د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د چارو ادارې عمومي رئیس، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئيس ښاغلي شیرین آغا سخي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست، سوداګرو او صادرونکو په حضور کې د صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه او د کال غوره صادرونکي ستایلو کنفرانس کې چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د صادراتو ملي ورځې په پار د حکومت مشرتابه، د خصوصي سکتور غړو، سوداګرو، پانګوالو او هېوادوالو ته مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د یادې لمانځغونډې جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.
نوموړي په تېرو ۳ کلونو کې په مختلفو سکتورونو کې د پرمختګونو یادونه وکړه او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې جلب برخه کې يې د اړندو ادارو د لازمې همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه.

دغه راز، ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي ودې او رغښت کې د صادراتو رول اړین وباله او د ټولو هغو صادرونکو چې د صادراتو پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې یې د افغاني محصولاتو د پیژندګلوۍ برخه کې زیار ویستلی ستاینه وکړه.
نوموړي د صادراتو ودې او نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو او پانګوالو لاسرسي برخه کې د خصوصي سکتور پلانونه او پروګرامونه تشریح کړل او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د تل په څیر د خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي مهمند د هېواد په مختلفو نقطو کې د معیاري سړو خونو پر جوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ، د کرنې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې په دی برخه کې د هېواد سوداګرو او پانګوالو سره لازمه همکاري وکړي.

 

پنجشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد داوود او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د روسیې د جایدادونو د ارزونې د ټولنې له مرستیال ښاغلي واسیل مزیتوف سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د یاد بنسټ پروګرامونه او فعالیتونه یې واورېدل.

ښاغلي مزیتوف د جایدادونو د ارزونې د ټولنې د تاریخ او پروګرامونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې بنسټ فعالیتونه په لاندې ډول دي: د ودانیو تحقیق او سروې، د کورونو او ښارګوټو نقشې جوړول او د ودانیو د کنټرول سیستم ډیجیټل کول.
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې په افغانستان کې د دې بنسټ د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند د ښاغلي مزیتوف او د دوی ټیم ته د ښه راغلاست په ویلو سره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یادې ټولنې د پروژو د پلي کولو لپاره د نمایندګۍ د جوړولواو همدارنګه د ودانۍ سکتور له غړو سره د خپلو تجربو د شریکولو لپاره هڅه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د یاد بنسټ مسؤلینو او افغان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې تسهیل کړي.

د اتاق لومړي مرستیال په نږدی راتلونکې کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري په کابل کې د یو نندارتون د جوړولو یادونه وکړه او له ښاغلي مزیتوف یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي او د خپل بنسټ د پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.

 

سه شنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئيس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د عامل پلاوي حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د عامل پلاوي مالي مفتش ښاغلي امانت خان ذمه وار او د اړوندو ډيپارټمنټونو مسؤلینو سره ناسته ترسره او د خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتو خدماتو وړاندې کولو په اړه یې خبرې او د نظر تبادله ترسره کړه.

ښاغلي سرفراز باز، د خصوصي سکتور غړو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو، د سوداګرو ستونزو حل او د اتاق د اساس نامې په رڼا کې د اتاق د عامل پلاوي د کار، ژمنتیا، رښتینولۍ او نورو اړونده کړنو ستاینه وکړه؛ او له مسئولینو یې وغوښتل چې په اتحاد او اتفاق خپلې سپارل شوې چارې پر مخ بوځي او خصوصي سکتور ته ښه خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي محمد انور عارفي، د سوداګرو لپاره د خدماتو وړاندې کولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د اتاق کاري برنامې په تفصیل سره تشریح کړې او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د اصولو پابندۍ او پلي کېدو ته خپل تعهد د دارالانشاء رئیس ته ډاډ ورکړ.

ښاغلي میرزمان پوپل، د عوایدو د لوړولو، نندارتونونو د تنظیمولو او له نړیوالو موسسو سره د کاري اړیکو د ښه کولو په برخه کې د مالي او اداري معاونیت اړوند کاري راپور وړاندې کړ او په دی برخه کې یې د اتاق د مشرتابه پلاوي د هر اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.

همدارنګه، حقوقي سلاکار، مالي مفتش او د اتاق د دیپارتمنټونو نورو آمرینو، د خپلو کاري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکتور ته د ښه خدماتو وړاندې کولو او د اساس نامې په رڼا کې یې د خپلو ورځنیو چارو د ترسره کولو څخه ډاډ ورکړ.

