د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جلغوزیو صادراتو د زیاتولو او چین هېواد ته د انتقال په موخه ګډه غونډه ترسره کړه، چې پکې ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، ښاغلي سید جاوید برهان د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، ښاغلي ضیاءالدین اچکزی د اتاق مشرتابه پلاوي غړی، محمد انور عارفي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، او میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال همدا راز، د کام ایر، آریانا او ترکیش هوايي شرکتونو استازو، د جلغوزیو صادرونکو او د مفید ګروپ استازي هم ګډون درلود.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د جلغوزیو صادرونکو او د هوايي شرکتونو استازو ته هرکلی ووایه، جلغوزي یې د هېواد له سترو صادراتي توکو څخه وبلل او د هوايي شرکتونو له استازو یې وغوښتل چې د جلغوزیو په خوندي انتقال کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، همدارنګه په دې غونډه کې د انارو صادراتو په زیاتوالي ټینګار وکړ، چې روسیې، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو سیمیزو هېوادونو ته به صادر شي. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د سوداګرو لپاره د تسهیلاتو په برخه کې د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خیرالدین مایل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور لپاره پل او ملاتړ کوونکی وباله او د هوايي شرکتونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د جلغوزیو په انتقال کې د تېر کال په پرتله زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي سید جاوید برهان، د جلغوزيو صادرات یې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم وبلل او سوداګرو ته یې د نورو سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ، چې د اتاق په هڅو او د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ به ترسره شي.
 
 
چهارشنبه، تلې ۴مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلي خانجان الکوزي، د بنګله دیش له مخکښ سوداګر، ښاغلي سیف الاسلام او د هغه ټیم سره په مرکزي دفتر کې وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي سیف الاسلام، د خپلو پانګونو په اړه په بیلابیلو سکتورونو کې په ځانګړي توګه د روغتیا په سکتور کې یادونه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د بهرنیو پانګه‌والو لپاره په افغانستان کې د پانګونې شرایطو په اړه معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، ښاغلي سیف الاسلام او د هغه ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د هغو بهرنیو پانګه‌والو لپاره چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، د حکومت له لوري د سوداګریزو اسانتیاوو او فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي، له هغوی وغوښتل چې له موجوده فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج، روغتیا، او همدا راز د افغانستان د ډبرو سکرو، وچو میوو او پنبې صادراتو کې پانګونه وکړي چې بنګله دیش او نورو اسیایي هېوادونو ته صادر شي.
 
 
دوشنبه، د تلې ۲مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او ښاغلي خانجان الکوزي، د مشرتابه پلاوي غړي، د حکومتي چارواکو او د هېواد سوداګرو او پانګوالو په شتون کې په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان د «مبایل مني اورم خدماتو» د پرانستې په مناسبت په کانټیننټال هوټل کې جوړه شوې وه.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان د مبایل مني اورم خدماتو شرکت له چارواکو څخه د دوی د پانګونې له امله مننه وکړه او له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه کې مهمه ونډه واخلي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان بانک له چارواکو څخه د دوی د اسانتیاوو برابرولو لپاره د بانکي معاملو په برخه کې مننه وکړه او د هېواد په مالي ثبات کې یې د سوداګرو رول خورا مهم وګاڼه. هغه، له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو ټولو ورځنیو معاملو کې له افغانیو څخه کار واخلي.
ښاغلي مهمند، ټینګار وکړ چې په ټول هېواد کې، په ځانګړې توګه په سوداګریزو سیمو او بندرونو کې د غوره او باکیفیته انټرنټي خدمتونو وړاندې کول اړین دي او له مخابراتي خدماتو چارواکو یې وغوښتل چې د انټرنټي سرعت په برخه کې جدي پام وکړي.
ښاغلي الکوزي، د هېواد د موجوده پانګونو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د هېواد سوداګر او پانګوال او بهرني پانګوال یې د هېواد په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونې ته وهڅول.
 
