د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې او د درملو واردوونکو شرکتونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د عامې روغتیا وزارت او د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون سره د ګډو ناستو او خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو په پایله کې د درملیزو خدمتونو د انحصاري کولو په تړاو خپل لس ورځنی کاري اعتصاب پای ته ورساوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له یوه پلوه د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحاديې د قانوني غوښتنو ملاتړ کړی او له بل پلوه يې د خلکو او مستهلیکینو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي مهمند په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سره د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحادیې ستونزه حل کولو کې د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون همکارۍ څخه مننه وکړه، نوموړې ستونزه یې جدي او لویه وبلله او وی ویل چې دغې ستونزې همدې سکتور ته ډیرې ستونزې او ننګونې رامنځته کړی وه.
نوموړي زیاته کړه "د عامې روغتیا وزارت موافقه وکړه چې د درملیزو خدمتونو اتحادیې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیو څخه به یوه ګډه کمیټه رامنځته کړي ترڅو دوی د خپلو هغو غونډو چې په هرو ۴۵ ورځو کې به یو ځل دایریږي د نوموړي سکتور ستونزې حل کړي."
ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې په ځانګړی توګه د روژې په مبارکه میاشت کې خپلې هیڅ ډول هڅې او همکارۍ ونه سپموي او همدارنګه د دولت څخه يې وغوښتل چې د خپلو طرحو د عملي کولو څخه وړاندی دی د خصوصي سکتور سره پری سلا مشورې وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سلاکارانو خپله لومړۍ ناسته وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د مدیره پلاوي سلاکارانو خپله ناسته داتاق په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.
ښاغلي مهمند سلاکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور د ستونزو هواري په برخه کې، ددی ډول ناستو په ارزشت خبرې وکړی او ددی ډول ناستو په بیا بیا جوړیدو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د اجنډا پنځه موضوعګانې چې عبارت دي له (۱- د افغانستان د درملیزو خدماتو اتحادیې د اعتصاب ستونزه او د دوی غوښتنې ۲- د هیواد د ترانسپورت معیاري کولو او د تیلو واردولو مسله ۳- د اپټا تړون پای ته رسیدل او د دغه تړون د موادو بیا کتنه ۴- د چین او ترکيې هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د افغان سوداګرو ستونزې ۵- د هوايې شرکتونو ستونزې او د حکومت لخوا د سبسایډونو نه تادیه کول ګډونوالو ته وړاندې شوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلي شیرین اغا سخي د خصوصي سکتور او د درملیزو خدماتو اتحادیې له مشورې پرته د عامې روغتیا وزارت مقرره نیمګړې وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت باید د قانوني او غیر قانوني درملو لست جوړ او د درملو د انحصار مخه ونیسي.
ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحادیې له رئیس ښاغلي محمد محسن ساحل پرواني څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري ترڅو اتاق د عامې روغتیا وزارت سره په دې موضوع بحث وکړي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
د ټرانسپورټي شرکتونو په معیاري کولو او د تیر سیستم په برخه کې د شتو ستونزو او ننګونو په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
د اپټا تړون د مودې پای ته رسیدو موضوع د ښاغلي خانجان الکوزي لخوا توضیح شوه او هغه دا هم وویل "د اپټا تړون پخوا د پاکستان په ګټه او د افغانستان په زیان وه، خو موږ وکولی شول چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ګډو همکاریو په پایله کې د خصوصي سکتور نظرونه په دی تړون کې ځای پر ځای او د تمدید نېټې د پای ته رسیدو مخکې يې دواړه هېوادونه لاسلیک کړي."
د افغان سوداګرو لپاره د چین او ترکیې ویزو ترلاسه کولو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو لپاره، د غونډې غړو وویل چې د اړوندو وزارتونو او چینایي او ترکي سفارتونو سره په همغږۍ باید دی ستونزې ته د حل لارې چارې ولټول شي.
وروستۍ مسله د هوايې دهلیزونو ستونزې او د دولت لخوا هوایی شرکتونو ته د سبسایډي پیسو په وخت نه ورکولو موضوع وه. د هوایی شرکتونو استازي یادونه وکړه چې که څه هم د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو له امله، د تیرو پنځو میاشتو په جریان کې ۴۰٪ کرایې د دولت لخوا تادیه شوي، مګر پاتې ۴۰٪ باید ژر تر ژره تادیه کړی شي.
