د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې څوارلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي آذرخش حافظي، خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد ګردیزي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، سید پرویز سادات هوفیاني، فواد دوست، جان آقا صادقي، احمد شکیب احمدیار، بهادر خیرخواه او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د مشرتابه پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود.
 
د ناستې اجنډا د ښاغلي ذکریا بریالي لخوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د غونډې ګډونوالو ته د عامل پلاوي کاري رپورټ وړاندی کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې بیرته د هېواد د اقتصادي رغښت په موخه خپلو سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي احمدیار د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره او لازمې آسانتیاوې ورته په واک کې ورکړي.
د مدیره پلاوي غړیو، د ۱۴۰۱ لمریز کال د تشکیل او بودیجې تصویب، د غړیتوب آمریت د سلاح ګرځولو د پروسیجر تصویب، د اجرائیه کمېټې د اوولسمې ناستې د پریکړو تصویب، او د مدیره او عامل پلاوو د وړاندیزونو په اړه خپل نظرونه څرګند او په اړه يي لازمې پریکړې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي موید یوسف، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د وزيراعظم ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ښاغلي منصور نعیم سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د حل غوښتنه يي وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې شتو ستونزو په ځانګړې توګه د وارداتو بریښنايي فورم او یو شمیر نورو ټرانزیټي ستونزو په اړه د خبرو کولو وروسته، د یادو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
په یاده ناسته کې، دواړو لوریو د لاندی خنډونو په له منځه وړلو هوکړه وکړه.
 
• د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان د مرکزي بانک د وارداتو د بريښنايى فورمى يا EIF شرط له منځه وړل.
• د بانکونو د بيا فعاليدلو پورى به په بارتر توګه سوداګري ترسره کيږي.
• د افغانستان په اتلس قلمه صادراتي توکو باندى د پاکستان لخوا د محصول معاف کيدل.
• دوه اړخيزې ګډې پانګونې ته بايد سوداګر وهڅول شي او ددى لپاره بايد دواړه هيوادونه خپلې پاليسي ګانې واضحه او اسانه کړي.
• د کرهڼې سکتور غښتلتیا په موخه په تخنیکي او تکنالوجیکي همکاریو ټینګار وشو.
• په کراچى بندر کې بايد افغان مالونو ته هر اړخيزې اسانتياوې برابرې کړل شي.
• په بندرونو کى تخنيکي ستونزې بايد له نږدي وڅارل شي او بايد د تل لپاره له منځه یووړل شي.
• د دواړو لوریو سوداګریزو توکو لیږد په موخه دی ژر تر ژر پو اغیزمن میکانیزم کار ترسره شي.
 
د پورته یادو موضوعګانو سربیره، په نورو ستونزو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو يي د له منځه وړلو ژمنې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤل ښاغلي ښاغلي محمد رضا محمدي او ورسره پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې، د تیر سیستم مروج کولو، د نړیوالو سرچینو او امکاناتو او د SIYB کړنلارې څخه په ګټې اخیستنې سره د متشبثینو ملاتړ کولو او د خصوصي سکتور ټولو هغو اړخونو په اړه چې د ملګرو ملتونو ملاتړ او لاسنیوي ته اړتیا لري، خبرې وکړې.
 
ښاغلي برهان ښاغلي محمدي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور لاره کې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه او په پورته یادو برخو کې يي د ملګرو ملتونو ملاتړ او همکاري اړینه وبلله.
 
ښاغلي برهان د مرکز او ولایاتو په کچه، د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې برخه کې د اتاق د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
ښاغلي عطايي په یاده برخه کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پراختیا مسؤلینو سره د ترسره کړیو ناستو یادونه وکړه او د یادو پروګرامونو تطبیق په برخه کې يي د اتاق د بشپړې تیارۍ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې او د کوچنیو او منځنیو متشبثینو ملاتړ پروګرامونه د ملګرو ملتونو یو نیک ګام وباله او په هېواد کې د زرګونو نیمګړو پروژو بشپړولو په برخه کې يي د ملګرو ملتونو رول اړین وګاڼه.
 