 
پنجشنبه، وږي ٢٩مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي محمد یونس مهمند لومړی مرستیال، سلطان محمد صافی، خانجان الکوزی او محمد داوود یوسفزی، د دولت او غړیتوب څانګو د مسوولینو په حضور کې د خامو موادو، فرش او قرطاسیې واردوونکو ټولنو له یو شمېر استازو سره د اتاق په تالار کې ولیدل او د ګمرکي ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
د ټولنو مسوولینو خپلې لویې ستونزې په ځانګړې ډول په وریجو، فرش او قرطاسیې د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له خوا د تعرفې د زیاتوالو یادونه وکړه، او همدا راز یې په غلام خان بندر کې د خپلو سوداګریزو توکو د بندیدو ستونزه هم یاده کړه. دوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د یادو ټولنو د ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د ټولنو مسوولینو ته یې هرکلی ووایه او د حکومت پالیسۍ یې اقتصاد محوره او د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوونکې وبلله. هغه، ډاډ ورکړ چې اتاق به د هغوی د ستونزو په حل کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د هېواد په بیا رغونه کې د سوداګرو رول مهم وګاڼه او له ټولو سوداګرو او واردونکو څخه یې وغوښتل چې لاسونه سره یو کړي او په بیلابیلو تولیدي سکتورونو کې په ګډه پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د ترانزیت او کورني صنعت مهم ملاتړی وګاڼه او ګډونوالو ته یې د حکومت له خوا په تولیدي سکتورونو کې د پانګونې لپاره د ځمکې د ورکړې اسانتیاوو یادونه وکړه.
ښاغلي الکوزي، له ټولو واردوونکو وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو سره سم باکیفیته توکي وارد کړي. نوموړي، له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق یې د اړوندو ادارو په همکارۍ په عملي ډول حل کړي.
 
 
 
یکشنبه، ۱۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د درېیم پړاو اته ويشتمه غونډه د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د نورو ښاغلیو مشرانو هر یو: محمد یونس مهمند، عصمت الله وردک، سلطان محمد صافي، خان محمد سرفراز باز، شیرین آغا سخي، انجینر سید جاوید برهان، خانجان الکوزي، محمد داود یوسفزی، محمد گردیزی، ذکریا بریالي، سید پرویز سادات هوفیانی، جان آقا صادقي، ضیاء الدین اچکزی، بهادر خیرخواه او احمد شکیب احمدیار په ګډون؛ او همدارنګه د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال محمد انور عارفي او د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست میر زمان پوپل په ګډون، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې چې د کابل په شهرنو کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
په پیل کې د اته ويشتمې ناستې اجنډا او د مشرتابه پلاوي د درېیم پړاو اووه ويشتمې غونډې مصوبات او د ناستې صورت جلسه د محترم ذکریا بریالي، د مشرتابه پلاوي غړي، لخوا غونډې ته وړاندې شول او امضا شول.
وروسته د اتاق د هیات عامل راپورونه د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي لخوا غونډې ته وړاندې شول، او همدارنګه د مالي او اداري چارو سرپرست میر زمان پوپل د مشرتابه پلاوي غړو ته په اړه د وړاندیزونو او راپورونو مفصل معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په وروستیو کې د سپین بولدک او د هرات ولایت د ګمرک په تجارتي مارکېټونو کې د وروستیو اورلګېدنو راپور او د دغو اورلګېدنو له امله شوي زیانونه د محترم ضیاءالدین اچکزي لخوا غونډې ته وړاندې شول او د اړوند دولتي مقاماتو سره شریک شول.
د امام ابوحنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د تدویر په اړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اړوند مسایلو، او نورو وړاندیز شویو موضوعاتو په اړه بحث وشو، او اړین فیصلې ترسره شوې.
 
 
چهارشنبه، ۲۸ وږی ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي صمیم هاشمي د عامل پلاوي د دولت سره د اړیکو د ډیپارټمنټ مسوول په حضور کې د افغانستان بانک له مرستیال سرپرست ښاغلی صدیق اله خالد سره وکتل او د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور لویې بانکي ستونزې د افغانستان بانک له مشرتابه سره مطرح کړې او له هغوی یې وغوښتل چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د بانکي ستونزو په حل او د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې جدي پام وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) په نوم د دریم ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې ډېر ژر به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په کابل ښار کې جوړ شي، د افغانستان بانک مشرتابه ته مفصل معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک مرستیالی سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او د هغه ټیم ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، یادونه وکړه چې د بانکونو لخوا سوداګرو ته د بانکي سپما او ګاونډیو هېوادونو ته د خصوصی بانکونو په واسطه د پیسو انتقال په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي. هغه، سوداګرو لپاره د بانکي پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ یې ټینګار وکړ.
 
 
شنبه، د وږي ۳۱مه ۱۴۰۳
 

مقالات دیگر...