ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د هېواد د یو شمېر لوړ پوړو حکومتی چارواکو او مشهور سوداګرو په حضور کې، د کابل تاج هوټل د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
 
ښاغلي مهمند، د کابل تاج هوټل له مسؤولینو څخه د پانګونې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه، او دا ډول پانګونې یې د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمې وبللې. نوموړي همداراز د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د خصوصي سکتور اړیکې مثبتې وارزولې، او د هېواد ټول پانګه‌وال یې د بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د هوټل‌دارۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅول.
ښاغلي مهمند، د کابل تاج هوټل له مسؤولینو څخه د غوره خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه، او ښه هوټلي خدمتونه یې د پرمختګ سره تړلي وبلل. نوموړي د افغانستان د خصوصي سکتور د سوداګرۍ راکړې ورکړې شمیرو په اړه خبرې وکړې، او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به له اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ له لارې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرولو کې مرسته کوي.
د سوداګرۍ اتاق لمړی مرستیال، د هېواد په بیا رغونه کې د سوداګرو رول مهم وباله، او له ټولو پانګه‌والو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هېواد په آبادۍ کې خپل فعال ګډون ولري. هغه له ټولو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او په خپلو ټولو مراسمو کې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.
 
 
 
 
 
شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) د مشرانو په اووولسمه غونډه کې چې د آذربایجان په خاکندی ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
په دې مهمه ناسته کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر اخند، د ازبیکستان، قزاقستان، ايران، ترکیې، قبرس، قیرغیزستان، ترکمنستان او آذربایجان ولسمشران، د پاکستان لومړی وزیر، او همداراز د هېواد یو مخکښ سوداګر محترم حاجي زلګي عظیمي هم حضور درلود.
ښاغلي احمدیار، د ناستې په څنګ کې د خصوصي سکتور لیدلوري، وړاندیزونه، او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو، سوداګریزو اړیکو د لا زیاتوالي، او د ګډو پانګوالو پروژو د رامنځته کولو اړوند نظریات د ګډونوالو سره شریک کړل.
د اتاق د مشرتابه حضور موخه د سیمې له هېوادونو سره د خصوصي سکتور لپاره د ملاتړ جلب، د پانګونې فرصتونو معرفي، او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر اسانتیا وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په ورته سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې فعال ګډون د هېواد د اقتصادي ډیپلوماسۍ لپاره یو مهم ګام بولي او ژمن دی چې رامنځته شوي فرصتونه تعقیب کړي.
 
 
 
 
 
جمعه، د چنګاښ ۱۳ مه ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د قطر هېواد ته ولاړ او د دوحی درېیمه کاري ګروپی ناسته کې ګډون وکړ.
 
دا ناسته د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د تېرو اقداماتو د ارزونې، او د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیز ثبات د ملاتړ لپاره د همغږۍ په موخه، د ۲۰۲۵ کال د جون له ۳۰مې تر جولای ۱مې پورې، په دوحه ښار کې د ۲۵ څخه د زیاتو هېوادونو او ۵ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شو.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د نړیوالې ټولنې د لا زیات او مؤثر ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د کوکنارو د کر کیلې بندیز، د اداري فساد له منځه وړل، او سرتاسري امنیت د افغانستان د اوسني حکومت سترې لاسته راوړنې دي. نوموړي دا اقدامات د صادراتو د زیاتوالي او د پانګوالو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو په لور یو لوی ګام وباله.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خصوصي سکتور کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي، د بانکي اسانتیاوو او د پیسو د انتقال زمینه برابره کړي، او پانګوال وهڅوي چې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تولید، ودانیزو چارو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د خصوصي سکتور شته ظرفیتونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او له نړیوالو استازو یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، څو افغانستان وکولای شي د ځان بساینې پر لور ګام واخلي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له ټولو هېوادونو وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي او د خصوصي سکتور د همغږۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د لنډمهاله بشري مرستو پر ځای، د افغانستان پر دوامدارو اقتصادي پروژو پانګونه وکړي
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ۱۱ مه ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس عمومي، ښاغلی توکل احمدیار، د خپل رسمي سفر په دوام کې د آذربایجان هېواد د پانګونې پراختیا او صادراتو د زیاتوالي ادارې (AzPromo) له رئیس سره ولیدل. په دې لیدنه کې ښاغلي سلطان محمد صافی، د اتاق د مشرتابه غړی، او نومیالی افغان تاجر، حاجي زلگی عظیمی، هم ورسره مل وو.
 
