د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمدیار" او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان نوین ساختماني شرکتونو ټولنې له مشرتابه او غړو سره د دې اتحادیې غړو شرکتونو لخوا د کورنیو چارو وزارت ته ترسره کړو کارونو د پیسو نه ورکړې په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.
په دغه ناسته کې، لومړی د افغانستان نوین رغنیزو شرکتونو د ټولنې رئیس ښاغلي داوود توتاخېل د کورنیو چارو وزارت اړوند د درې میلیارده افغانیو په ارزښت بشپړو کړو پروژو او پور په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي توتاخېل زیاته کړه: دا پروژې له لس کلونو ډېره موده کیږي چې بشپړې شوي او کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي خو، دغه وزارت تر اوسه قراردادي شرکتونو ته خپلې پيسې نه دې ورکړي.
ښاغلي "احمدیار" د ساختماني شرکتونو د ټولنې د رئیس او غړو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو او حقونو ملاتړ کوي او دغه برخه کې به هڅې وکړي.
ښاغلي "احمدیار" همدا ډول ژمنه وکړه چې د دې اتحادیې د ستونزو په تړاو به د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره خبرې وکړې څو، یاد وزارت د ساختماني شرکتونو د تکمیل شوو پروژو پیسېه وسپاري.
په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اعتراض په ډول د ساختماني شرکتونو د ټولنې غړو سره یو مطبوعاتي ناسته ترسره کړه او د شرکتونو د حقه حقوقو په تړاو یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې ښاغلي مهمند د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د رغنیزو شرکتونو ټولنې ستونزې حل کړي.
په دغه اعتراضیه ناسته کې د اتحادیې غړو یو ځل بیا له کورنیو چارو وزارت د خپلو پورونو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ که یي غوښتنې ونه منل شې لاریونونه په وکړي.
د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي" او نورو غړو د کرونا ویروس د بحران په مهال د سوداګرو د فعالیتونو او تجارت په وړاندې رامنځته شویو ننګونو ته اشاره وکړه. دوی د کرونا ویروس سراسري ستونزې په مهال له خصوصي سکتور سره د اتاق د همکاریو یادونه وکړه او انديښنه وښودله چې اوس هم هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله سوداګریز فعالیتونه له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي چې غونډه کې د اتاق په استازیتوب خبرې کولې، د غونډې برخه والو ته افغانستان کې د پانګونې اړوند فرصتونو او ننګونو، د شته ننګونو د حل لارو او همدا راز د اتاق له لورې ترسره شویو اقدماتو معلومات وړاندې کړل او د پانګونې د جلب په تړاو یې د اتاق مشخصې طرحې هم بیان کړلې.
دوی وایي، که حکومت په وارداتي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي، دا چاره به په داخلي مارکیټ کې مستهلکین د یاد کاغذ له کمښت سره مخ او یو نا مطلوب وضعیت رامتځته کړي. د کاغذ واردوونکو اتحادیې له اتاق څخه د همکارۍ هیله وکړه چې د دوی ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح او په وارداتي کاغذ د تعرفې لوړېدو مخه ونیسي.
محترم سلطان محمد "صافي"، د وارداتي او صادراتي توکو د لاریو د توقف تخنیکي ستونزو او په دوغارون بندر کې د فني ظرفیت ټیټوالي له امله د پلټنې ډېر وخت نیولو او همدا راز د سوداګرو او د کورنۍ غړو لپاره د ویزو صدور ستونزو یادونه وکړه او د ایران خاوره کې یې د اسانتیاوو په ځانګړي ډول توکو د ورود او لیږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي میروېس عمري، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د دې برنامې ترسره کېدو او د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون زمینه یې برابره کړه او د آنلاین سیستم بریا کې یې د خصوصي سکتورهمکاري مهمه وبلله. ښاغلي "عمري" زیاته کړه: د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري ترڅو، خپل ټول نوي او عصري سیستمونه چې ډېری مزایاوې او ګټې لري د هېواد خصوصي سکتور سره چې په وینا یې د هېواد د اقتصادي چتر څرخونکی دی شریکې کړي او له هغو شته فرصتونو یې خبر کړې چې په بازار کې مساعد شوي دي. هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره توانېدلې چې تر اوسه د دې اارې سره د ثبت شوو 1000 خصوصي شرکتونو له جملې، له 700 شرکتونو ډیرو هغو ته یې په مرکز او ولایتونو کې په بېلا بېلو بڼو دغه برخه کې روزنه ورکړې ده.