د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي نصرالله دراني، د واردوونکو اتحادیو رئیسانو، سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې پر زیاتي ارزښت د ماليې قانون (Value-added tax) د پوهاوي پروګرام په لاره واچاوه.
ښاغلي عطايې د عوایدو عمومي ریاست مسؤلینو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه. "په زیاتي ارزښت د ماليې قانون په افغانستان کې یوه بشپړه نوې پدیده ده چې د دولت لخوا تصویب شوې او د مالیې وزارت معتبر وزارت دغه برنامه پلي کوي او مالیه ورکونکي مکلف دي چې دا تادیه کړي. هغه زیاته کړه چې قانون د پلي کیدو په برخه کې د یو شمیر ننګونو له امله وځنډول شو او اړینه ده چې د خصوصي سکتور ته يې د ارزښت پوهولو وروسته د عملي کولو ګامونه پورته کړی شي.
ښاغلي عطايې د خپلو خبرو په دوام کې وویل"اتاق تل تمه لري چې نوې مسلې چې د خصوصي سکتور په فعالیتونو پورې اړه لري او پلي کیدو ته اړتیا لري، باید د دقیقو تدابیرو سره ملي وِي ترڅو د تطبیق په برخه کې ننګونو سره مخ نشي. هغه د دې برنامې له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل فعاله برخه اخیستنې سره د دې پریزنټشن په شمول مسلو څخه بشپړه ګټه پورته او خپلې پوښتنې او اندیښنې په دقت سره بیان کړي.
ښاغلي نصرالله دراني د دې پروګرام د کوربه توب په تړاو د اتاق څخه څخه مننه وکړه او پر زیاتي ارزښت د ماليې قانون پلي کولو هدف یې د اقتصادي ځان بسیاینې په لور یو ګام وباله، کوم چې حکومت څلور کاله دمخه نافذ کړی و، مګر د ځینو دلایلو او ستونزو له امله پلی نه کړی شو.
نوموړي زیاته کړه " په ۱۴۰۱ کال کې د ټاکل شوي معیارونو سره سم به د ارزښت په اساس ماليې قانون د هغو شرکتونو له خوا پلی شي چې د روان لمریز کال په جریان کې به په مرکز او د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په الکترونیکي ډول ثبت شي.
وروسته بیا د ماليې وزارت د زیاتي ارزښت مدیر ښاغلي محمد حامد وردګ ګډونوالو ته د عوایدو د عمومي ریاست له خوا ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندی او سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړی.
ښاغلي مهمند د کارول شوو پرزو واردوونکو سوداګرو او په کارول شوو پرزو د لوړې تعرفې، د کاغذ واردولو لوړې تعرفې او کام ایر هوايې شرکت ته د نړۍ مختلفو برخو ته د سوداګریزو توکو د انتقال به بدل کې پیسې نه ورکولو ستونزې یادې او د مالیې وزارت څخه يې د یادو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
نو په همدې اساس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغان – پاک ګډ اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د اړونده ادارو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړیو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نثار احمد غوریاني په رهبرۍ په انلاین توګه نن د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ سره اپتا تړون د درې میاشتو لپاره تمدید کړل شو.
لومړی د کمیسیون کاري پلانونه او د راتلونکو ټاکنو لپاره د عملیاتي پروسې اصلاحي تدابیر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ښاغلي رئیس له خوا ښاغلي احمديار او ښاغلي فارابي ته بیان کړی شول او دوی يې هر کل وکړ. په ځانګړي ډول د بایومیټریک وسیلو په کارولو او د بریښنایی پېژند پاڼو باندې د ډیر څه تاکید، او همدارنګه په سیسټم کې د رای ورکوونکو لیست تعدیل او د رای ورکوونکو نومونو لیکل یوه هغه موضوع وه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ورته لیوالتیا څرګنده کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ خونې ترمنځ نږدې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، ښاغلي لوطفي وویل چې هڅې روانې دي ترڅو د سږکال تر سپټمبر پورې په متحده ایالاتو کې د افغان - امریکا د سوداګریز تواصل کنفرانس ناسته ترسره کړي.