د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیبالله عمر په حضور کې، د هند د آلمانس کمپنیو د ګروپ له رئیس، ښاغلي نوجید سېنګ ثبوت او مل پلاوي سره د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د فرصتونو، د تخنیکي تجربو د لېږد، د بنسټیزو پروژو په برخه کې د ګډې پانګونې، او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي ثبوت د آلمانس کمپنیو له لوري په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د کانونو ایستنې، نفتي او ساختماني چارو کې د پانګونې لپاره د چمتووالي یادونه وکړه او همدارنګه یې له افغان سوداګرو سره د تخنیکي تجربو د شریکولو خبره وکړه.
نوموړي د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې د فرصتونو او څرنګوالي په اړه خپل معلومات ورسره شریک کړي.
ښاغلي هاشمي د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د هندي کمپنیو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ، د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ پر ګډو پانګونو، د دوامدارو مشارکتونو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او له شته ظرفیتونو څخه يې په اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.
همدارنګه یې ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره لازمې همکارۍ او سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې خونې جوړول د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګریزو نظرونو د تبادلې، د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو په برخه کې مهم وبلل.
په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو پر دوام، د وړاندیزونو پر تخنیکي ارزونه او د مطرح شویو موضوعاتو پر عملي تعقیب ټینګار وکړ څو اغېزمنې او دوامدارې همکارۍ پیل شي.
دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۴۰۴

