د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، یو شمیر حکومتي مسؤلینو او د خصوصي سکتور غړیو د افغانستان د لسو غوره برانڈونو په لومړي فستیوال کې چې د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د افغانستان د بازار د څار له شرکت په مټ په لاره اچول شوی وه، ګډون او ویناوې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د دغه پروګرام له تنظیموونکو په ځانګړې توګه د افغانستان د بازار د څار له شرکت څخه مننه وکړه او دغه پروګرام یې د لوړپوړو تولیدي شرکتونو د هڅونې لپاره یو ګام وباله. هغه زیاته کړه، د هېواد خصوصي سکتور په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ او همکارۍ وتوانېد چې د هېواد اقتصادي وضعیت له کړکېچن حالت څخه وژغوري.
 
ښاغلي مهمند د زیربنایي پروژو په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت له پاملرنې څخه په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې د قوش تپې د اوبو لګولو د کانال د پرانستلو هرکلی وکړ او دا یې د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې او د کارموندنې په برخه کې یو مهم ګام وباله.
 
د اتاق لومړي مرستیال د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان له خصوصي سکټور څخه نور هم ملاتړ وکړي. نوموړي د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت پر ټولو سوداګرو او د خصوصي سکتور پر غړو غږ وکړ، چې د بې وزلو لاسنيوى وکړي او د کار زمينه ورته برابره کړي.
 
ښاغلي خانجان الکوزي هم د افغانستان د بازار د څار شرکت له اقدام څخه چې په هېواد کې یې د لسو غوره کورنیو تولیدونکو په اړه چې زعفران، غالۍ، پلاستیک، لرګي، الکترونیکي توکي په کې شامل دي، د څېړنو هرکلي ترڅنګ، زیاته کړه "دا کولی شي د هیواد خصوصي سکتور وهڅوي."
 
ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال له هغه نندارتون څخه چې د پروګرام په څنډه کې جوړ شوی و، د لسو غوره برانډونو په ګټونکو د جایزې له ویشلو وروسته لیدنه وکړه.

د افغانستان د خصوصي روغتونونو اتحاديې عمومي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د خصوصي روغتونونو د رئیسانو او استازیو په ګډون ترسره شوه.
 
ناسته د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئیس ښاغلي ډاکټر فردین غرمان په وینا پیل او ورپسی د خصوصي روغتونونو استازیو په خصوصي روغتونونو کې د شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو او ځانګړو وړاندیزونو ترڅنګ، د اتاق د روغتیا کمېټې له رئیس وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه د روغتیا سکتور اړوند چارواکو سره دوی ته د ناستو ترسره کولو زمینه برابره کړي او دوی وکولی شي چې خپلو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا او له منځه يي ویسي.
 
ښاغلي شینوزاده د خصوصي روغتونونو ستونزو تائیدلو ترڅنګ، د دوی د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د روغتیا سکتور اړوندو چارواکو سره د ناستو په تنظیمولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له بشپړې همکارۍ خبر ورکړ.
 
په افغانستان کې ۵۵۷ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي چې په تیر حکومت کې د ډیر شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان وو. یاد خصوصي روغتونونه تمه لري، چې د افغانستان اسلامي امارت به د دوی شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو ترڅنګ، په روغتیا سکتور کې د پانګه اچونې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د یومتیس ګروپ عمومي رئیس ښاغلي اسمعیل هالدین سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یاد شرکت پانګه اچونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي هالدین ښاغلي مهمند ته په مختلفو هېوادونو کې د یومتیس ګروپ فعالیتونو په ځانګړی توګه ودانیز سکتور برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي هالدین په هرات ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې د کار پیل خبر ورکولو ترڅنګ، د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښار ګوټو او کورونو ودانولو په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يي په دی برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي اسماعیل هالدین ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د یاد شرکت د فعالیتونو هر کلی وکړ او ښاغلي هالدین ته يي هېواد کې د پانګه اچونو شتو فرصتونو په اړه مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د یومتیس شرکت سره د ګډو پانګه اچونو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د خدماتو مرستیال ښالي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، یو شمیر سوداګرو، د خصوصي سکتور، مدنې ټولنې او غیر دولتي ادارو غړیو په کابل سټار هوټل کې د UNDP لخوا د "افغانستان راتلونکي" تر عنوان لاندی په جوړه شوې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل.
 