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي وویل حکومت ژمن دی چې هوايې شرکتونو ته د سبسایډي پیسې تادیه کړي. نوموړو د مالیې له محترم وزارت څخه وغوښتل ترڅو د تازه میوو صادراتو موسم رارسیدو دمخه پاتې ۴۰سلنه تادیه کړي ترڅو د هېواد صادرات د هوایی دهلیز له لارې له ستونزو سره مخ نشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د روشن مخابراتي شرکت له عمومي رئیس سره لیده کاته وکړل
ښاغلي عطايې ښاغلي حکیم یار ته د ښه راغلاست ویلو او د روشن مخابراتي شرکت ستونزو اوریدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روشن مخابراتي شرکت ستونزې د چارو ادارې له اړوندې څانګې سره شریکې کړي ترڅو هغوی يې د جمهوري ریاست سره شریکې او د حل لارې ورته ولټوي او همدارنګه یادې ستونزې يې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون سره هم د له منځه وړلو په موخه شریکې کړي دي."د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د درملو اتحاديې د غوښتنو ملاتړ کوي
د افغانستان د درملو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو د يوې اونۍ راهیسې د خپل کاري اعتصاب په لړۍ کې نن یو ځل بیا د حکومت له خوا د درملو د انحصاري کولو طرحې د لغو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د درملو اتحاديې په غونډه کې چې په پروان هوټل کې جوړه شوې وه، د ګډون کولو ترڅنګ، د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړ.
ښاغلي مهمند وویل "دولت مخکې له دی چې د درملو د انحصاري کولو طرحه په خپل سر عملي کړي، باید د هېواد خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يې شریکه کړې وه."
ښاغلي مهمند زیاته کړه "درملیز خدمتونه او درملتونونه د خصوصي سکتور یوه لویه برخه تشکیلوي چې د ۲۵۰ زره تنو څخه زیات وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دی سکتور کې په کار بوخت دي او دولت باید د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته د هو ځواب ووایې."
ښاغلي شیرین آغا سخي د درمل واردوونکو شرکتونو د غوښتنو څخه د ملاتړ ترڅنګ، زیاته کړه "اتاق د درمل واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو په له منځه وړلو او د دوی غوښتنو ته د هو ځواب پیداکولو په برخه کې هر ډول همکارۍ کولو ته ژمن دی"
د یادوني وړ ده، چې د درملیزو خدمتونو او روغتیايې تجهیزاتو اتحاديې نه یواځې دا چې په کرونايې سختو شرایطو کې د خلکو درملیزې اړتیاوې پوره کړي بلکه عامې روغتیا او د هېواد روغتونونو ته يې د یو میلیون ډالرو په ارزښت روغتیايې تجهیزات په وړیا ډول ورکړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ترکمنستان کې د کرونا ویروس خپریدو وروسته د سوداګرۍ او پانګه اچوونې تحلیل تر عنوان لاندی په جوړ شوي آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ
په دغه کنفرانس کې چې د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفارت له خوا جوړ شوی وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، جان آقا صادقي او بهارد خیر خواه او یو شمیر هغو سوداګرو چې د ترکمنستان هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، ګډون کړی وه.
د ترکمنستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي خان ولي خان بشرمل وویل "د کورونا ویروس د خپریدو دمخه، د ترکمنستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه وه، خو په اوسني حالت کې بی له نفتي موادو څخه په نورو ټولو برخو کې کموالې رامنځته شوی دی. د سوداګرۍ د ښه والي په موخه باید د افغانستان خصوصي سکتور د ترکمنستان لپاره افغان سفارت سره په همکارۍ ګډې هڅې وکړي او له نیکه مرغه د ترکمنستان هېواد هم په دی برخه کې همکارۍ کولو ته چمتو دی."
ښاغلي شفیق الله عطایي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ انډول نا متوازن وباله او زیاته یې کړه: "د افغانستان سفارت او د ترکمنستان د حکومت له خوا باید د سوداګرۍ انډول متوازن کولو موخه لازم ګامونه پورته کړی شي."
نوموړي په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې کولو سره وویل "افغان سوداګر د ویزو په ترلاسه کولو، د پیرودل شوو توکو پر وخت نه تسلیمول او په افغان سوداګریزو توکو وضع شوو جریمو سره لاس او ګریوان دي او د ترکمنستان لپاره افغان سفارت باید د یادو ستونزو د له منځه وړلو هڅې وکړي."
ښاغلي عطايې د نندارتونونو په اړه وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی چې د ترکمنانو په نندارتون کې د خپلو غړو محصولاتو له ۵۰ تر ۶۰ غرفې نندارې ته وړاندې کړي ترڅو د افغانستان محصولات معرفي شي او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي. او د ترکمنستان سره ګډ اتاق یا (Business Council) رامنځته کړي چې په اړه يې مخکې هم یو تفاهملیک لاسلیک شوی وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس زیاته کړه: "د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق چمتو دی چې نه یوازې انګور او انار بلکې د افغانستان ټول محصولات د ترکمنستان څخه روسیې او ختیځې اروپايي هیوادونو ته د صادرولو په موخه خپل غړي وهڅوي."
پدې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي، ښاغلي جان صادقي او ښاغلي بهادر خیرخواه د ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره موجودې ستونزو او امکاناتو په اړه خبرې وکړی او ښاغلي بشرمل ژمنه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې یوه سوداګریزه شورا او ګډې سوداګریزې ادارې رامنځته کړي.
د افغانستان خصوصي سکتور د افغانستان ولسمشر سره د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو سره د مرستې ژمنه وکړه
ولسمشر د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، حج او اوقافو وزارتونو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کندهار والي سره په همغږۍ کې د مرستې رسونې او بیارغونې چارې ترسره کړي.