د هېواد صادروونکو ته د آسانتیاوو د برابرولو په ځانګړي ډول د هوايي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرله پسې هڅو له امله نن د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کام ایر هوايې شرکت عملیاتي آمر ښاغلي حاجي رقیب او د جلغوزیو د اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدران په کابل سټار هوټل کې د ناستې په ترڅ کې د کام ایر هوايې مسؤلینو ومنله چې له دی وروسته به د جلغوزیو في کیلو په ۴ امریکايي ډالره چین ته انتقالوي په داسی حال کې چې پخوا له دی د یو کیلو د انتقال بیه ۴.۵ امریکایي ډالره وه.
ښاغلي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګریزې پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو لپاره یې د الوتنو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي جلغوزي يو له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د يوې کميټې د جوړولو لارښوونه وکړه او دغه کمېټه به د جلغوزيو د صادراتو د څارنې دنده ولري، چې د جلغوزیو د پیر څخه د لاسته راغلو پیسو بېرته افغانستان ته انتقال ډاډمن کړي او د جلغوزیو د قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت له نورو اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.ښاغلي مهمند د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغاني محصولاتو ټولې صادراتي پیسې په ځانګړې توګه د جلغوزیو د پیر څخه لاسته راغلي ډالر باید افغانستان ته بیرته انتقال شي او په دې برخه کې د جلغوزیو صادروونکو څخه د ځمکې له لارې زمان واخیستل شي.
ښاغلي خان جان الکوزي پاکستان ته د جلغوزيو د قاچاق د زيانونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې که جلغوزي د ترانزيټ له لارې د پاکستان له لارې چين ته صادر شي، کومه ستونزه نه لري، بلکې د قاچاق مخه يې بايد ونيول شي.
ښاغلي سید جاوید برهان په وروستیو ورځو کې د خصوصي سکټور امنیتي ننګونو ته اشاره وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي برهان ټنګار وکړ چې د هېواد جلغوزي د (آی سو) سرټیفیکیټ مطابق پروسس او بسته بندي شي ترڅو د نړیوال باور څخه برخمن شي.
ښاغلي دلدار ځدراڼ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښې همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د جلغوزیو د قانوني صادراتو په ځانګړي ډول چین ته د هوا له لارې د صادراتو او د ډالرو بیرته افغانستان ته د انتقال په برخه کې به د اسلامي امارت د سوداګریزې تګلارې سره سم عمل وکړي.
\
ښاغلي مهمند د پروان ولايت د سرپرست په توګه د مولوي فريد عمر د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ، د دغه ولايت اقتصادي او جغرافيايي اهميت د بيانولو په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره به د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ژوند او مالي امنيت په برخه کې ډاډ ترلاسه شي. او داچې، د پروان ولایت د نوي سرپرت والي راتګ به د خصوصي سکتور له فعالیتونو څخه د ملاتړ سبب وګرځي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي بوزات د اتاق سره د خپلو همیشنیو همکاریو یادولو ترڅنګ، وویل " موږ د ترکیې د سوداګرو او صنایعو له خپلواکې ټولنې او د ترکي سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه دغې خونې ته راغلي یو چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرتابه سره وویني او د ګډې پانګونې او همکارۍ په برخه کې کار وکړي."
په دې ناسته کې، د يادو ولايتونو يو شمېر سوداګرو ادعا وکړه، چې چين ته د هوا صادرات له کورنيو توليداتو سره سمون نه لري او د دوى په وينا، کم کیفیته جلغوزي په چين ښه بازار نه لري په داسی حال کې چې ورته جلغوزي بیا په پاکستان کې ښه بازار لري. دوی غوښتنه وکړه، چې د هېواد د نورو صادراتو په څېر دې جلغوزیو ته هم د ځمکې له لارې پاکستان ته د صادریدو اجازه ورکړل شي.
یاده ناسته د سه شنبه په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د پاکستان خصوصي سکتور استازیو، د پاکستان د ولسي جرګې استازیو، د پاکستان مدني فعالانو، ژورنالستانو او د افغانستان د پخواني دولت ولسي جرګې ځینو استازیو په ګډون ترسره شوه.