د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي بهرام او د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو یو شمیر څښتنانو يې ملتیا کوله د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل ښاغلي مولوي محمد کبیر سره لیدنه ترسره او د ډیر وزن لږدوونکو وسایطو ستونزو، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو او د صادراتو ډیروالي په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند په تیرو څو میاشتو کې د هېواد د صادراتو زیاتوالي په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو یادونه وکړه او د ریاست الوزرا له سرپرست يې وغوښتل چې ددی عام المنفعه پروژې څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي مهمند د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو ټراسپورټي ستونزې د فهم وړ بللو ترڅنګ، د حکومت د ټولګټو وزارت لخوا د ډیر وزن انتقال برخه کې د رامنځته شوې طرحې په تعدیل او سمونو ټینګار وکړ او په دی برخه کې يې د ریاست الوزرا د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي مولوي محمد کبیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او په ناسته کې د ګډون کوونکو د خبرو له اوریدو وروسته پریکړه وکړه چې، د ټولګټو وزارت، د ټرانسپورټ وزارت او د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو څښتنانو څخه دی یو ګډ پلاوی جوړ کړی شي څو رامنځته شوې ستونزې ته مشروع حل لاره پیداکړي.

په دی ناسته کې د هېواد د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئیس او یو شمیر موټر لرونکو د ناستې ګډونوالو په استازولۍ خبرې وکړې او د حکومت له مشرتابه سره يې خپلې ستونزې شریکې کړې.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي د دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد شکیب احمدیار يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د قطر سفارت له سرپرست ښاغلي سید ابن المبارک سره په کابل سرینا هوټل کې لیدنه ترسره او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي المبارک او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو او د اتاق د فعالیتونو په اړه د مفصلو معلوماتو ورکولو ترڅنګ، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون، ټولیز امنیت شتون او د کوکنارو عدم کرکیله د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د قطر سفارت له سرپرست يې وغوښتل چې قطري سوداګر په هېواد کې د بیخبنسټونو جوړولو، د کرنې میکانیزه کولو، امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون او دواړو هېوادونو سوداګرۍ پراختیا لپاره وهڅوي.
 
د اتاق مدیره پلاوي لومړی مرستیال د سوداګرو د پیسو بندېدل، د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی، د سیمې هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد لپاره د بانکي اسانتیاوو نشتوالی او نورې اړوندې ستونزې یې عمده ستونزې وبللې او په دې برخه کې يې له ښاغلي المبارک څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د قطر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د همکاریو د تفاهم لیک په لاسلیکولو ټینګار وکړ.

ښاغلي المبارک د دغې ناستې د جوړولو له امله د اتاق له مشرتابه مننه وکړه او دا ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې او د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړینې وبللې او ګډې پانګونې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د سوداګرو د ګډون برخه کې يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د تیلو او اوبلن ګاز کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي بنګله دیش ته د خپل رسمي سفر کې په ترڅ کې، د سارک غړو هېوادونو نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

ښاغلي صادقي یاد کنفرانس د سارک غړو هېوادونو اړیکو غښتلتیا او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ودې برخه کې اړین وباله او د سیمې هېواونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې بهیر چټکتیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه يې وکړه.
نوموړي د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو اتصال برخه کې د افغانستان ستراتیژیک موقعت اړین وباله او د سارک غړي هېوادونه يې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

په دی کنفرانس کې، د سوداګرۍ او صنعت برخه کې د بنګله دیش صدراعظم سلاکار ښاغلي سلمان فضل الرحمن، د بنګله دیش بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالمؤمن، د بنګله دیش د صنعت او سوداګرۍ اتاقونو فدراسیون رئیس ښاغلي محمد جاشیم الدین، د افغانستان د کانونو او صنعت اتاق استازي ښاغلي عبدالجبار صافي، د SAARC CCI مرستیال انجم نثار، د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو فدراسیون رئیس ښاغلي عرفان اقبال شیخ، د Policy Exchange of Bangladesh رئیس ښاغلي ډاکټر مسرور ریاض، د مالدیف پخوانۍ وزیره آغلې مریم شکیلا، د SAARC CCI پخواني رئیس ښاغلي Ruwan Edringehe، د نیپال سوداګرۍ او صنعت اتاق رئیس، د هند – بنګله دیش سوداګرۍ او صنعت اتاق مرستیال، د UN ESCAP استازي او د سارک غړو هېوادونو یو شمیر سوداګرو هم ګډون درلود.

سه شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ایران دفتر د صادراتو ادارې رئیس ښاغلي ډاکټر حمید رضا کربلايي اسماعیلي سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.

دغه غونډه چې د اتاق په مرکزي دفتر کې تر سره شوه، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي کربلايي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او خصوصي سکتور ته د اتاق د خدمتونو په اړه معلومات وړاندی کړل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ يې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
نوموړي د دواړو هېوادونو پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې په نظر کې نیول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وبلل.

ښاغلي مهمند د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ګډې پانګونې د ښو فرصتونو یادونه وکړه او له ښاغلي کربلايي څخه یې وغوښتل چې ایراني سوداګر وهڅوي چې په زیربنایي پروژو، د کرنې د میکانیزه کیدو په برخه کې پانګونه وکړي او همدارنګه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي کربلايي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډو نندارتونونو پر تنظیمولو د ټینګار ترڅنګ، د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کولو او نورو سترو پروژو برخه کې یې د ایراني سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د سویلي ولایتونو سوداګرو هم حضور درلود، د ټولګټو وزارت له سرپرست ښاغلي الحاج محمد عیسی اخندزاده سره لیدنه ترسره، او د ټرانسپورټ اړوند ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد د لویو لارو ویجاړې، د تناژ ټیټه کچه، د ځینو ټرانسپورټي شرکتونو عدم فعالیت او ددی سکتور یو شمیر نورې اړوندې ستونزې د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د سترو ننګونو په توګه یادې کړې او په یادو ننګونو د لاسبري ترلاسه کولو برخه کې یې د ښاغلي آخندازاده د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي آخندزاده ته د هېواد لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ لويې لارې بیارغونې په موخه د سترو شرکتونو د معرفي کولو ډاډ ورکړ.

ښاغلي آخندزاده د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال او د سویلي ولایتونو سوداګرو ته د ښه راغلاست او د سترو شرکتونو معرفي کولو برخه کې د ښاغلي مهمند د هر اړخیزې همکارۍ ستایلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې، د پورته یادو ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

سه شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي هم حضور درلود، د موټرونو واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د موټرونو واردوونکو سوداګرو د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت د هغې کړنلارې په اړه چې، د یو کلي موټرونو واردوولو په اړه يې جوړه کړې ده وویل "د ماليې وزارت د موټرونو واردوونکو سوداګرو ستونزو په نظر کې نیولو پرته دغه کړنلاره جوړه کړې چې، د یو کلي موټرونو د واردوولو لپاره يې ډیره لنډه موده پکی ټاکلې ده چې په دغه لنډه موده کې موږ نشو کولی چې هغه پیرل شوي موټرونه هېواد ته وارد کړو."
دوی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته پیداکړي.

ښاغلي مهمند د موټرونو واردوونکو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یوه نظام د مالیاتو وده په وارداتو په ځانګړې توګه د موټرونو په وارداتو پوری تړلې وبلله او ډاډ يې ورکړ چې د دوی ستونزه به د ماليې وزارت د ګمرکونو له معینیت سره شریکه او د حل لاره به ورته ولټوي.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...