د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او ضیارءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د جلغوزیو اتحادیې رئیس دلدار ځدران او د نوموړی اتحاديې له نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزیو نورو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ، چین ته د هوا له لارې د جلغوزیو د انتقال ظرفیت ټیټوالی، د ازبکستان له لارې د صادراتو زیات وخت نیونه، او د انګور اده او غلام خان بندرونو له لارې د جلغوزیو قاچاق د خپلو اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې او په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق سره د مخالفت ښودلو ترڅنګ، د جلغوزیو قانوني صادراتو په ځانګړې توګه چین ته يې د صادراتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو ژمنه وکړه، چې د جلغوزیو په صادراتو کې شته ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، به د ماليې وزارت، کام ایر هوایې شرکت، چین سفارت او اړونده ادارو سره ناستې ترسره کړي ترڅو د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اوسپنې ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د ماليې سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په یاده ناسته کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي وړاندیز وکړ، چې هغه مقدار کارول شوې پرزې چې له بهر څخه واردې شوي او ګمرکي طی مراحل يې هم پاس کړی دی باید ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادریدو اجازه ورکړل شي. او نورې زړې اوسپنې په هېواد کې دننه د فابریکو لرونکو لخوا د پیرل کیدو وروسته په مصرف ورسیږي.
 
په دی ناسته کې، پریکړه وشوه چې یاده موضوع د ماليې وزارت لخوا د اسلامي امارت وزیراتو عالي شورا ته وړاندی کړی شي، ترڅو هغوی يې په اړه لازمې پریکړې وکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خپلو وړاندیزونو په ترڅ کې، دا هم وویل چې د ټولو هغو سوداګریزو توکو لپاره چې په هېواد کې دننه نه تولیدیږي، خو د هېواد په بازارونو کې ورته ډیره شدیده اړتیا لیدل کیږي، ټیټه تعرفه ورته وضع کړی شي. او همدارنګه هغه میوې یا سبزیګانې چې د هېواد څخه دباندی صادریږي یا را واردیږي، د ګاونډویو هېوادونو په څیر ورته متوازنه تعرفه وضع کړی شي.
 
پورته وړاندیز هم د مالیې وزرات لخوا تائید کړی شو او پریکړه وشوه چې ډیر ژر دی د تعرفو کمېټه جوړه او په کار دی پیل وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د څارنې پلاوي غړي ښاغلي محمد ناصر صمیم او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د کورنیو تولیداتو په برخه کې شتو ستونزو، د خامو موادو د کمښت او خپلو تولیداتو ته د بازار د نشتوالي په اړه خبرې وکړې. دوی د سپین بولدک په بندر کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره ټنو پورې د زړو اوسپنو شتون تاییدوي او په مناسب قیمت يې د پیرلو خبره کوي.
 
د زړو اوسپنو سوداګرو وویل چې دوی په زرګونه ټنه زړې اوسپنې پیرلي او په ډیره پراخه پیمانه يې استعمال شوې پرزې د ګمرکي محصول وروسته، واردې کړي دي، او د هېواد څخه بهر ته د صادرولو لپاره تیاري دي، خو د افغانستان اسلامي امارت اړونده مسؤلین اجازه نه ورکوي، چې یادې زړې اوسپنې د هېواد څخه دباندی صادرې کړي، دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې په یاده برخه کې، د شتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، له دوی سره خپله همکاري ونه سپموي.
 
دوی وړاندیز وکړ چې د هیواد اوسپنې ویلی کولو فابریکو لخوا د اړتیا وړ اوسپنې اندازه په مناسبه بیه وپیرل شي او د دولت لخوا د نورو زړو اوسپنو د صادرولو اجازه ورکړل شي.
ښاغلي مهمند او د مشرتابه نورو درنو غړیو د یادو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه، او د زړو اوسپنو لپاره د مناسبې بیې، د فابریکو لپاره د اړتیا وړ مواد، او د نورو زړو اوسپنو او کارول شوو پروز له تفکیک وروسته به اتاق هم خپل وروستي وړاندیزونه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د اسلامي امارت نورو اړونده ادارو سره شریک کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغالي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او محمد داود یوسفزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د افغان کیور شرکت رئیس ښاغلي حاجي جمعه خان او یو شمیر سوداګرو د شنبه په ورځ د اسلامي امارت رئیس الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړیو او سوداګرو د دوی د سر او مال ساتنې په برخه کې، د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او د ریاست الوزرا لومړي مرستیال سره يې یو شمیر ستونزې شریکې کړې.
 
سوداګرو او پانګوالو په مختلفو سکتورونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، د خپلو پانګه اچونو یادونه وکړه او په دی برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د ستونزو اوریدو وروسته، سوداګرو او پانګوالو ته د هغوی د سر، مال او پانګې د امنیت ډاډ ورکولو ترڅنګ، په هېواد د بهرنیو پانګه اچونو راجلبولو په برخه کې، د هڅو او ملاتړ خبر ورکړ.
 
