د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د درېمې دورې اومه غونډه د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمد یار" په مشرۍ د مدیره پلاوي د اکثریت غړو په ګډون شنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په 29 مه د اتاق د غونډو عمومي تالار کې ترسره شوه.
دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشاء د رئیس له لورې د اجنډا شامل موضوعات وړاندې شول او بیا د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان "هاشمي" د عامل پلاوي ریاست کاري راپور او وړاندیزونه د مدیره پلاوي حاضرو غړو ته وړاندې کړل. د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا "سخي" د اتاق عمومي مشراو د مدیره پلاوي غړو سره د اتاق د مالي وضعیت راپور شریک کړ.
ګډونوالو د ارایه شوي راپور په تړاو خبرې اترې وکړې او د اتاق د لاسته راوړنو او د چارو په وړاندې ننګونو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل.
د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین "مایل احمدي" او نورو غړو د کرونا ویروس د بحران په مهال د سوداګرو د فعالیتونو او تجارت په وړاندې رامنځته شویو ننګونو ته اشاره وکړه. دوی د کرونا ویروس سراسري ستونزې په مهال له خصوصي سکتور سره د اتاق د همکاریو یادونه وکړه او انديښنه وښودله چې اوس هم هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله سوداګریز فعالیتونه له ګواښ سره مخ دي.
همدا راز دغه ناسته کې، پروان او نورو ولایتونو کې د ورستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لورې ترسره شوو مرستو په اړه خبرې وشوې او د دې مساعدت د دوام ټینګار یې وکړ.
ښاغلي "احمد یار" د مدیره پلاوي له غړو وغوښتل چې د اتاق اړوند مواردو کې له همغږۍ او کره اطلاع پرته له رسنیو سره خبرې ونه کړي.
د اتاق مدیره پلاوي غړو هم پریکړه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئيس او د اتاق ویاند له رسنیو سره خبرې او مرکې کوي. د دې غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د راتلونکو برنامو او د اتاق د مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو د نورو وړاندیزونو په تړاو تصمیم ونیول شو. دغه ناسته کې عامل پلاوي ته د اتاق بعدي اقداماتو په ځانګړي ډول د مرکزي اتاق او د کابل د اتاق د ساختمان په تړاو لازم هدایات وکړل.
دوی وایي، که حکومت په وارداتي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي، دا چاره به په داخلي مارکیټ کې مستهلکین د یاد کاغذ له کمښت سره مخ او یو نا مطلوب وضعیت رامتځته کړي. د کاغذ واردوونکو اتحادیې له اتاق څخه د همکارۍ هیله وکړه چې د دوی ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح او په وارداتي کاغذ د تعرفې لوړېدو مخه ونیسي.
محترم سلطان محمد "صافي"، د وارداتي او صادراتي توکو د لاریو د توقف تخنیکي ستونزو او په دوغارون بندر کې د فني ظرفیت ټیټوالي له امله د پلټنې ډېر وخت نیولو او همدا راز د سوداګرو او د کورنۍ غړو لپاره د ویزو صدور ستونزو یادونه وکړه او د ایران خاوره کې یې د اسانتیاوو په ځانګړي ډول توکو د ورود او لیږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي میروېس عمري، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د دې برنامې ترسره کېدو او د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون زمینه یې برابره کړه او د آنلاین سیستم بریا کې یې د خصوصي سکتورهمکاري مهمه وبلله. ښاغلي "عمري" زیاته کړه: د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري ترڅو، خپل ټول نوي او عصري سیستمونه چې ډېری مزایاوې او ګټې لري د هېواد خصوصي سکتور سره چې په وینا یې د هېواد د اقتصادي چتر څرخونکی دی شریکې کړي او له هغو شته فرصتونو یې خبر کړې چې په بازار کې مساعد شوي دي. هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره توانېدلې چې تر اوسه د دې اارې سره د ثبت شوو 1000 خصوصي شرکتونو له جملې، له 700 شرکتونو ډیرو هغو ته یې په مرکز او ولایتونو کې په بېلا بېلو بڼو دغه برخه کې روزنه ورکړې ده.
ښاغلي هاشمي، جاکارتا کې د افغانستان مېشت سفیر له دغه نوښت چې هغه هېواد کې یې د افغانستان محصولاتو او تولیداتو د معرفي او بازار موندنې فرصت برابر کړی خوښي وښودله او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو لاس رسي او بازار موندنه کې یې د اتاق د هڅو یادونه وکړه. هغه په ټولو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو تقاضا وکړه چې د هېواد محصولاتو او تولیداتو لپاره نړیوال مارکیټ موندلو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي چې غونډه کې د اتاق په استازیتوب خبرې کولې، د غونډې برخه والو ته افغانستان کې د پانګونې اړوند فرصتونو او ننګونو، د شته ننګونو د حل لارو او همدا راز د اتاق له لورې ترسره شویو اقدماتو معلومات وړاندې کړل او د پانګونې د جلب په تړاو یې د اتاق مشخصې طرحې هم بیان کړلې.