د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي باز محمد افسرزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو د او پانګه اچونې ډیپارټمنټ مسؤل د خوراکي توکو واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي سید کمال فرید صافي او یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو او نرخونو کنترول په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو او خصوصي سکتور ستونزو حل په برخه کې د اتاق او د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا او د اسلامي امارت نورو مسؤلینو څخه د بانکونو او د هېواد ګمرکونو بیا فعالیت په تړاو مننه وکړه او ددوی هڅې يې وستایلې.ښاغلي مهمند د سوداګرو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلی بڼه اتاق ته وسپاري ترڅو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په همغږۍ ورته د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي خان جان الکوزي د رامنځته شویو بانکي، ګمرکي او سوداګریزو ستونزو یادونه وکړه او وی ویل چې دا ستونزې د وروستیو سیاسي بدلونونو په پایله کې رامنځته شوي او مؤقتي دي او هیله يې څرګنده کړه چې ژر تر ژره به حل شي.
نوموړي د سوداګرو او خوراکي توکو پلورونکو څخه وغوښتل چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت په نظر کې ونیسي او په پلور کې د بشپړ انصاف څخه کار واخلي.
ښاغلي سید کمال فرید او یو شمیر سوداګرو د ښه امنیت او په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسو اخیستنو څخه د خلاصي په تړاو خوښي څرګنده کړه او خپلې نورې ستونزې يې په لاندی ډول بیان کړی.
۱. په حیرتان بندر کې د وړو توقف
۲. د خوراکي توکو پیر په موخه د سوداګرو د پیسو انتقال ستونزه
۳. په تورخم او سپین بولدک کې د خالي کانتینرنو توقف
۴. په ناڅاپي ډول د اسعارو د بیې لوړوالی
ښاغلي فرید د افغانستان اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند د ناستې په جریان کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا سره د تیلفوني اړیکې په ترڅ کې د سوداګرو ستونزې یادې کړې او ښاغلي اکبر آغا هم ورته د هرډول همکاریو ژمنه ورکړه او د خوراکي توکو پلورونکو او سوداګرو څخه يې وغوښتل چې د احتکار څخه ډډه وکړي.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې د نرخونو کنترول او تثبیت لپاره باید یوه داسې کمېټه رامنځته کړی شي، چې د خوراکي توکو اتحاديې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیو مشتمله وي ترڅو د خلکو او سوداګرو ستونزې راکمې او له منځه ولاړې شي.
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شتو ستونزو لکه: د ګمرکونو بندیدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندیدل، د واده هوټلونو بندیدل، او په وارداتو او صادراتو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې په خورا درنښت هیله وکړه چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.