د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د نفتو او ګازو د سراسري اتحادیې د مرستیال، ښاغلي فیض احمد خافي په شتون کې، د خصوصي سکتور د ملاتړ ناستې په ترڅ کې د ترکیې له استازي ښاغلي حسین بوتسالي، په قطر کې د جرمني له سفیر ښاغلي رول او د انګلستان له استازي ښاغلي جاني سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ستونزو او له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه مفصل بحث او نظریات تبادله شول.
ښاغلي مهمند له ترکیې، انګلستان او جرمني سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار وکړ او د یادو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ یې همکاري مهمه وبلله. نوموړي څرګنده کړه چې افغان سوداګر د جرمني جوړو چپ لاسو موټرو ته لیوالتیا لري، خو د جرمني ویزې نه شتون د دوی لپاره ستونزې جوړې کړي دي.
همدارنګه، نوموړي د صادراتي مالونو د ترانزیت په برخه کې د ترکیې رول مهم وباله او د لا زیاتو سوداګریزو او ترانزیتي اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۲۱مه
 
 

یاده غونډه د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه، د یوناما، نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک، د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو په ګډون، د ترکېې په استانبول ښار کې ترسره شوه.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور استازیتوب ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي بهادر خیرخواه، د مشرتابه پلاوي غړی، او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو وکړ.
سربېره پر دې، ښاغلي زېشان شیخ، د افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال مالي بنسټ لوړپوړی مدیر، اندریکا رتوات، په افغانستان کې د یوناما د ځانګړي استازي مرستیال، او آغلې وژمه مهمند کروخېل، د نړیوال بانک استازې، هم برخه اخیستې وه.
ښاغلي توکل احمدیار د هېواد د اقتصادي وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او د خصوصي سکتور د رول په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. نوموړي د خصوصي سکتور په ګډون د لویو اقتصادي پروژو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د اتاق رئیس وویل، د اتاق مشرتابه تل هڅه کړې چې د ملي او سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو د اهمیت په نظر کې نیولو سره، دا پروژې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ بریالۍ پلي شي، او خصوصي سکتور هم پکې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي احمدیار وویل، د خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو رول د هېواد د اقتصاد، کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ، او کورني اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم دی. نوموړي د نړیوالو بنسټونو مالي ملاتړ د دغو تشبثاتو لپاره ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې که نړیوال بنسټونه د افغانستان خصوصي سکتور ته ملاتړ ورکړي، دوی کولای شي سترې او بنسټیزې پروژې پلي کړي. همدارنګه، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور د اصلي استازي په توګه، د دغو پروژو په پلي کولو کې خپله هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان پر شته فرصتونو خبرې وکړې او د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو کښت بندیز، او په حکومتي ادارو کې د فساد له منځه وړل یې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره ښه زمینه وبلله. نوموړي دا غونډه د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره اغېزمنه وبلله، او ټینګار یې وکړ چې دا ډول غونډې باید دوام ومومي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان داخلي وضعیت هغه ډول نه دی لکه څنګه چې بهر ته انځورېږي، او دا ډول غونډو ته د هېواد دننه هم زمینه برابره ده.
آغلې وژمه مهمند کروخېل د نړیوال بانک په استازیتوب خبرې وکړې، او د خصوصي سکتور د ملاتړ او د دا ډول غونډو د دوام ژمنه یې وکړه.
په غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ملاتړ پر ارزښت هم ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، له خصوصي سکتور سره د همکاریو عمده برخې، لکه د مالي او بانکدارۍ زیربناوو پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو کارونه، له خصوصي سکتور سره شراکت، د کوچنیو او متوسطو صنعتونو پراختیا، کرنیزو تشبثاتو پراختیا، د مهارتونو وده، پور ته لاسرسی، او د سوداګریز چاپېریال اصلاحاتو ملاتړ هم وڅېړل شول.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د وري ٢١مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د درملو سکتور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د نظریاتو د تبادلې او ګډو پانګونو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د ازبیکستان تجارتي اتشه ښاغلي جمشید بدلوف، د درملو خدمتونو اتحادیې مرستیال او د اتاق لوړپوړي سلاکار ښاغلي محمد محسن ساحل پرواني، او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر درملو سوداګرو په ګډون، د کابل ښار په پروان هوټل کې جوړ شو.
 
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ۹۴ کلنو فعالیتونو او د هېواد په اقتصادي وده کې د دې اتاق پر رول خبرې وکړې. نوموړي، له د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د وروستۍ ناستې جزییات او د درملو وارداتو ارقام هم ګډونوالو ته وړاندې کړل. هغه د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او له ازبیک سوداګرو یې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره په ځانګړې توګه د درملو په سکتور کې ګډې پانګونې وکړي. نوموړي وویل، ګډې پانګونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي جمشید بدلوف، دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او له دواړو لوریو سوداګرو یې وغوښتل چې له ننني کنفرانس څخه ښه ګټه واخلي.
ښاغلي ساحل پرواني، د ازبیک مېلمنو او ګډونوالو هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دا ناسته کولی شي په ځانګړې توګه د درملو او روغتیايي خدمتونو سکتور کې د سوداګرۍ پراختیا ته مهم رول ولوبوي. نوموړي د دې ناستې له پایلو څخه د ښې پایلې هیله وښوده.
 