په دغه مهمه ناسته کې دواړو خواوو د ګډو پانګونو، د تجارتي اړیکو پراختیا، افغان سوداګرو ته د ویزو په اجرا کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، او د صادراتو او وارداتو د وده لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي احمدیار د آذربایجان له همکاریو مننه وکړه او هیله‌یې وښوده چې د افغان سوداګرو لپاره دې لا ډېرې آسانتیاوې برابرې شي او د پانګونې لپاره دې متنوع فرصتونه رامنځته شي.
د AzPromo رئیس د افغانستان له لوري د شته وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د صادراتو د پراختیا، او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د آسانتیا په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.
دا لیدنه د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخوالي، او د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ١٢مه، ١٤٠٤
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلی توکل احمدیار، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې آذربایجان هېواد ته، د ایکو سازمان د سوداګریز فورم کې ګډون وکړ.
 
په دې سفر کې، د اتاق د مشرتابه غړی ښاغلي سلطان محمد صافي، د هېواد نومیالی تاجر حاجي زلګی عظیمی، او یو شمېر نور افغان پانګوال هم ورسره مل وو.
ښاغلي احمدیار د ایکو سازمان له غړو او د فورم له تنظیموونکو مننه وکړه او هېله یې وښوده چې دا ډول ناستې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي.
نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکي پُل په توګه یاد کړ او ویې ویل چې هېواد مو د خپل ژیو-استراتیژیک موقعیت له مخې کولای شي د ترانزیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.
هغه له ایکو غړو وغوښتل چې د ګډو پانګونو، ترانزیتی دهلېزونو جوړولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخوالي له لارې دې د دوامداره پرمختګ زمینه برابره کړي.
دا ناسته د آذربایجان د فزیولی ښار کې ترسره شوه چې پکې د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو، د پاکستان، ایران، ترکیې، آذربایجان، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ اتاقونو رئیسانو او اقتصادي ادارو استازو ګډون کړی و.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، چنګاښ ١١مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه غړو، ښاغلي: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، عصمت‌الله وردګ د پانګونې مرستیال، خانجان الکوزی د اتاق د مدیره هیئت غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او سیدپرویز سادات هوفیاني د اتاق د مدیره هیئت غړی، د ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوی مالی او اداري سرپرست مرستیال په شتون کې، له ښاغلي علیشیر عالموف، د ازبیکستان د UZVTORCETMET شرکت رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د افغانستان پر پانګونې یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي عالموف د خپل شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په افغانستان کې یې د فلزاتو د پروسس په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عالموف ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په افغانستان کې د پانګونې د موجودو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې په هېواد کې عمومي امنیت، د کوکنارو کر کیله بندېدل او په ادارو کې د فساد له منځه تلل، د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، اتاق د هغو پانګوالو هرکلی کوي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وکولای شي تولیدي فابریکې تاسیس کړي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي. همدارنګه، اتاق به د اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ لازمه همکاري وکړي.
ښاغلو عصمت‌الله وردګ، خانجان الکوزي، او سادات هوفیاني د تولیدي فابریکو، په ځانګړې توګه د اوسپنې د ذوب فابریکو، د سیخ ګول تولید، او د هېواد د خامو او بیا پروسس شوو موادو څخه د استفادې اړوند خبرې وکړې. دوی وویل، چې اوس مهال د افغانستان مهمه اړتیا پانګونه د کانونو، په ځانګړي ډول د حاجي‌ګک د اوسپنې کان او نورو کانونو، د استخراج او پروسس په برخه کې ده.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د چنګاښ ١٢ مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...