ښاغلي الکوزي د افغانانو کنګل شوې پیسې او د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو عدم انتقال دوه نورې ستونزې ونومولې او له ملګرو ملتونو يي وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ او ضیاءالدین اچکزي، د کابل ولایتي اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي انجنیر جلیل حریف د افغانستان اسلامي امارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي حمد الله نعماني سره د لیدنې په ترڅ کې، هغه ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په ودانیز سکتور کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي نعماني ته د نوی دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "خصوصي سکتور د ښاري پراختیا او ودانیو جوړولو په برخه کې اړین رول لوبوي او دا چې د ودانیز سکتور پانګه والو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو، اړینه ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت تر منځ یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته کړو."
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تیرو نوي کلونو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، او د ودانیز سکتور سوداګرو او پانګه اچونکو ستونزو حل په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ترمنځ ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
 
ښاغلي نعماني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې ښه امنیت د اقتصادي رغښت او پانګه اچونو جلب لپاره یو ښه فرصت وباله او د خصوصي سکتور او پانګه اچونکو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو او ښاري پراختیا په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد وزارت له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د پنجشیر ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي نجابت حیدري، یو شمیر سوداګرو او پانګه والو د افغانستان بانک له سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو او پانګه والو شتو بانکي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګریزو، تولیدي او قراردادي شرکتونو خوندیتوب او زمانتونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان بانک څخه يي وغوښتل چې د یادو شرکتونو پیسې چې د هېواد په مختلفو بانکونو کې بندې پاتې دي، اجرا کړي ترڅو دوی خپل پورونه ادا او په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د هېواد سوداګرۍ پراختیا په برخه کې، د هېواد د سوداګرو او پانګه والو د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه يي وکړه چې ژر تر ژره به د یادو شرکتونو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه کوتلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سفارت سرپرست ښاغلي محیي الدین سادات سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په چین کې د افغانستان سفیر او د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په نړۍ کې د چین د اقتصادي موقعیت او د هوا او ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې د لیږد کم لګښت ته په کتو سره باید د افغانستان – چین د اورګاډي پټلۍ د لا اسانتیا لپاره هڅې وشي تر څو تجارت په عمده توګه د ځمکې له لارې ترسره شي.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د چین له سفارت سره د سوداګرو د اوسنیو ستونزو په اړه د څو ناستو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د ویزو موضوع ته اشاره وکړه او د نوي افغان سفیر د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او په دې برخه کې د چین د مثبت رول په اړه په چین کې د افغانستان د سفارت هڅې وستایلې او د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په څانګړې توګه د کانونو او طبیعي سرچینو په برخه کې یې د چین پانګونه اړینه وبلله.
 
ښاغلي حاجي عبیدالله د هغو ستونزو یادونه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه رامنځته کړي وه، په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د ویزو د عدم ورکړې ستونزه او په چین کې د افغان سفارت له سرپرست څخه يي وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې پیداکړي.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د سوداګرو د ستونزو د تائید په ترڅ کې له هغو سوداګرو اتحادیو څخه چې له چین سره سوداګریزې اړیکې لري وغوښتل چې خپلې شته ستونزې په منظم ډول ترتیب او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يي شریکې څو اتاق يي په چین کې د افغان سفارت له سرپرست سره په همغږۍ د حل لارې چارې ورته ولټوي.
 
په چین کې د افغان سفارت سرپرست ښاغلي سادات د اتاق د مدیره پلاوي د خبرو او د افغان سوداګرو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل، چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې د دغه اتاق د مدیره پلاوي له لارې معلومات ترلاسه کړي دي. او ژمنه يي وکړه چې یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلی سادات زیاته کړه 'موږ هڅه کوو څو له اړوندو وزارتونو, ادارو او په افغانستان کی د چین سفارت سره په همکاری او همغږی کی د سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ګړندی ګامونه پورته کړو.

مقالات دیگر...