ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، د آذربایجان د صادراتو د پراختیا او پانګونې د زیاتوالي د ادارې له مرستیال ښاغلي تورال اجیلی سره آنلاین لیدنه او خبرې وکړې.
 
ښاغلي تورال د دې لیدنې موخه، په راتلونکې میاشت کې، افغانستان ته د آذربایجاني سوداګرو د یوه پلاوي د سفر د تنظیم څرنګوالی وباله، او څرګنده یې کړه چې یاد پلاوی به د کانونو، خوراکي توکو، ساختماني او انرژۍ سکتورونو سوداګر پکې شامل وي. نوموړي همداراز د پیسو د انتقال، ګمرکي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د پراختیا د لارو چارو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رول او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان او آذربایجاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په جوړولو کې به هر اړخیزه همکاری وکړي. نوموړي له ښاغلي تورال څخه وغوښتل چې د یاد پلاوي د غړو لېست د اړوندو سکتورونو سره یوځای، د رسمي کانالونو له لارې له اتاق سره شریک کړي، څو د دوی د سفر اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي پوپل د لاجورد دهلېز پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې مهم سوداګریز دهلېز د بیا فعالېدو په برخه کې د آذربایجان جمهوریت رول ارزښتناک وباله. نوموړي همداراز د افغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه پراخ معلومات ورکړل او د آذربایجاني سوداګرو د هڅولو غوښتنه یې وکړه، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د دې ادارې د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او پرمختګ په موخه، د هېواد د معارف وزارت په همکارۍ، یو شپږ میاشتنی سواد آموزي پروګرام جوړ کړی و، چې د ټاکلي مودې تر بشپړېدو وروسته، بریالي پای ته ورسېد.
 
د دې فراغت په محفل کې ښاغلیو: میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالسلام کوهی د اتاق حقوقي سلاکار، امانت خان د مالي مفتش مسؤل، مولوي محمد ابراهیم محمدی د معارف وزارت د لويانو د زده کړې امر او د اتاق د بېلابېلو څانګو یو شمېر مسؤلین ګډون درلود.
ښاغلي پوپل، د اتاق د خدماتي کارکوونکو او د نورو حکومتی ادارو لپاره د داسې یو ارزښتناک سواد آموزي پروګرام د جوړولو له امله، د معارف وزارت له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه. هغه د پوهنې رول د پوهاوي او سواد لوړولو، د اړیکو ښه کولو، او په دفترونو کې د کاري چارو د اسانتیا لپاره مهم وباله. نوموړي، په راتلونکي کې د ورته نورو پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق د ټولو خدماتي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخه کې به پوره همکاري کوي.
ښاغلي محمدی، د اتاق د اجرائیه پلاوي له مسؤلینو څخه د دوی د همکاریو له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې باید دا ډول سواد آموزي پروګرامونه په ټولو حکومتی او نیمه حکومتی ادارو کې هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې دا سواد آموزي پروګرام د اتاق د بشري منابع د دیپارتمنت له لوري د شپږو میاشتو لپاره د خدماتي کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، او فارغانو ته د معارف وزارت له لوري د درېیم ټولګي د فراغت سندونه هم ورکړل شول
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، ۱۷ سرطان ۱۴۰۴
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت معین ښاغلی مولوي صدراعظم، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی حضرت علي هده وال او د هېواد یو شمېر حکومتی چارواکو او مخکښو سوداګرو په حضور کې، د کرنې وزارت او د هلال ګروپ ترمنځ د همکارۍ د تفاهم‌لیک د لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړ. دغه تفاهم‌لیک د اصلاح شویو تخمونو د ښه توزیع لپاره ترتیب شوی و، تر څو بزګرانو ته لا غوره خدمتونه وړاندې شي.
 
