د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د ننګرهار سوداګريز اتاق رئیس ښاغلي ګلمراد عرب، ډاکټر مخلص احمد او د ننګرهار سوداګریز اتاق د مدیره پلاوي یو شمیر غړیو او یو شمیر سوداګرو د ماليې وزارت ګمرکونو عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي او د ګمرکونو له عمومي رئیس ښاغلي نصرالله دراني سره د لیدنې په ترڅ کې په ګمرکونو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند، د سوداګرو د ګمرکي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو د مالیې وزارت له هڅو څخه مننه وکړه او د سوداګرو موجوده سوداګریزو او ګمرکي ننګونو د حل لپاره يې د مالیې وزارت په لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "مرکز ته د ننګرهار د سوداګرو د مالیې دوسیو لیږل، د مالیې د پیسو په ورکړه کې ځنډ، د ننګرهار مستوفیت کې د اظهارنامو څیړنې برخه کې ستونزې، او د مالیې خدماتو نشتوالی د سوداګرو ترټولو جدي ستونزې دي او د له منځه وړلو په برخه کې يې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."ښاغلي مهمند د تازه سبزیجاتو او میوو سوداګرو د ګمرکي ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د مالیې وزارت باید د دې سوداګرو ستونزې حل کړي ترڅو د دوی صادراتي توکي پاکستان ته د صادرولو پرمهال خراب نشي.
ښاغلي ګلمراد عرب او نورو سوداګرو هم په ننګرهار ګمرک کې د خپلو ستونزو او پیچلي پروسیجرونو یادونه وکړه یې او د ګمرک له مسؤلینو څخه يې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي نصرالله دراني، عالم شاه ابراهیمي او د مالیې وزارت نورو چارواکو د سوداګرو د ستونزو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ژمنه وکړه چې دوی به دی ستونزو ته ژر تر ژره د پای ټکي کیږدي.
دوی اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ستونزو حل لپاره علمي ګامونه پورته کړي ترڅو تازه سبزیجات او میوې بهر ته د صادرولو پرمهال خراب نشي.
د ناستې په پای کې، ګډون کوونکو پریکړه وکړه چې د غونډې درېیم پړاو به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې ترسره کوي ترڅو د ننګرهار سوداګرو ننګونې او د دوی ګمرکي ستونزې تر بحث لاندې ونیسي.
ښاغلي احمدیار وویل، په دی نازکو شرایطو کې چې د هېواد سیاسي ثبات د اټکل وړ نه هم دی، د سمې هېوادونو سره سوداګرۍ ته باید لومړیتوب ورکړی شي. ځکه چې د سیمې او نړۍ سره سوداګري نه یواځې د اقتصادي پرمختیا بلکه د خلکو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم خورا اړینه ده. او نه باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو تر منفي اغیزو لاندی راشي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو رئیس د دوبۍ نړیوال نندارتون په اړه او د افغانستان حکومت لخوا ګډونوالو ته په دی نندارتون کې د برخې اخیستو په موخه، چمتو شویو اسانتیاو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي عطايې ددی ناستې د موخې او اړتیا څرګندونې ترڅنګ، وویل "دغه ناسته په دوه ډیرو اړینو موضوعاګانو راڅرخي چي عبارت دي له:"
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله ۳۰۰ هغو سوداګرو ته چې د چین هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، د چین ویزې اخیستلو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پخوانیو هڅو ستایلو ترڅنګ، په دی برخه کې د اتاق د لاډیرو همکاریو غوښتونکې شو.
په دی ناسته کې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز ګډونکوونکو ته اجنډا وړاندې کړه، سربیره پردی، ښاغلي عطایې د عامل پلاوي راپورونه مطرح کړل، د اتاق د مالي چارو او د پروان سوداګریز اتاق ودانۍ جوړولو په اړه د مفصل بحث څخه وروسته د اجرائیه کمیټې او عامل پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.