 

سه‌ شنبه، چنګاښ ۱۲مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ازبکستان ته د خپل کاري سفر کې په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، داوود یوسفزي، سید پرویز سادات هوفیاني او احمد شکیب احمدیار، د ننګرهار اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ګلمراد عرب او د هېواد مشهور سوداګر فیض احمد خوافي یې ملتیا کوله، په ازبکستان کې د افغانستان د سوداګریز نندارتون په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

ښاغلي مهمند د افغان سوداګرو او تولیدونکو څخه د دوی د ګډون په خاطر مننه وکړه او په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا باندې یې ټینګار وکړ او د افغانستان د خصوصي سکتور ملاتړ یې د هېواد د لویو پروژو په ځانګړې توګه د افغان ترانس پروژې په پلي کولو کې ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د افغانستان د خصوصي سکتور څخه د ازبکستان د دوستانه هېواد د همیشني ملاتړ او همکارۍ یادونه وکړه او د دې هېواد له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د بندرونو د لا زیاتو اسانتیاوو او سکینرونو د نصبولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال افغانستان د سویلي آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د ترانزیت یو مهم مسیر وباله او دا یې د سیاحت صنعت د ودې، د سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګونو د ایجاد په لور یو ښه فرصت وباله.

په دې نندارتون کې، ۲۵۰ تنه د هېواد صنعتکاران او سوداګرو ګډون کړی وو او خپل تولیدات لکه: غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، وچې میوې، غیر الکولي مشروبات، دیګ بخار او نور افغان محصولات یې درې ورځې نندارې ته وړاندې کړل.

 

دوشنبه، جنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، له محترم انجنیر ویس‌الله صدیقي، د رسالت ذهن موسسې رئیس او د دوی همکارانو سره ولیدل او د دوی د کاري طرحو او برنامو په اړه یې خبرې واورېدې.

ښاغلي صدیقي، د "ماهر کارګر ډیر امتیاز" په نامه د یادې موسسې طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د کارموندنې رامنځته کولو او د زده‌ کوونکو او د تعلیمي بنسټونو محصلینو مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، د رسالت ذهن موسسې یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې یې محصلین او ځوانان د تخنیکي او مسلکي درسونو په زده‌ کولو سره کولای شي چې د کورنیو فابریکو او صنعتونو په حرفوي کارونو کې برخه واخلي.

ښاغلي مهمند، د یادې طرحې اړوند خبرو او معلوماتو تر اورېدو وروسته، په دې برخه کې د ښکېلو ځوانانو د هڅو ستاینه او قدرداني وکړه او دا برنامه یې د افغانستان د خلکو لپاره په کورني صنعت سکتور کې د اړینو تخصصونو او مهارتونو د لوړولو په برخه کې یو بنسټیزه اړتیا وبلله.

نوموړي، د پورته ذکر شوې طرحې د پلي کېدو او د سکتوري ادارو د همکارۍ ټینګار تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

 

دوشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۴۰۳

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مالي او اداري معاونیت سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د نړیوالو اړیکو دیپارتمنت مسئول او یو شمېر د لومړنیو توکو واردوونکو په حضور کې د روسي شرکت "APK RASSVET" LLC استازي سره آنلاین ناسته ترسره او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې خبرې وکړې.
 
د روسي شرکت "APK RASSVET" LLC مسئول د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: یاد شرکت د جوارو، غنمو، اوړو، غوړیو او همدارنګه د ټولو بهرنیو هیوادونو سره د صادراتو او وارداتو په برخو کې فعالیت کوي چې تولیدات یې د نړیوالو معیارونو او کیفیت سره سمون خوري.
نوموړي له ښاغلي پوپل څخه وغوښتل چې افغان سوداګر دې وهڅوي چې د یاد شرکت محصولات وپېري.
محترم میرزمان، لومړني توکي د یو هیواد د خلکو عاجله اړتیا وبلله او په مناسبو نرخونو د باکیفیته خوراکي توکو په وارداتو یې ټینګار وکړ او د یاد شرکت له مسئول څخه یې وغوښتل چې د خپلو تولیدي توکو تفصیلي معلومات د قیمت او کیفیت په نظر کې نیولو سره په ایمیل کې اتاق ته ولېږي ترڅو اتاق یې له افغان سوداګرو سره شریک کړي.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د هیواد د صادراتي محصولاتو لپاره د نړیوالو بازارونو د موندلو په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
پنجشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...