د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ذکریا بریالي او احمد فواد دوست او د هېواد یو شمیر سوداګرو د ولسي جرګې له رئیس ښاغلي میر رحمان رحماني، د ولسي جرګې له لومړي مرستیال ښاغلي جاوید جیحون، د کورني امنیت کیمسیون رئیس ښاغلي خان آغا رضايي، د بودجې او مالي کمیسیون رئیس ښاغلي میر افغان صافي، د ملي اقتصاد کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز حکیمي او د ولسي جرګې له یو شمیر غړو سره په جلا جلا لیدنو کې د خصوصي سکتور په ننګونو او د ځینو قوانینو په تطبیق کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي مایل احمدي او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي جاوید جیحون ته د هغه د نوې دندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ښاغلی جاوید جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. په همدی ډول د اتاق مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې له رئیس، د ملي اقتصاد، بودجې او مالي او کورني امنیت له رئیسانو او د ولسي جرګې له نورو غړو سره په جلا جلا ناستو کې د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي میر رحمان رحماني، ښاغلي جاوید جیحون، ښاغلي خان آغا رضايي، ښاغلي میر افغان صافي او ښاغلي عبدالعزیز حکیمي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په ځانګړی توګه د هغو قوانینو د تعدیل په برخه کې چې ولسي جرګې ته راجع کیږي خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
د مڼو سوداګرو وویل چې د یوې اوږدې مودې راهیسي په مڼو بار څوارلس ګاډي د هېواد په ګمرکونو کې ولاړ دي او د ګمرک چارواکي ددی ګمان له امله چې دا کیدای شي ایرانۍ مڼې وي، د صادرولو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
پدې ناسته کې، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي شمس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د مرکزي دفتر د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله يې څرګنده يې کړه چې د ښاغلي شمس ګمارنه به د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې خورا اړین رول ولوبوي ځکه چې ښاغلی شمس په دی برخه د شتو ستونزو څخه باخبره دی.
ښاغلي مهمند د مالیاتو په قانون کې د تعدیل راوستو په موخه د مشرانو جرګې همکاري ترلاسه او د آپټا تړون د بیا تمدید غوښتونکی شو.