د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په هغه مشورتي ناسته کې چې د هېواد لویو لارو په ځانګړې توګه د کابل – جلال آباد لويې لارې بیارغونې په موخه د ننګرهار ولایتي اتاق کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړو، د کسبګرو، کرنې او صنعت اتاقونو استازو، د ټرانسپورټ اتحاديې غړو او ختیځو ولایتونو ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو د ګډون کولو ترڅنګ، خپل د ارزښت وړ نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

ښاغلي مهمند د شمال ختیځو ولایتونو غوښتنې چې د ټرانسپورټ غړو له لوري دی د کابل – ننګرهار لويه لاره د "ټول پلازا" په شکل جوړه شي، د حکومت د مشرتابه مقام لارښوونو په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندی کړل او د مختلفو اتحادیو له غړو او ختیځو ولایتونو سوداګرو يې وغوښتل چې په دی برخه کې خپل نظرونه شریک کړي.

د اتاق لومړي مرستيال د هېواد په بیارغونه کې د هېوادوالو رول اړین وباله او د کابل- جلال اباد لويه لاره يې د هېواد له مهمو لويو لارو څخه وبلله او د دې لويې لارې رغول يې د هېواد د اقتصاد په وده، د سوداګريزو مالونو په خوندي توګه د لېږد رالېږد، ټرانزیټ، د موټر چلوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو او د ټرافیکي پېښو مخنیوي برخه کې له ارزښته ډکه وبلله.

ښاغلي مهمند ټرانسپورټ یو له مهمو سکتورونو څخه وباله چې د هېواد ټولې برخې سره نښلوي او د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د مالکینو له لوري يې د"ټول پلازا" په شکل د هېواد لویو لارو په بیارغونه کې د دوی رول اړین وګاڼه او د ټرانسپورټ سکتور ټولو غړو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

خان جان الکوزي د کابل-ننګرهار لويې لارې په جوړولو کې د ختيځو ولايتونو د سوداګرو رول مهم وباله او په اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيزو برخو کې يې د دې لويې لارې جوړول د ختيځو ولايتونو بنسټیزه اړتيا وګڼله او د یادې لارې د جوړولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ختیځو ولایتونو مختلفو سکتورونو استازو د دغه نیک اقدام له امله د حکومت د مشرتابه، د اقتصادي کمیسیون له محترم رئیس او د ننګرهار ولایت له محترم والي څخه مننه وکړه او د ټول پلازې په عملي کیدو یې خوښي څرګنده او د خپلې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

 

چهارشنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د افغانستان نړیوال نندراتون مرکز رئیس ښاغلي عبدالصابر لطیفي په ملتیا د صنعت اونۍ نندراتون چې د روان لمریز کال غويي په ۲۳مه نېټه په لاره اچول کیږي، د کاري څانګو څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون څخه يې د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي مهمند د صنعت اونۍ نندارتون د سیمې په کچه یو له ملي او نړیوالو نندارتونونو څخه وباله او له سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، خدماتي شبکو او نورو سکتورونو څخه یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د اتاق لومړي مرستیال د دغه ډول نندارتونونو د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو، سوداګرۍ لاسته راوړنو، ټرانزیټ او کرنې په برخه کې د څو کلونو لاسته راوړنې وبللې او د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه یې د خپل ملاتړ اعلان ترڅنګ، هېوادوال د کورنیو تولیداتو کارونې ته وهڅول.

ښاغلي مهمند ټولیز امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد نه شتون د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له دولتي چارواکو یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور د ننګونو په هواري کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي الکوزي په افغانستان کې د پانګونې لپاره شته فرصتونه مناسب وبلل او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 

دوشنبه، وري ۱۳مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه ترکيې سره د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او پراختیا په موخه، د افطار یوه ناسته جوړه چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي خان جان الکوزي او محمد داود یوسفزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي جنک اونال، د کابل ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ولایتي اتاقونو رئیسانو، د 77 ترکي شرکت او MCC چینايي شرکت مسؤلینو، د افغان – ترک ښوونځیو رئیس، د صرافانو اتحاديې رئیس او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند ښاغلي جنک اونال او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ترکیه له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او ټرانزیټي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو له پلوه یو پخوانی دوست هېواد وباله او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو په لا غښتلتیا يې ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د افغان حکومت له لوري د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره شته فرصتونه او د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول د پانګونې لپاره ښه وخت او چانس وباله او له ښاغلي اونال څخه یې وغوښتل چې ترکي سوداګر وهڅوي چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ټولیز امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد نه شتون په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د حکومت د چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر اهمیت د خبرو کولو ترڅنګ، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو د ترجیحي تعرفې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي جنک اونال د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه وبلله او د افغان سوداګرو لپاره یې د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي سوداګرو پانګونې ته د هڅولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

پنجشنبه، وږي ۲مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ځمکني ټرانسپورټ اتحادیو له یو شمیر غړو سره د ناستې په ترڅ کې، د هېواد د لویو لارو جوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي مهمند د شمال ختیځو ولایتونو غوښتنې چې د ټرانسپورټ غړو له لوري دی د کابل – ننګرهار لويه لاره د "ټول پلازا" په شکل جوړه شي، د حکومت د مشرتابه مقام لارښوونو په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندی کړل او د ټرانسپورټ اتحادیو له غړو يې وغوښتل چې په دی برخه کې خپل نظرونه شریک کړي.

د اتاق لومړي مرستیال ټرانسپورټ یو له مهمو سکتورونو څخه وباله چې د هېواد ټولې برخې سره نښلوي او د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د مالکینو له لوري يې د"ټول پلازا" په شکل د هېواد لویو لارو په بیارغونه کې د دوی رول اړین وګاڼه او د ټرانسپورټ سکتور ټولو غړو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ټرانسپورټي شرکتونو استازو د معیاري سړکونو د جوړولو او د هېواد د لویو لارو د ښه والي په موخه د ټول پلازې د پلان له تطبیق څخه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

پنجشنبه، وري ۹مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د (MCC-JCL) کمپنۍ له رئیس ښاغلي سانګ وینبنګ سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي سانګ وینبنګ د (MCC-JCL) کمپنۍ چې یو څه موده دمخه يې د افغانستان دولت سره د مس عینک کان د کیدنې تړون ترسره کړی وه، د کیندې برخه کې شته ستونزې د اتاق لومړي مرستیال سره شریکې او د ستونزو حل او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي سانګ وینبنګ او ورسره مل پلاوي ته د رغلاست ویلو وروسته ژمنه وکړه چې، د دوی د شته ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

یکشنبه، کب ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د آغلې جاقوب ینګ او مل ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او په افغانستان کې يې د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې.

آغلې جاقوب ینګ په افغانستان کې د ودانیو او انرژۍ د تولید سکتورونو کې د چیني پانګوالو د پانګونې چمتووالي څخه خبر ورکړ او په یاده برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښته او لازمو آسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند آغلې ینګ او د هغې ټیم ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره شته فرصتونه او د حکومت له خوا د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره په هېواد کې د پانګونې په برخه کې رامنځته کړې شوې آسانتیاوې تشریح کړې.

ښاغلي مهمند چینايي سوداګر وهڅول چې د افغانستان د برېښنا تولید او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي او په صنایع سبز ښارګوټي کې د ځمکې د وېش په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

شنبه، وري ۴مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...