ددې ناستې په ترڅ کې، د ماليې سرپرست وزیر او د افغانستان بانک سرپرست وزیر د خپلو کاري موضوعګانو او سوداګرو او پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

په یادو مراسمو کې، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د خیرخواه مارکیټ سوداګرو او یو شمیر حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو ګډون درلود.
یاد سوداګریز مارکیټ دری کاله دمخه، د اور لګیدنې په پایله کې، له منځه تللی و، او اوسمهال د خیرخواه مارکیټ سوداګرو لخوا د ټولو عصري او مجهزو وسایلو په پام کې نیولو سره، په ۹ پوړونو چې دری پوړونه يې د ځمکې لاندی او شپږ پوړونه به يې پورته وي، بیا رغیږي.
 
ښاغلي مهمند د اسلامي امارت د دغې کړنې ستایلو ترڅنګ، یاده کړنه د خصوصي سکتور او هېواد په اقتصادي وړتیا کې یو نیک ګام وباله.
 
ښاغلي مهمند د خیرخواه مارکیټ بیارغونې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې کولو ترڅنګ، وړاندیز وکړ "د خیرخواه مارکیټ یو سلنه عواید باید د هېواد جنګ ځپلو او بی وزلو خلکو لپاره ځانګړې کړې شي، ترڅو وکولی شو، په اوسنیو سختو شرایطو کې د بی وزلو لاسنیوی وکړو."
 
سوداګرو د ښاغلي مهمند د یاد وړاندیز تائید او ملاتړ وکړ.
ښاغلي حنفي د خیرخواه مارکیټ بیارغونې ملاتړ کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت پلان لري چې د سترو سیمه ایزو پروژو لکه "تاپي"، "تاپ" او ریل پټلۍ کارونه ژر تر ژره پیل کړي.
 
ښاغلي حنفي زیاته کړه "د خیرخواه مارکیټ بیارغونې په پایله کې، به شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په کار وګمارل شي، او په سیمه ایزو پروژو کې، سربیره پردی، چې زرګونه کسانو ته به کار پیداشي، په میلینونه ډالر به د حکومت په عوایدو کې اضافه شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او خصوصي سکتور په هڅو د کام آير هوايي شرکت له ځنډ وروسته نن بیا ځلې د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته تجارتي لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په دې موخه جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي محمد يونس مهمند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدين عزیزي، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا، د اتاق د مديره پلاوي محترمو غړو خان جان الکوزي او محمد داوود يوسفزي، د کابل نړيوال هوايي ډګر او کام آير هوايي شرکت چارواکو او يو شمېر سوداګرو او دغه راز د ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون درلود.
 
ښاغلي محمد يونس مهمند د اسلامي امارت د مسوولینو د همکاريو د مننې ترڅنګ، له درې مياشتې ځنډ وروسته د کام آير هوايي شرکت له لوري بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته بیا ځلې د عادي او تجارتي الوتنو پيل ستاينه وکړه او دغه چاره يې د سوداګرۍ د ودې او د هېواد خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم ګام وباله.
 
نوموړي د کام آير هوايي شرکت له فعاليتونو، چې تېرې يو مياشت راهيسي چين هېواد ته د کارګو ليږد په 20 الوتنو کې 950 ټنه جلغوزي انتقال کړي دي، مننه او ستاينه وکړه، زياته يې کړه: د کام آير هوايي شرکت نننۍ الوتنې کې به 105 تنه مسافر دوبۍ ښار ته سفر وکړي.
 
ښاغلي مهمند وويل: دوبۍ ښار ته د کام آير شرکت الوتنه د ابوظبي ښار ته د اونۍ څلورو الوتنو سربېره اضافي الوتنه ده.
نوموړي د کام آير هوايي شرکت بعدي الوتنه، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکاريو راتلونکې اونۍ ازبکستان ته ترسره کيږي هم زيری ورکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست د کام آير هوايي شرکت له لوري هېوادوالو ته د اوړو او لوبيا د 20 زره کمکي کڅو او د رابعه بلخي روغتون سره د مالي ملاتړ مننه او ستاينه وکړه.
 
ښاغلي نورالدين عزیزي د کام آير هوايي شرکت د کارګو انتقال او بهرنيو هېوادونو ته د د الوتنو بيا پيل او دغه برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو مننه وکړه او نور هوايي شرکتونه يې هم وهڅول، چې پرته د بیمې د خدمتونو له فيس لوړولو افغانستان خپل عادي پروازونه پيل کړي.
 
نوموړي زياته کړه، د ستونزو د موجوديت سره مو هم روان کال 950 ميليونه ډالره صادرات درلود، چې د تېر کال په پرتله له 18تر20 سلنه زياتوالی دی.
ښاغلي عزیزي د ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو حل برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هلو ځلو يادونه وکړه او هېواد د صنعتي کيدو او له خصوصي سکتور د ملاتړ ټينګار يې وکړ.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني وفا د کابل- دوبۍ مسير څخه د الوتنو پېل اساسي هوايي خط السير وباله او دا چاره يې د هېواد اوسني وضعیت کې د هوايي چلند برخه کې لاسته راوړنه ياده کړه.
 
نوموړي د نړيوالو الوتنو برخه کې د ملکي هوايي چلند ادارې ځینې ستونزې د مثال په توګه د هوايي چلند د امنيت او د الوتنو د مصونيت نشتوالي يادونه وکړه، چې په وينا د شته ستونزو د حل کيدو په موخه د يو نړيوال شرکت سره د قرارداد ورکړې لپاره جدي هڅې او کار جريان لري.

مقالات دیگر...