د کوچنیو او منځنیو سوداګریو څخه د ملاتړ محدود المسؤلیت شرکت، دکوچنیو او منځنیو سوداګریو ملاتړ په موخه، د اسلامي پورونو خدماتو روزنیز پروګرام په اتاق کې جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي عارفي د یاد شرکت له مسؤلینو څخه د مننې په څرګندولو سره، ورته روزنیز پروګرامونه اړین وبلل او زیاته يې کړه چې د خصوصي سکتور وده او رغښت په حلالو سوداګریزو معاملو ترسره کولو او له سودي معاملو څخه په ډډه کولو پوری تړلی دی.
همدارنګه، ښاغلي عارفي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو چارو کې له سودي معاملو څخه ډډه وکړي او اسلامي احکام په ځان تطبیق کړي.
دغه راز، ښاغلي عارفي د خصوصي سکتور ودې په موخه، د اړینو او ګټورو پروګرامونو جوړولو خبرداری ورکړ.

د پروګرام په جریان کې، د یاد شرکت مسؤلینو له لوري معلوماتي پریزنټیشن وړاندی چې له مخې يې ګډون کوونکو ته د اسلامي پورونو د لاسته راوړنې او له سودي بیعو څخه د ډډې کولو لارې چارې وښودل شوې او ګډون کوونکو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.

 

پنجشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې د (ملي شفاء) درملیزو خدمتونو شرکت رئیس ښاغلي نثار احمد تره کي، د خصوصي سکتور غړو او حکومتي چارواکو په شتون کې، د (ملي شفاء) درملیزو خدمتونو شرکت لخوا د تولید شویو سیرمونو د لومړنۍ جوپې انتقال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، افتتاح کړه.

ښاغلي مهمند د افغانستان په تولیدي فابریکو کې د تولید شویو سیرمونو د صادراتو پیل د درملو په ځانګړي ډول د سیروم په تولید کې د ځان بسیاینې په برخه کې یو مهم ګام وباله او له اړوندو دولتي ارګانونو یې وغوښتل چې د ورته محصولاتو د وارداتو تعرفې لوړې کړي څو د کورنیو تولیداتو څخه لازم ملاتړ ترسره او د پام وړ وده وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال همدا راز د نورو دولتي ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې له هغو سوداګرو او پانګوالو سره چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو څخه خپلې فابریکې افغانستان ته انتقال کړي، د جوازونو د ورکړې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي افغان سوداګر او پانګوال وهڅول چې له شته فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د تولید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 

دوشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۴۰۳

د افغانستان لپاره د ایران جمهوري ریاست ځانګړي استازي او سفیر په ایران کې د افغان – ایران ګډ اتاق غرفو څخه د لیدنې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، په ایران کې د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي او د هرات ولایتي اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جمال الدین هاشمي سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګونو او شته ننګونو او ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغان – ایران ګډ اتاق پروګرامونه او فعالیتونه په تفصیل سره بیان کړل او د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې یې د ایران د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې د فرصتونو د تشریح په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره له دغو فرصتونو څخه د استفادې په برخه کې د ایران د سکتوری ادارو د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کاظمي قومي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د اهمیت په بیانولو سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې د افغانستان، ایران او چین ترمنځ یو نړیوال کنسرسیوم جوړ کړي چې د درې واړو هېوادونو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان – ایران ګډ اتاق څه د پاسه ۷۰ افغان سوداګر او پانګه وال د ایران ایکسپو په نړیوال نندارتون کې د غرفو د ترلاسه کولو او خپلو سوداګریز محصولاتو نندارې ته د کیښودو په موخه، معرفي کړي دي.

 

سه شنبه، غويي ۱۱مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په ترکیه کې د مېشتو افغان سوداګرو اتحاديې له رئیس ښاغلي عزت الله سادات سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره، او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونو جلب په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي سادات ته د ښه راغلاست پرمهال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه "د ټولیز امنیت شتون، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت مخنیوي په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ښو فرصتونو رامنځته کولو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا ته لار هواروي.
نوموړي له ښاغلي سادات څخه وغوښتل چې په ترکيه کې مېشت افغان سوداګر او ترکي سوداګر وهڅوي چې له افغان سوداګرو سره ګډ نندارتونونه، پانګونې او سوداګريزې غونډې جوړې کړي.

