د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ترکیی میشت افغان سوداګرو انجمن د پالیسۍ مرستیال ښاغلي سید معروف سادات سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره د پانګه اچوونکو هڅولو په اړه خبرې اترې وکړی.
په دی ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل هم ګډون درلود.
ښاغلي عطايي وویل "ترکیه په اقتصادي برخه کې تل دوست او همکار هېواد پاتی شوی دی او اړتیا ده چې دا سوداګریزې اړیکې لا پسې غښتلې کړی شي."ښاغلي عطايي زیاته کړه "اوسمهال د افغانستان او ترکيي ترمنځ سوداګریزې اړیکی شتون لري خو د ستونزو څخه خالي نه دي او دی ته اړتیا ده چې په دی برخه کې لازمې آستانتیاوې رامنځته او شته ستونزې له منځه یووړل شي."
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په پای کې د ښاغلي سادات څخه وغوښتل ترڅو یوه داسې سوداګریزه ناسته کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر پکې ګډون ولري، جوړه افغاني محصولات نندارې ته کیښودل شي.
ښاغلي سادات د ښاغلي عطايي خبرو تاییدولو ترڅنګ، وویل "موږ د ترکيي سوداګریزې آتشې سره د روان زیږدیز کال سپټامبر په ۱۵ د یوې سوداګریزې ناستې جوړولو په اړه خبرې کړي او د ترکيې سوداګریزې آتشې خپله موافقه څرګنده کړی ده."
د ښاغلي سادات په وینا په دی ناسته کې به په شتو ننګونو د برلاسي حاصلولو او فرصتونو څخه په سم ډول د ګټې اخیستو په اړه خبرې اترې وشي.
ښاغلي عطايي د نوې کړنلارې ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه "دغه کړنلاره کولی شي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو په برخه کې د ودې، په دی برخه کې د پانګه اچونې د جلب، د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي او د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي."
• په تیرو څو کلونو کې په هیواد کې د بیکارۍ کچه ښه حالت کې نده، ځکه چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د افغانستان ۱۱.۱۶ سلنه وګړو د بیکارۍ اوسط تجربه کړی.
ښاغلي عطايي په اوسنیو شرایطو کې د بیمې ارزښت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "بیمه د خصوصي سکتور فعالیتونو پراختیا او سوداګریز ثبات په برخه کې اړین رول لوبوي."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که څه هم دغه قانون د پانګه اچونې د ودې په موخه رامنځته شوی، خو دا چې دغه قانون لا هم بهتر شي، لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، او ددی قانون په تعدیل کې خصوصي سکتور د مشرتابه رول ادا کړي، باید هر اړخیز او شامل بحثونه شي."