 
 
 
دوشنبه، ۱۴۰۴ د وري ۱8مه
 
 

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، له ښاغلي چنګ، چې د چین د شانګهای ښار د پانګوالو استازی دی، او ورسره مل ټیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د افغانستان د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي چنګ له افغان سوداګرو سره په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو او د سرو زرو د معیاري پروسس په برخه کې د ګډو پانګونو یادونه وکړه او دا ډول پانګونې یې د اقتصادي ودې او د کار فرصتونو د ایجاد لپاره مهمې وبللې. نوموړي له ښاغلي پوپل څخه وغوښتل چې د ګډو پانګونو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل، ښاغلي چنګ او د هغه ملګرو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د راتګ هرکلی ووایه، د افغانستان د اوسنیو پانګوالو فرصتونو مفصل معلومات ورکړل او د اتاق له لوري یې د ټولو هغو پانګوالو لپاره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه چې غواړي په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي پوپل وویل: د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د معاینه‌ لپاره د لابراتوار نشتون افغان سوداګر اړ کوي چې ټولې دا ډول ډبرې د معاینې لپاره له هېواده بهر واستوي، او له افغان سوداګرو سره په دې برخه کې ګډه پانګونه یوه اساسي اړتیا ده. نوموړي د شانګهای د پانګوالو له استازي وغوښتل چې خپل پانګیز پروپوزل له اتاق سره شریک کړي، تر څو اتاق وکولای شي د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د ځمکې برابرولو او نورو سوداګریزو موضوعاتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، ۱۸ حمل ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ازبیکستان سفیر ښاغلي آیبیک عثمانوف، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي، د ازبیکستان تجارتي اتشه ښاغلي جمشید بدلوف، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د ازبیکستان د صنعت او سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي یخوبوف دوران او د دوی د مل پلاوي په حضور کې، له محترم مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره، لیدنه وکړه او د افغانستان د پانګونې فرصتونو یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د مشرتابه د وروستي هدایت یادونه وکړه، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښې اقتصادي اړیکو ټینګار کوي، او زیاته یې کړه: موږ هڅه کوو چې د خپلو ملي ګټو په ساتلو سره، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولرو. نوموړي د حکومت له مشرتابه او ټولو ادارو مننه وکړه چې له هغو سوداګرو سره همکاري کوي، چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه کوي.
نوموړي د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو کښت بندښت، او اداري فساد له منځه وړل، د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او څرګنده یې کړه چې د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي اساسي هدف په افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو کې پانګونه ده.
ښاغلي عثمانوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اوسني فرصتونو په اړه خبرې وکړې او دغه ډول ناستې یې د دوستانه اړیکو په پیاوړتیا او د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې مهمې وبللې.
ښاغلي دوران وویل چې د دوی د سفر هدف له افغان سوداګرو سره د روغتیا سکتور کې د نظریاتو تبادله او د درملو تولیدي فابریکو کې ګډې پانګونې دي، او له محترم وزیر څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي الکوزي د یاد پلاوي فعالیتونه محترم وزیر ته تشریح کړل او ترې یې وغوښتل چې د روغتیا سکتور پانګوالو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د دواړو هېوادونو د درملو پر وارداتي توکو د ترجیحې تعرفو په رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.
محترم مولوي نور جلال جلالي، د ناستې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، ازبیکستان یې د افغانستان ښه دوست وباله چې دینی او فرهنګي ګډوالې لري، او د هېواد اوسني فرصتونه یې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه وبلله. نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې د شفاخانو، طبي سیاحت، او نورو برخو کې پانګونه وکړي، او له ازبیک سوداګرو سره یې په ځانګړې توګه د روغتیا سکتور کې د پانګونې ملاتړ څرګند کړ.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د 1404 کال د وري ۱۷مه،
 
 

ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، له ښاغلي محمد ابراهیم رسولی، د برقي سامان آلاتو د تخصصي کمیټې له رئیس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي رسولی د اتاق له مشرتابه څخه د خصوصي سکتور ستونزو ته په وخت رسېدنې کې د دایمي همکارۍ مننه وکړه او خپله لویه ستونزه یې د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو ته د دوکانونو د ناعادلانه وېش موضوع یاده کړه. نوموړي له اتاق څخه وغوښتل چې د دوکانونو د نیمګړتیاوو د تشخیص او بیا کتنې لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ له دوی سره همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل، د ښاغلي رسولی او د هغه د مل پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرو رول د هیوادونو د اقتصاد په وده کې مهم وباله، او له دوی څخه یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق وکولی شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
 
 
 
دوشنبه، ۱۸ حمل ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...