د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د تازه میوو او سبزیجاتو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو د یکشنبه په ماښام د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د دغې اتحاديې سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د تازه میوو او سبزیجاتو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو ښاغلي عزیزي سره د پاکستان سره په سوداګرۍ کې شته ستونزو او تعرفوي ستونزو او د خپلو مشخصو وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ، د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عزیزي د اتاق د مشرتابه پلاوي او د یادې اتحاديې ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا او تعرفوي ستونزو حل په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د شهزاده سرای او د صرافانو اتحادیې مسؤلینو د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي مولوي محمد ادریس او د افغانستان بانک عملیاتي آمر ښاغلي عبدالجبار سره د لیدنې په ترڅ کې، د مالي نظام پیاوړتیا، افغانیو ثبات او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور او د افغانستان بانک ترمنځ په ګډو همکاریو د ټینګار کولو ترڅنګ، د افغانیو په وړاندی د بهرنیو اسعارو بیو لوړیدل او د سوداګریزو توکو پیر په موخه، د افغان سوداګرو بهر ته د پیسو لیږد په برخه کې شته ستونزې د خصوصي سکتور اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې.
 
ښاغلي خان جان الکوزي په ناڅاپي ډول د افغانیو په مقابل کې، د بهرنیو اسعارو بیو پورته کیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده او بهر ته د پیسو عدم لیږد يې د هېواد په سوداګرۍ کې تر ټولو ستر خنډ وباله او په دی برخه کې، يې د افغانستان بانک د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
سوداګرو او صرافانو هم د افغانۍ ارزښت کمیدو او په بانکونو کې خپلو پیسو ته عدم لاسرسي په هکله خپله اندیښنه څرګنده او د خصوصي سکتور، صرافانو او د افغانستان بانک ترمنځ په ګډو همکاریو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي مولوي محمد ادریس د ستونزو اوریدو وروسته، وویل "د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
 
ښاغلي محمد ادریس یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، د خصوصي سکتور څخه د یوې مناسبې طرحې وړاندی کولو غوښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې یاده طرحه به د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه او د شته ستونزو په له منځه وړلو کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د کورني صنعت غښتلتیا په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ماليې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سره په ناستو کې، په مکرر ډول وړاندیز کړی وه، چې د هېواد سیخ ګول تولید په صادراتو تعرفه یا صفر او یا لږ تر لږه کمه شي.

له نیکه مرغه، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دغه وړاندیز ته د هو ځواب ویلو ترڅنګ، د هېواد سیخ ګول تولیداتو د صادراتو تعرفه صفر سلنی ته را ټیټه کړه .
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د ماليې وزارت او د ګمرکونو او صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه کړنه ستایې او د هېواد سوداګرۍ او صنعت پراخیتا کې ورته د یو نیک ګام په سترګه ګوري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د تازه میوو اتحادیو له رئیسانو، د میدان وردګو باغ لرونکو اتحاديې او د مڼو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د میدان وردګو باغ لرونکو اتحادیې غړیو او د مڼو سوداګرو وویل "په هېواد کې دننه د هېوادوالو د اړتیا وړ او د صادراتو لپاره هم مڼې شتون لري، نو په اوسني وضعیت کې، د بهر څخه د مڼو واردول، د هېواد دننه مڼو تولید ته زیان رسوي. په وارداتي مڼو دی لوړې تعرفې وضع کړی شي، ترڅو د ډیرو مڼو واردلو مخه ونیسي."
 
د لویدیځ حوزې واردوونکو سوداګرو وویل "موږ سره له دی، چې د هېواد د باغ لرونکو ملاتړ کوو، باید ووایو چې په تیر نظام کې، د امنیتي ستونزو او د خلکو اړتیا په نظر کې نیولو سره، موږ د ایران سره د مڼو واردولو تړنونه کړي دي، تر څو د خلکو اړتیا پوره او دوی زیانمن نه شي."
 
ښاغلي مهمند د ستونزو اوریدو وروسته وویل "موږ د کورنیو تولیداتو لوړتیا او د ملي ګټو پلوي کوو او هم د مڼو واردوونکو سوداګرو څخه غواړو، چې د ملي ګټو او کورنیو تولیداتو پراختیا او لوړتیا په نظر کې نیولو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي."
 
