د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د معدنونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ معین ښاغلي محمد عتیق ذکي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو (د لوی کان کیندنې پروژو په اړه د پوهاوي) تر عنوان لاندې په جوړه شوې ناسته کې د ګډون کولو ترڅنګ، د معدنونو په سکتور کې د پانګه اچوونکو او صادروونکو شتو ستونزو، ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي احمدیار د معدنونو او پټرولیم وزارت څخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو او د لویو او کوچنیو پروژو د اوطلبۍ په برخه کې د لازمو آسانتیاو او ښو کړنلارو رامنځته کول وستایل او زیاته یې کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مشرتابه د معدنونو او پټرولیم وزارت دغه کړنه ستایې او ملاتړ يې کوي."ښاغلي احمدیار د نیمګړو پروژو د کار بیا پیلیدو غوښتنې ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د معدنونو او پټرولیم وزارت ددی پروژو د کار دوام لپاره یوه منظمه کړنلاره رامنځته کړي ترڅو کارونه په سم او شفاف ډول پرمخ ولاړ شي.
ښاغلي احمدیار د پانګه اچوونې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو د معدنونو او پټرولیم وزارت کړنې وستایلې خو ټینګار يې وکړ چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پانګه اچونې او صادرولو په برخه کې ډیرې ستونزې شته او باید له منځه ولاړې شي.
ښاغلي ذکي وویل "د معدنونو او پټرولیم وزارت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادروونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه منظم پروګرامونه د لاس لاندی لري، او له دی وروسته داوطلبان کولی شي د دولت سکتوري ادارو په ملاتړ خپلو کارونه ته دوام ورکړي."
ښاغلي ذکي ډاډ ورکړ چې له دی وروسته به قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر قانوني ډول له هېواد څخه د باندی نه وځې. ددی ډبرو د صادرولو لپاره یوه داسې کړنلاره رامنځته شوې په پر بنسټ يې صادرونکي په اصولي چوکاټ کې دننه خپل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
ښاغلي صافي د معدنونو او پټرولیم وزارت وروستیو کړنو ستایلو ترڅنګ، وویل چې دا کړنې ددی سکتور پانګه اچوونکو او صادروونکو ستونزو له منځه وړلو لپار کافي نه دي، او باید چې دی برخې ډیره پاملرنه وشي.
ښاغلي صافي زیاته کړه "په هیواد کې ډیرې زیرمې شتون لري، مګر د امنیت نشتوالی د دې زیرمو استخراج لپاره یو له خورا جدي خنډونو څخه ګڼل کیږي."
ښاغلي صافي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې اوس هم قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په دودیز ډول استخراج او د هېواد څخه دباندی په غیر قانوني ډول لیږدول کیږي، چې باید ددی کار مخه ونیول شي.
ښاغلي عطايې د معدنونو په برخه کې د پانګه اچونې لپاره لازمو چوپړتیاوو او د کړنلارې رامنځته کول وستایل او هیله يې څرګنده کړه چې ددی کړنلارې په رامنځته کولو سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شي. سربیره پردی، پانګه اچوونکي به وهڅیږي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره به مناسب بازار رامنځته شي.
د ناستې ګډون کوونکو د شتو ستونزو له منځه وړلو په موخه خپل ارزښتمن نظرونه مطرح کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او معدنونو او پټرولیم وزارت پانګه اچوونکو او صادروونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ددی ډول ناستو په تکرار او دوام ټینګار وکړ.
ښاغلي عطايي ګډونوالو ته د وړتیا، شته ظرفیت، د غړو شمیر او د ولایتي خونو، بهرنیو اړیکو، له مختلفو هیوادونو سره د ګډو اتاقونو او د هغو تفاهملیکونو په اړه چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د نورو سره لري د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "اتاق له هندوستان سره نږدې اړیکې لري او د اړیکې لا پسې پراخیږي. بله دا چې، موږ له هندوستان سره د همکارۍ پراختیا ته لیواله یو، په ځانګړي توګه د تیلنګانا سوداګریز اتاق سره."
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې سوداګر اوس هم پاکستان ته د خپلو سوداګریزو توکو صادرولو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې باید د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټول شي.
په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
د موټرسایکل واردوونکو، پلورونکو، بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرانو اتحادیې رئیس او غړو د هغو ستونزو په اړه چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، خبرې وکړې او د اتاق د مشرتابه څخه یې وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده دولتي چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي. دوی د خپلو شکایتونو او نظرونو وړاندې کولو پرمهال وویل چې د دې سکتور سوداګريزې ستونزې د دوه میاشتو راهیسې دوام لري، په ځانګړي توګه د تیرې میاشتې په جریان کې، کله چې د هیواد امنیتي ارګانونو په بشپړ ډول د موټرسایکلونو کارول منع کړل. ټولې د بسته بندۍ هغه فابریکې او ورکشاپونه چې پدې برخه کې فعالیت کوي لوی زیان سره مخ شوي دي.
ښاغلي عطايې په صنعت او پانګوونې برخو کې د میرمنو تشبثاتو له ودې څخه خوښي څرګنده او ټینګار يې وکړ چې د ښځو د پانګونې د ملاتړ لپاره منظمې تګلارې تراوسه نه دي پلې شوې. او دا هغه ننګونې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل پرې د برلاسه کیدو هڅې کړي دي.