ښاغلی مهمند له ښاغلی هده وال څخه د دوی د پانګونې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او د هېواد د کرنیز سکتور د میکانیزه کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي اصلاح شویو تخمونو ته ستندرد ورکول د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي او نړیوالو بازارونو کې د غوره ځای پیدا کولو لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه وکړه.
ښاغلی مهمند کرنه د افغانستان له مهمو اقتصادي سکتورونو څخه وبلله او له ټولو د کرنې د پوهنځیو استادانو یې وغوښتل چې د هغو تخمونو د کرلو او پراختیا په برخه کې زیاتې څېړنې وکړي چې لږ اوبو ته اړتیا لري، او همداراز د هېواد د اوبو د مهار لپاره علمي څېړنې ترسره کړي. هغه د افغانستان سوداګریزې اړیکې له ټولو هېوادونو سره د ښه کېدو په حال کې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور ټولو غړو ته به د اړوندو حکومتی ادارو په همغږۍ سره، د سوداګرۍ د لا اسانتیا لپاره، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیز ملاتړ کوي.
ښاغلی مولوي صدراعظم د کرنې د اهمیت او د هېواد په اقتصاد کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او د زراعتي حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، یې د اصلاح شویو تخمونو د وېش یادونه وکړه، چې باید د هېواد ټولو بزګرانو ته ورسول شي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د چنگاښ ۱۵ مه ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، سید جاوید برهان د مدیره هیات د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د مدیره هیات غړی او د افغان–پاک ګډ اتاق رئیس، ضیاءالدین اچکزی او سید پرویز سادات هوفیانی د مدیره هیات غړي، د ښاغلي میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي مالی او اداری سرپرست مرستیال او ښاغلي عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي سلاکار په حضور کې، له ښاغلي مجیب‌الرحمن ناصري، د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مرستیال او د یادې اتحادیې له یو شمېر غړو سره د اتاق د کنفرانسونو تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي پوپل، ښاغلي ناصري او د هغه ملګرو ته د هرکلي تر څنګ، د اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تېرو کلونو کې د خصوصي سکتور د ودې او د هېواد د تولیداتو د معرفي لپاره ګڼ شمېر سوداګریز کنفرانسونه او نندارتونونه جوړ کړي دي.
ښاغلي مهمند، د روغتیا سکتور له غړو څخه د دوی د شپه ‌او ورځ خدمتونو لپاره مننه وکړه او د دوی پانګونې یې د معیاري روغتیایي خدماتو د ارتقا، اقتصادي ودې او د کار زمینې د برابرولو له پلوه ارزښتناک وبللې. هغه د هېواد د ټولو روغتونونو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او د روغتیای اتحادی له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپل مشخص وړاندیزونه د معیاري روغتیایي خدماتو د ښه‌والي لپاره په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري.
ښاغلي مهمند، له ټولو اړوندو حکومتی ادارو غوښتنه وکړه چې د هېوادوالو د ښه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف، د روغتیا سکتور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د حکومت د مشرتابه مقام د هغو مهمو لارښوونو یادونه وکړه چې د خصوصی سکتور لپاره په حکومتی ادارو د اسانتیا رامنځته کولو لپاره صادرې شوي دي، او له ښاغلي ناصري یې وغوښتل چې د اتحادیې له غړو څخه پنځه تنه د خپلو ستونزو د شریکولو لپاره اتاق ته معرفي کړي، ترڅو موضوعات له اړوندو حکومتی ادارو سره تعقیب شي. نوموړي، د روغتیا سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له هر اړخیز ملاتړ څخه هم ډاډ ورکړ.