ښاغلي سادات د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هغه کړنې او لاسته راوړنې چې له څو کلونو راهیسې یې په هېواد کې ترسره کړي او تل یې د هېواد د خصوصي سکتور او سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې لټولي دي، وستایلې، او ډاډ یې ورکړ چې په ترکیه کې مېشت افغان سوداګر او ترکي سوداګر به د افغانانو سره ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړولو په موخه، وهڅوي.

 

یکشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي ښاغلي جان آقا صادقي، د ایران لپاره د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي، د افغان – ایران ګډې خونې رئيس ښاغلي سلیمان خیل، د هرات ولایتي اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي هاشمي، د مرکزي اتاق بشري سرچینو مسؤل ښاغلي نجیب الله فضلي، متشبثو ښځو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د افغان – ایران سوداګرو ترمنځ د سوداګریز پیوستون ناسته کې ګډون وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې، د ایران سوداګرۍ او صنعت اتاق رئیس ښاغلي خلیل قیام او د افغان – ایران سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي محمود سیادت هم ګډون درلود.

ښاغلي قیام د اتاق لومړي مرستیال او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د افغانستان له لوري د ایران په سوداګریزو توکو د تعرفې کمول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او ډاډ يې ورکړ چې ایراني پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي مهمند د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او د ایران سوداګرۍ اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو او کرنې میکانیزه کیدو برخه کې افغان پانګوالو سره ګډې پانګونې ته وهڅوي.

 

دوشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي: زکریا بریالی، خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیاني، ضیاالدین اڅکزی، احمد فواد دوست او احمد شکیب احمدیار، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال احمدشاه حکیمي، ملی سوداګرآرین عظیمي هم ګډون درلود، د یوناما دفتر د سیاسي څانګې له مشر ښاغلي سکات سمیت او مل پلاوي سره وکتل او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته ستونزو او د هغو د حل لارو په اړه یې نظرونه سره تبادله کړل.


د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د یوناما دفترهڅي وستایل او د افغانستان اقتصادي وضعیت په بیا رغونه، د سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو په ښه کولو او له هېوادونو سره د لازمې همغږۍ په رامنځته کولو کې یې د یاد دفتر رول مهم وګنل.


ښاغلي احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پلانونو او په تېره بیا په تېرو درېیو کلونو کې د لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ د یوناما دفتر له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د خصوصی سکتور اهمیت ته په لیدو د دي سکتور د شته ستونزو د حل په برخه کې له اتاق سره همکارۍ وکړي.


ښاغلي خانجان الکوزي، د خصوصي سکټور د غړو پر وړاندې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له خوا د ویزو د نه ورکړې او له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو په ګډون د لویو ستونزو یادونه وکړه او د یوناما د سیاسي دفتر له رئیس څخه یې وغوښتل چې د یاد ستونزو د حل په برخه کې د نړیوالو هېوادونو په همکارۍ د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي الکوزي، افغانستان د سیمه ییز ترانزیت له پلوه یو له مهمو هېوادونو څخه وباله او د یاد دفتر په همکارۍ یې د ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال د پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.


ښاغلي سکات سمیت، د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ له هڅو څخه چې د افغانستان د عمومي اقتصادي وضعیت مدیریت یې په ځانګړې توګه په تیرو درېیو کلونو کې یې ترسره کړي، مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یاد غړو ستونزه به په نړیواله کچه مطرح او د یوې معقولې حل لارې د موندلو لارې چارې به لټوي.

ښاغلي سمیت، د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به د افغانستان د خصوصي سکتور شته ستونزو په ګوته کول او ورته د حل لارې چارې موندل وي.

 

سه شنبه، ۱۱ غویې ۱۴۰۳

مقالات دیگر...