د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او ضیارءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د جلغوزیو اتحادیې رئیس دلدار ځدران او د نوموړی اتحاديې له نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزیو نورو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ، چین ته د هوا له لارې د جلغوزیو د انتقال ظرفیت ټیټوالی، د ازبکستان له لارې د صادراتو زیات وخت نیونه، او د انګور اده او غلام خان بندرونو له لارې د جلغوزیو قاچاق د خپلو اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې او په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق سره د مخالفت ښودلو ترڅنګ، د جلغوزیو قانوني صادراتو په ځانګړې توګه چین ته يې د صادراتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو ژمنه وکړه، چې د جلغوزیو په صادراتو کې شته ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، به د ماليې وزارت، کام ایر هوایې شرکت، چین سفارت او اړونده ادارو سره ناستې ترسره کړي ترڅو د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
په یاده ناسته کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي وړاندیز وکړ، چې هغه مقدار کارول شوې پرزې چې له بهر څخه واردې شوي او ګمرکي طی مراحل يې هم پاس کړی دی باید ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادریدو اجازه ورکړل شي. او نورې زړې اوسپنې په هېواد کې دننه د فابریکو لرونکو لخوا د پیرل کیدو وروسته په مصرف ورسیږي.
د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د کورنیو تولیداتو په برخه کې شتو ستونزو، د خامو موادو د کمښت او خپلو تولیداتو ته د بازار د نشتوالي په اړه خبرې وکړې. دوی د سپین بولدک په بندر کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره ټنو پورې د زړو اوسپنو شتون تاییدوي او په مناسب قیمت يې د پیرلو خبره کوي.
ښاغلي مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړیو او سوداګرو د دوی د سر او مال ساتنې په برخه کې، د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او د ریاست الوزرا لومړي مرستیال سره يې یو شمیر ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي مهمند د اسلامي امارت د دغې کړنې ستایلو ترڅنګ، یاده کړنه د خصوصي سکتور او هېواد په اقتصادي وړتیا کې یو نیک ګام وباله.
ښاغلي محمد يونس مهمند د اسلامي امارت د مسوولینو د همکاريو د مننې ترڅنګ، له درې مياشتې ځنډ وروسته د کام آير هوايي شرکت له لوري بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته بیا ځلې د عادي او تجارتي الوتنو پيل ستاينه وکړه او دغه چاره يې د سوداګرۍ د ودې او د هېواد خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم ګام وباله.