دا ناسته په دریو اصلي موخو چې عبارت دي له (۱- د پراختیا لارې: د بیلابیلو حلونو په کارولو سره د افغانستان د پرمختګ په اړه بحث کول او د موجوده خطرونو او فرصتونو ارزونه او پدې پروسه کې د بهرنیو لوبغاړو رول؛۲- ټولنیز تړونونه: په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د دولت او خلکو ترمنځ د باور د زیاتولو لپاره څه کولای شو؟ نړیواله ټولنه د کورنیو هڅو په اړه څه کولی شي؟۳- د ځوانانو د رهبرۍ پراختیا: په ولایتونو کې د جنسیتي نابرابرۍ د له منځه وړلو څرنګوالی او په افغانستان کې د ځوانانو د رهبرۍ په وده کې څه ډول رول لوبولی شي؟) جوړه شوې وه.
 
ښاغلي مومند د UNDP له خوا د سترو اقتصادي پروژو د پیل هرکلی وکړ او د دغو پروژو په تطبیق کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته يي کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هېواد کې د خصوصي سکټور د ټولنې رښتینی استازی دی او د مهمو اقتصادي پروژو په تطبیق کې مهم او بنسټیز رول لوبولی شي.
 
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان له بانکي سيسټم څخه ملاتړ، د عام المنفعه پروژو لکه د سړک جوړولو، د برېښنا د توليد او نورو بنسټيزو پروژو بيا پيلول مهم او بنسټيز وبلل او د دغو پروژو د عملي کیدو برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د خصوصي سکټور همکاري مهمه وبلله.
 
ښاغلي خانجان الکوزي په تېرو وختونو کې د اقتصادي پروژو په تطبیق کې د هېواد د خصوصي سکټور رول ته په اشارې سره وویل "خصوصي سکتور د اقتصادي پروژو په تطبیق کې ښې تجربې لري او له ښو تجربو څخه باید په راتلونکو پروژو کې کار واخیستل شي.
 
نوموړي زیاته کړه "که د افغانستان له شته ظرفیتونو څخه د ترانزیت او سیمه ییز ټرانسپورټ، کرنې، صنعت، کانونو استخراج او نورو برخو کې کار واخیستل شي، اقتصادي وده ترلاسه کېدای شي."
په دی ناسته کې، د UNDP رسمي استازي ښاغلي عبدالله الدارداري، دUNDP ستر مدیر ښاغلي اچیم ستینر، د حرکت مؤسسې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي او ځینو نورو ګډون کوونکو ویناوې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د اتاق د ټرانسپورټ او ټرانزیټ تخصصي کمېټې مرستیال او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس ښاغلي لطف الله امیني د وري په ۶مه او ۷مه نېټه، د ترمز په ښار کې د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ په جوړه شوې دری اړخیزې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته کې د خصوصي سکتور په استازولۍ ګډون وکړ.
 
په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سوداګرۍ پراختیا او د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو حل په موخه جوړه شوې وه، مختلفو لوریو ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې مطرح او افغاني پلاوي د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه ځانګړي وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې، چې ازبیکستان او پاکستان هم په دی برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل د غالیو اتحاديي رئیس ښاغلي نور احمد نوري، د یادې اتحاديي مرستیال ښاغلي قربان علي جمشیدزاده، ښاغلي فرید کریم زاده او د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي ځینو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د غالیو سکتور شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی ناسته کې، د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره پاکستان ته د غالیو د ټرانزیټ، صادرولو او انتقال برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښود برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وورسته ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يي خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

مقالات دیگر...