د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ښه جوړولو، د شرکتونو او تمویلوونکو د نوم لیکنې بهیر ګړندیتوب او یو شمیر نورو اړندو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

په پیل کې ښاغلي میرویس هوتک د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د شرکتونو او تمویلوونکو د نوم لیکنې، تبلیغاتي چارو او نورو اړوندو مسایلو برخه کې د ترسره شویو کارونو په اړه د عامل پلاوي د ټولو څانګو کاري راپور غونډې ته وړاندې کړ.

ښاغلي مایل احمدي د عامل پلاوي د راپور له اوریدو وروسته، د نوم لیکنې د بهیر د چټکتیا، د سترو ملي او نړیوالو شرکتونو د جذب، د بازار موندنې ټیم د جوړولو، په نندراتون کې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د هېواد په شپږو زونونو کې د عامه پوهاوي د پروسې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ترکمنستان سیریاګ روغنیاتو فابریکې له رئیس ښاغلي کاکامورات سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې يې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک ښاغلي کاکامورات ته د ښه راغلاست ویلو او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، له هغه وغوښتل چې خپله سوداګري په افغانستان کې هم پیل کړي.

ښاغلي کاکامورات د خپلې سوداګرۍ په اړه مفصل معلومات وړاندی او په نږدی راتلونکی کې يې په افغانستان کې د خپلې سوداګرۍ د پیل خبر ورکړ.
ښاغلي کاکامورات  بهرنیو سوداګرو ته د هر اړخیزو خدماتو وړاندی کولو برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونه وستایل.

پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د مرکزي اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د قزاقستان نړیوال سوداګرۍ اتاق استازي ښاغلي آرمان یسینتویف او د غذايي امنیت اسلامي سازمان بشردوستانه مرستو اجرائیوي آمر ښاغلي ایمري یوکسیک سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د غذايي امنیت اسلامي سازمان مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال د کرنې میکانیزه کیدل، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو ویش او د معیاري سړو خونو جوړول د هیواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره مهم فاکتورونه وبلل او د غذايي امنیت اسلامي سازمان څخه یې په پورتنیو مواردو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د هېواد د کروندګرو ننګونو ته د حل لارې موندلو او همدارنګه په ښوونیزو مرکزونو کې د کرنې د زده کوونکو لپاره د معیاري زده کړو د رامنځته کولو په موخه، د غذايي امنیت اسلامي سازمان او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د ګډ کنفرانس پر جوړېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډون بازارونو رامنځته کول د سوداګرۍ د ودې او ښه والي او همدارنګه د دغو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم شاخص وباله او د افغانانو لپاره یې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ویزو پر صادرولو ټینګار وکړ.

د غذايي امنیت اسلامي سازمان چارواکو د دغه سازمان د بشري مرستو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د هغه لوی کنفرانس په اړه یې معلومات ورکړل چې په پاکستان کې به د کرنې په برخه کې جوړیږي.
دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل چې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي او خپلې ننګونې، ستونزې او وړاندیزونه د کنفرانس له ګډونوالو او د کرنې له بنسټونو سره شریک کړي.

دوشنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په حضور کې د ملګرو ملتونو سر منشي له ځانګړي استازي ښاغلي فیریدن سینرلیوغلو سره لیدنه ترسره او په هېواد کې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو او یو شمیر نورو اقتصادي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اوسني وضعیت، له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د ترانزیتي شرایطو د ښه والي او د اوسني نظام له پلي کېدو وروسته د ځینو نویو فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د اداري فساد کمښت، د کوکنارو د کښت منع کول او د سرتاسري امنیت شتون يې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر د چټکتیا لپاره اړین شاخصونه وبلل.

ښاغلي مهمند د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې د افغانانو د کنګل شویو پیسو د خلاصون، د بهرنیو هېوادونو له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو او ځینو لویو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

ښاغلي خان جان الکوزي د مالیاتو په برخه کې د وروستیو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د مالیاتو د قوانینو د تعدیل او د حکومت د رهبرۍ له خوا د هېواد د سوداګرو لپاره د ملاتړ صندوق د رامنځته کېدو او د هېواد د لویې لارې د سوداګریو توکو انتقال لپاره تر ټولو خوندي لارې وبللې او همدارنګه د يادو لويو لارو د امنيت د تامين په برخه کې يې د حکومت هڅې وستايلې.

ښاغلي احمدشاه حکیمي د تېر حکومت د نیمګړو پروژو پر بیا پیل او ساختماني شرکتونو ته د پیسو پر ورکړې ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه یې وغوښتل چې د هېواد د بانکي ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

سه شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیر الدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي هم حضور درلود د بلخ ولایتي اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د اندخوی اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د بلخ ولایت یو شمیر مطرح سوداګرو سره لیدنه ترسره او د وارداتي شرکتونو د مالیاتي څیړنو برخه ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د بلخ ولایت سوداګرو خپلې مالي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې، د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې خپل مشخص وړاندیزونه او نظریات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د بلخ ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دوی مالیاتي ستونزې د پوهاوي وړ وبللې او د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د لویو مالیاتي ستونزو په له منځه وړلو کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ډاډ ورکړ.

هغه له بهرنیو هېوادونو څخه د توکو او محصولاتو د واردولو پر مهال د واحدې مالیې ورکړه د سوداګرو او دولت په ګټه وګڼله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.

ښاغلي شیرین اغا سخي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د طرحې او د مالیاتو د ارزونې په برخه کې د اصنافو د طبقه بندۍ په اړه معلومات ورکړل او د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې د اتاق د هڅو ډاډ ورکړ څو لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون په ښه ډول معرفي کولو په موخه، د اتاق په مرکزي دفتر کې رسنیز کنفرانس جوړ او د یاد نندارتون د جوړولو څرنګوالي، د هېواد په اقتصادي رغښت کې د نندراتون رول، ګډون کوونکو سکتورونو او د نندارتون د مودې په اړه يې معلومات وړاندی کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د امام ابوحنیفه رحمه الله د لومړي نندارتون په اړه چې تېر کال په لاره اچول شوی وو، د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې له ټولو هغو کسانو چې د نندارتون په رسنیز پوښښ کې يې فعاله ونډه اخیستې وه، مننه وکړه.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه رحمه الله د دویم نندارتون په اړه خبرې وکړې او وې ویل "د امام ابوحنیفه رحمه الله ملي او نړیوال نندارتون به په نږدې راتلونکي کې د نورو سکتوري ادارو، اړوندو دولتي ادارو او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مشرتابه په همکارۍ د دویم ځل لپاره جوړ شي چي په یاد نندارتون کې به تر زرو زيات کورني او بهرني شرکتونو خپل توليدات نندارې ته کیږدي.

ښاغلي مهمند په هېواد کې سرتاسري امنیت شتون، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت نه شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې له یادو فرصتونو څخه په ګټې پورته کولو سره، په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي دغه نندارتون د تولیدونکي او مصرف کوونکي تر منځ د اړیکو د پل په توګه یاد کړ او د کورنیو توکو په وده او معرفي کې یې د دا ډول نندارتونونو رول مهم وباله. نوموړي د دغه نندارتون د جوړولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لازمو تیاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د دغه ډول ستر نندارتون د جوړیدو موخه د کورنیو صنایعو ملاتړ او د هیواد کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وبلله او د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د کورنیو توکو د ښه معرفي کولو په لاره کې مهم ګام وباله.
ده د هېواد له ټولو خلکو وغوښتل چې له کورنيو توليداتو څخه په استفادې د هېواد له صنعت څخه ملاتړ وکړي.

دوشنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...