د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست  رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل امید غفورزي او د عامه اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي جان آقا نوید هم حضور درلود، د پراختیا برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال آغلې ډینیل انډرس سره لیدنه ترسره او د اتاق فعالیتونو، د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون جوړوو، د سوداګرو ښځو ګډون او د سوداګرۍ او پراختیا برخه کې د نړیوالو ادارو رول په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون، په دی برخه کې لازم چمتووالي، ګډون کوونکو سکتورونو، سوداګرو ښځو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه مفصل معلومات وړاندی او د پراختیا برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال وغوښتل چې په یاد نندراتون کې د ګډون کولو له لارې د نندارتون ملاتړ وکړي.

آغلې انډرس د ښځو د تشبثاتو ملاتړ برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او د ښځو د کاروبار په وړاندی د شته ننګونو په اړه يې خبرې وکړې او د ښځو د تشبثاتو او کاروبار څخه د ملاتړ برخه کې يې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

آغلې انډرس د امام بوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړیدو هرکلی وکړ او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه د ښځو لاسي صنایعو پيژندګلوۍ برخه کې اړین وبلل.

سه شنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د ترکيې سفیر له مرستیال سره لیدنه ترسره، او د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې يې د ترکي سوداګرو ګډون څرنګوالي او د ترکي سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون، ګډون کوونکو شرکتونو او کورنیو او بهرنیو ادارو په اړه د مفصلو معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د حکومت لخوا د یاد نندارتون د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.
نوموړي په یاد نندارتون کې د ترکي سوداګرو د ګډون هرکلی وکړ او د مرستیال سفیر څخه يې وغوښتل چې د افغان او ترکي سوداګرو د اړیکو غښتلتیا او په هېواد د شته پانګه ایزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې برخه کې خپله فعاله ونډه ادا کړي.

د ترکيې مرستیال سفیر د دی ستر نندارتون جوړلو په پار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي هڅې وستایلې او په یاد نندارتون کې يې د ترکي سوداګرو د پراخه ګډون ډاډ ورکړ.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره لیدنه ترسره او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو، په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو، سوداګرو ته د ویزو صدور ستونزو، ټولیز امنیت، د کوکنارو کښت نه شتون او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دغه نندارتون کې یې د بهرنیو سوداګریزو شرکتونو پر پراخ ګډون ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت رامنځته کیدل، د اداري فساد له منځه تلل او د کوکنارو کښت نه شتون د زیربنایي پروژو د تطبیق، د انرژۍ تولید او د کانونو د استخراج لپاره اړین عناصر وبلل او له ښاغلي مارکس پوتزل څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې شته فرصتونو ته د پام کولو ترڅنګ، د بنسټیزو پروژو د کار د بیا پیل او د بانکي ستونزو د له منځه وړلو لپاره د هېواد له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند له ښاغلي پوتزل څخه وغوښتل چې بهرني پانګه وال وهڅوي چې د افغانستان په زیربنایي سکتورونو کې د هېواد له خصوصي سکتور سره په همکارۍ پانګونه او تړونونه ترسره کړي.

ښاغلي مارکس پوتزل د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د فعالیتونو ستاینه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د امام بوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د لا ښه جوړولو په هکله يې د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو ته لازمې لارښوونې وکړې.  

ښاغلي میرویس هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کیدو په اړه د ترسره شویو کارونو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او د یاد نندارتون د ترسره کیدو لپاره یې د اتاق د کارکوونکو د لازم چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په جوړیدو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارکوونکو له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او په ياد نندارتون کې يې د بهرنيو هېوادونو سياسي استازو، ملي او نړیوالو شرکتونو او د بهرنیو هېوادونو سوداګریزو آتشو ته د بلنې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند چین ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د هېواد مطرح سوداګرو هر یو ښاغلي فیض محمد خافي، حاجي نظام، حاجي ندیم او حاجي شیرآغا يې ملتیا کوله د چین هېواد یوو ښار میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو شته ستونزو او ننګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په چين کې مېشتو افغان سوداګرو هر يو دغه هېواد ته د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د راتګ هرکلى وکړ او خپلې سوداګريزې او پانګه ایزې ستونزې يې له هغه سره شريکې کړې او له چينايي چارواکو سره يې د همغږۍ په رامنځته کولو سره د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو پرمهال له افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د چین د هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه او په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو، د امنيت د تامين، د هېواد په ګمرکونو کې د رامنځته شويو اسانتياوو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د شته آسانتیاوو په پام کې نيولو سره په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د حالت د ښه والي په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند په چين کې د مېشتو افغان سوداګرو رول د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم وباله او د دغو سوداګرو ستونزې يې له چينايي چارواکو سره شريکې کړې او د يادو شويو ستونزو د هواري او په دې برخه کې د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کېدو غوښتنه يې وکړه.
نوموړي دغه راز د هېواد له دولتي چارواکو سره د سوداګرو د ستونزو د شریکولو او د هېواد سوداګرو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د هراړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د افغان – پاکستان ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د اتاق د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو، عامه اړیکو او صادراتو پراختیا ډيپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د پاکستان سوداګریزې آتشې ښاغلي کوثر علي زیدي سره لیدنه ترسره او په امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندراتون کې يې د پاکستاني شرکتونو د ګډون او دوی ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کیدو په اړه، د کورنیو او بهرنیو ګډون کوونکو شرکتونو، همکارو بنسټونو او د دغه نندارتون د ترسره کولو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او له خپلې خوا يې د ټولو ممکنه خدماتو د وړاندی کولو ډاډ ورکړ.  

ښاغلي هوتک په دغه نندارتون کې د پاکستاني تولیدي شرکتونو د ګډون هرکلی وکړ او د اړوندو شرایطو او اسانتیاوو د ښه والي په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي کوثر علي زیدي د پاکستان د تولیدي شرکتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون ترسره کول د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره مهم وباله.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې، پاکستاني سوداګر به په دې غونډه کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو تړونونو په لاسليک کولو سره به د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

شنبه، چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...