ښاغلي ناصري، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او د روغتیا سکتور مهمې ستونزې، په ځانګړي ډول د خصوصي روغتونونو پر مالیاتو د زیاتوالي مسله یاده کړه. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کې د اړوندو حکومتی ادارو په همغږې سره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي الکوزي، روغتیا سکتور د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې یو له مهمو او بنسټیزو سکتورونو څخه وباله او د دې سکتور د کیفیت لوړوالي د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ټینګار وکړ. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له‌خوا د روانو ستونزو په حل کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۷ مه ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو محمد يونس مهمند د اتاق لومړی مرستيال، سيد جاويد برهان د اتاق د مدیره‌ پلاوي د نړيوالو اړيکو رئيس، خانجان الکوزی د مدیره‌ پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئيس، سيد پروېز سادات هوفياني او احمد شکيـب احمديار د مدیره‌ پلاوي غړو د ښاغلي اميد حيدري د اتاق ارشد سلاکار په شتون کې، د غاليو اتحاديې د مدیره‌ غړي ښاغلي حاجي غلام قادر سخي زاده او مل پلاوي سره وکتل او د غاليو سکتور د ستونزو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي سخي زاده، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ته د نجيب زراب مارکيټ کې ښه راغلاست ووايه، د غاليو سکتور ستونزې يې له پلاوي سره شريکې کړې او له هغوی يې وغوښتل چې د اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ کې د سوداګريزو آسانتياوو برابرولو، د غاليو سکتور غړو د ملي او نړيوالو نندارتونونو لپاره معرفي کول، د غاليو نندارتونونو جوړول او د افغانستان د صادراتي غاليو لپاره د نړيوالو مارکيټونو د پيدا کولو لپاره لا زياتې هلې ځلې وکړي.
ښاغلي مهمند، غالی يې د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه وباله او دا يې د هېواد د ملي هويت يو مهم عنصر ياد کړ. نوموړي د هېواد د اقتصاد په وده او خلکو ته د کار د زمينو برابرولو کې د غاليو سکتور رول مهم وباله. هغه د جرمني په هغه نندارتون چې لنډ وخت وروسته به جوړ شي، ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له ټولو د غاليو صادروونکو يې وغوښتل چې په پراخ ډول پکې ګډون وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د نړيوالو مارکيټونو د پيدا کولو په موخه د اتاق له لوري د ترسره شويو کلونو هڅو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د توليدي محصولاتو د پوره ملاتړ اعلان يې وکړ. نوموړي له ټولو صادروونکو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړانديزونه د غاليو اتحاديې په همغږۍ کې اتاق ته په ليکلي بڼه وسپاري.
د اتاق لومړي مرستيال، يادونه وکړه چې د امام ابو حنيفه (رح) څلورم ملي او نړيوال نندارتون به ډېر ژر د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له لوري په کابل ښار کې جوړ شي او ژمنه يې وکړه چې د غاليو سکتور ته به پکې ځانګړی سالون ورکړل شي.
ښاغلي برهان، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ملاتړی او له حکومت سره د اړيکو پُل وبلله او د هېواد د توليدي محصولاتو د پوره ملاتړ څرګندونه يې وکړه.
ښاغلي الکوزي، د غاليو سکتور رول د کارموندنې په برخه کې مهم وباله او د غاليو د صنعت د روغتيايي پرمختګ او عصري ټکنالوژۍ د کارونې پر اړتيا ټينګار وکړ. هغه د هېواد اقتصادي وده د کورنيو توليداتو د زياتوالي او له ګاونډيو هېوادونو سره د بانکي ستونزو د حل کلي وباله.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د چنگاښ۱۴ مه ۱۴۰۴ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري پلاوي ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال او ښاغلی شیرین آغا سخی د هیات مدیره مالي رئیس د افغانستان د دوایي خدمتونو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د دوایي خدمتونو د اتحادیې غړو د اتاق د رهبري پلاوي هرکلی وکړ او خپلې مهمې ستونزې یې یادې کړې، چې پکې د هغو دوایي موادو د واردېدو مخنیوی شامل و چې په داخل کې تولیدېږي، د شرکتونو د ثبت په سیستم کې د اسانتیاوو نشتوالی، او د دوایي سکتور له استازو سره د جوړو شوو طرحو نه شریکول. هغوی د اتاق له مشرانو وغوښتل چې له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږۍ، د دغو ستونزو په حل کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلی مهمند د دوایي سکتور ونډه د روغتیایي حالت په ښه والي، د اقتصاد په پیاوړتیا او د ټولنیز هوساینې په لوړولو کې مهم وبلل او پر دې یې ټینګار وکړ چې هېواد ته باید د کیفیت لرونکې دوا وارد کړی. نوموړي د اتحادیې د غړو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی د ستونزو په حل کې هر اړخیز ملاتړ کوي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴ کال
 
 

مقالات دیگر...