګنده کړه.
ورپسې ښاغلي مهمند په خصوصي سکتور کې شتو ننګونو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د هغو هڅو یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ماليي وزارت، د افغانستان بانک او اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې ترسره کړي دي.
همدارنګه، د اجرائیه کمېټې د ۱۵مې او ۱۶مې ناستو پریکړو په اړه بحث وشو او د مدیره پلاوي نورو غړیو د نورو یادو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ناستې په پای کې، د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث وشو او مدیره پلاوي يې په اړه لازمې پریکړې وکړې.
دوی ډاډ ورکړ، چې د شاهزاده سرای خلاصیدل او د اوبلن ګاز واردول په عادي ډول بیا پیل کیدل به د اوبلن ګاز په بیو کې د پام وړ ټیټوالی رامینځته کړي. سربیره پردی، دوی خپلې یو شمیر ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حاجي ذبیح الله او د موکت او بهرنیو غالیو سوداګرو د هغو ستونزو چې له پخوا څخه یې درلودې او د هغو آسانتیاوو چې د امارت اسلامي په راتګ سره یې لري، د یادولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د موکت او بهرنیو غالیو ګمرکي تعرفي لوړې شوي دي خو بیا هم دوی حاضر دي، چې د یوې دقیقې کړنلارې او سم میکانیزم مطابق خپلې تعرفې په قانوني ډول د امارت اسلامي ګمرکونو ته تاديه کړي. او په دی برخه کې د پرتو ستونزو هواري لپاره يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند وويل: د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل د ټولو ګډ مسووليت دی او لازم ده، چې صرافان د اسلامي امارت د اقتصادي کميسيون، د دافغانستان بانک او د سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ سره د افغانيو د بيې ارزښت ساتنې کې هر اړخيزه همکاري وکړي.