د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هریو محمد داود یوسفزي او محمد ګردیزي، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي عبدالطیف نظري، د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي عبدالقاهر ادریس، د افغانستان نړیوال بانک عامل رئیس ښاغلي جوزف کاراسو، د افغانستان بانکونو اتحاديې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په ملتیا او د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د خصوصي سکتور او بانکونو کنفرانس چې د انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شوی وه، د ګډون ترڅنګ، د بانکدارۍ برخه کې د خصوصي سکتور شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په بانکونو کې د سوداګرو او د خصوصي سکتور ځینو شرکتونو زیرمه شویو پیسو او د دوی نه لاسرسی دی پیسو ته، په بانکونو کې د نغدینګۍ کموالي او د خصوصي سکتور هغو شرکتونو پیسو په اړه چې د حکومت مختلفې پروژې يې په نیمه یا بشپړ ډول تطبیق کړي دي خبرې وکړې او د حکومت څخه يې د یادو ستونزو حل غوښتنه وکړه.
 
هغه زياته کړه، هغه سوداګر او د خصوصي سکټور غړي چې خپلې پيسې يې په بانک کې جمع کړي دي، که اړتيا وي، نو نه شي کولى چې د اړتيا په اندازه له خپلو زېرمو څخه پيسې وباسي، چې دا کار د خصوصي متشبثينو د سوداګريزو راکړو ورکړو او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
 
محترم خیرالدین مایل بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د اخیستلو په موخه د پیسو د انتقال ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد سوداګر د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د بانکونو له لارې د پیسو د لېږد له ستونزې سره مخ دي او د دغو پیسو ډېره برخه د صرافیو له لارې ترسره کیږي چې د سوداګرو لپاره ډیر ګران تمامیږي.
 
محترم نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د یوه اغیزمن میکانیزم په جوړولو سره به هڅه وکړي چې د سوداګریزو توکو د اخیستلو په موخه د پیسو د لیږد په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته د حل لاره ومومي.
دغه راز د افغانستان بانک عمومي رئیس عبدالقهار ادريس هم د افغانستان بانک د اوسنيو پلانونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلي خان محمد سرفراز باز د خصوصي سکتور د غړو له خوا مطرح شوې پوښتنې او ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړې، او د هغوی له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.

د ماليې وزرات سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ښاغلي عطاءالله عمري د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون او پکې د کورنیو او بهرنیو تولیداتو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې لپاره د بهرنیو پانګه والو هڅونې، د هېواد اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو د پیژندګلوۍ برخه کې د ورته نندارتونونو جوړول ازرښتمن وبلل.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ماليې او کرنې وزارتونو سرپرستانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد بی ساري نندارتون جوړولو برخه کې د حکومت هر اړخیز ملاتړ وستایه او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ او پانګولۍ برخه کې په لا ډیرې همغږۍ رامنځته کیدلو ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په دویمه ورځ د افغان سوداګرو او پانګوالو او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس جوړ کړ.

په دی کنفرانس کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مدیره د پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان، ترکيې او پاکستان هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي مهمند د دې کنفرانس میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغو شرکتونو او موسسو څخه یې هم مننه وکړه چې د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په جوړولو کې یې مالي ملاتړ کړی او هیله مندي یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د نورو سترو او ګډو نندارتونونو د جوړېدو شاهدان واوسو.

ښاغلي مهمند ښه امنیتي وضعیت او شته فرصتونه د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګټور وبلل او له افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي، د پانګونې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.

په همدې موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار ښاغلي محمد ولي وزیري د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او د سړو خونو د جوړولو په برخو کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې سوداګر او پانګوال پانګونې ته وهڅول.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د سوداګریزو اړیکو د دغه کنفرانس له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په ګډو همکاریو تمرکز کولو ترڅنګ، د دوه اړخیزو بحثونو په پایله کې سوداګریز هوکړه لیکونو ترسره او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سوداګریزه ناسته به ښې او ګټورې پایلې ولري.

ښاغلي سلطان محمد صافي د دغه ستر نندارتون د بریالیتوب په خاطر د دغه اتاق د کارکوونکو له هڅو څخه د مننې په ترڅ کې له افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې په هېواد کې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره ګډه پانګونه وکړي.

په دې کنفرانس کې همدا راز د ترکیې، پاکستان د سوداګرو، صنعتکارانو او د افغانستان د کرنې اتاق استازو هم د سوداګرۍ او پانګونې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د امام ابو حنیفه (رح) د نندارتون جوړولو په پار مننه او ستاینه وکړه.  

د سوداګریز پیوستون په دې کنفرانس کې به د کانونو، تېلو او ګازو، کرنې، صادراتو او وارداتو، بانکدارۍ، روغتیا او لاسي صنایعو د سکتورونو افغان، ترکي او پاکستاني سوداګر د B2B په ناسته کې د ننګونو او سوداګریزو فرصتونو او پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړي او په بیلابیلو سکتورونو کې د سوداګریزو تړونونو لاسلیک کولو ته چمتووالی څرګند کړ.

د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په دریمه ورځ په کابل کې میشت د هندوستان سفارت سرپرست ښاغلي بهارت کمار کوتاتي او د قزاقستان سفارت شارژدافیر ښاغلي بختیار په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند يې ملتیا کوله د نندراتون د مختلفو غرفو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق ددغه نوښت چې داسی بی ساری نندارتون يې جوړ کړی او بیا په یاد نندارتون کې د خصوصي سکتور پراخه ګډون ستاینه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي کوتاتي او ښاغلي بختیار ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ، د هېواد د کورنیو محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات ورکړل او په نږدی راتلونکی کې يې د ګاونډیو هېوادونو سره د ورته ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد ګردیزي په ملتیا په کابل کې د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د پانګه ایزو فرصتونو، د کرکیلې ارزښت، کانونو استخراج او د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د خلکو د پیسو د کنګل کیدو له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان خلکو سره د یوناما دفتر دهمیشنیو همکاریو ستاینې کولو ترڅنګ، د کرکیلې میکانیزه کیدو، د پښتې پروسس فابریکو جوړولو او د سوداګریزو موخو لپاره د هېواد څخه دباندی د پیسو لیږد برخه کې د یوناما دفتر د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د پانګه اچونې او سوداګرۍ لپاره د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او د یو شمیر پرمختګونو لکه: د هوايي دهلیزونو بیا پرانستل، د هېواد د صادراتو په کچه کې زیاتوالی رامنځته کیدل، د کوکنارو د کرکیلې منع کیدل چې د نورو کرنیزو محصولاتو د کرنې لپاره يې لاره هواره کړیده او یو شمیر نورو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې او د نړۍ سره د اړیکو په برخه کې ستره ننګونه وبلله.
آغلې دینای بوګاس د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د سوداګرۍ او پانګه اچونې کچې زیاتوالی اړین وباله او زیاته يې کړه: موږ هوډ کړی چې، د افغانستان خلکو سره د بشردوستانه مرستو کولو ترڅنګ، د بیخ بنسټیزه پروژو تطبیق، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د انرژۍ تولید برخه کې همکاري وکړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتنبایوا د راتګ هرکلی وکړ او د یاد نندارتون، برخه اخیستونکو سکتورونو او کورنیو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
 
آغلې روزا اوتنبایوا د کورنیو تولیداتو او مختلفو سکتورونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د ورته نندارتونونو د په لاره اچولو په پار مننه او ستاینه وکړه او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ او د هېواد د اقتصادي پراختیا برخه کې اړین وبلل.

مقالات دیگر...