په پای کې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د روان کال مرغومي تر پایه پوری باغ لرونکو او صادروونکو ته چانس ورکړل شي، ترڅو د هېواد تولید شوې مڼې مصرف کړي او تر هغه وروسته د مڼو واردوونکو سوداګرو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو بهرنۍ مڼې واردې کړي.

 

په آقینه بندر کې، د چهارشنبه په ورځ یوه لویه اورلګیدنه رامنځته شوه خو له نیکه مرغه د اسلامي امارت سیمه ایزو کارکوونکو او د احمدیار ګروپ اور وژنې ټیم وتوانید چې اور مهار کړي.
د احمدیار ګروپ دغه پروخت کړنه د یوې لويې اورلګیدنې، سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو زیان او په هېواد کې د نفتي موادو د کمښت مخنیوی سبب شوه.
 
د سیمې خلکو او سوداګرو د اسلامي امارت سیمه ایزو کارکوونکو او د احمدیار ګروپ اور وژنې ټیم دغه پروخت کړنې ستایلو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د هېواد نور بندرونه هم په ورته ډول عصري او مجهزاتو امکاناتو او د اور وژنې په ډلګیو سمبال شي، ترڅو لکه د پخوا په څیر د هېواد په بندرونو او ګمرکونو کې، د اور لګیدنې ګواهان ونه اوسو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نصرالله زهیر، د کندهار ګمرک رئیس ښاغلي جارالله آغا، د کندهار ټرانسپورټ رئیس ښاغلي ملا عبدالجبار حکمت، صنعتکارانو او د کندهار ولایت د اقصادي شورا یو شمیر غړیو د کندهار والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت سوداګریزو او اقتصادي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د غونډي په پيل کي کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا لومړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس، د ګمرک او ترانسپورټ رئیسانو او د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د سوداګرو او صنعت‌کارانو څخه مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره یې همدلته هیواد کي دننه خپلي سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړی او له دوی څخه یې وغوښتل، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او صنعتکاران وهڅوي، چي په خبره یې همدلته په ډاډه زړه د هیواد او خلګو د پرمختګ لپاره سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړي.
 
کندهار والي وویل، د نظام په روانوالي، د ټولني په پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو برخه کي د ښې حکومتولۍ ترسره کولو ترڅنګ د سوداګرو سوداګري خورا مهم رول لري، چي په خبره یې کندهار کي یې د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو او د اقتصادي چارو د پیاوړتیا په موخه دا شورا جوړه کړه، چي د سوداګرۍ په برخه کي ټولو ستونزو ته ولایتي اداره ژر تر ژره رسېده‌ګي وکړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د اقتصادي چارو په موخه مشورتي شورا ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
 
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند خوښي وښودله، چي د اقتصاد د پياوړتیا او په دې برخه کي د پرتو ستونزو لیري کېدو په موخه د ټول هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره دا مشورتي شورا د کندهار والي له لوري جوړیږي او په خپلو خبرو کي یې وویل، د سوداګرۍ په برخه کي د ټولو ستونزو لیري کېدو کي باید دولت د شخصي سکتور پیاوړتیا ته ځانګړی پام ولري.
 
ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند زیاته کړه "ټول سوداګر له خپل هیواد سره ځانګړې مینه لري او هڅه یې داده، ترڅو د ا،ا،امارت سره څنګ په څنګ ودریږي او ټولني ته پرمختګ ورکړي."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې د کندهار ولایت سیمه ایزو چارواکو څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور ستونزو حل په برخه کې، له دوی سره مرسته وکړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې پرټولو سوداګرو غږ وکړ، چي د هیوادوالو ترڅنګ ودریږي او د شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.
 
همدار راز اقتصادي چارو کي د مشورتي شورا ټولو غړیو په نوبت سره د سوداګرۍ، صنعت او ګڼو نورو برخو کي د پرتو ستونزو په اړه خبري وکړې، او د سوداګرۍ او صنعت پراختیا په برخه کې، يې خپل وړاندیزونه د ولایت محترم مقام ته وړاندی کړل.

مقالات دیگر...