د افغانستان د سوداګر ۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه، د افغان – قزاق سوداګرو ګډه ناسته جوړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق د حقوقي او نړیوالو چارو ستر سلاکار ښاغلي قلندر رحیمي او د دواړو هېوادونو د خوراکي توکو او پټرولیم سکتورونو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي خان جان الکوزي د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د قزاقستان هېواد له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او همدارنګه ټرانزیټي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو له پلوه پخوانی دوست وباله او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي الکوزي د افغانستان اوسنی وضعیت له منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا د نښلولو لپاره یو ښه فرصت وباله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ټرانزیټ، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري او ګډه پانګونه وکړي.

ښاغلي داوود یوسفزي او محمد انورعارفي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه د قزاقستان سوداګرو ته هراړخیز معلومات ورکړل او افغان سوداګرو ته یې د قزاقستان له خوا د ویزې د ورکړې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دوی د یو معیاري ځمکني دهلیز پر جوړولو ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ټول کورني تولیدات په چټکۍ سره صادر او وارد شي.

د قزاقستان سوداګرو په قزاقستان کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو ستونزو د حل او د ګډې پانګونې په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

 

چهارشنبه، غويي ۵مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي مولوي محمد حلیم مستعین، د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي هم حضور درلود، د افغان – قزاق ګډ سوداګریز کور له رئیس ښاغلي ارمان یاسین تایف سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او غښتلتیا يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ارمان له افغانستان څخه قزاقستان ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د وچې مېوې او نورو خامو موادو د وارداتو په برخه کې د قزاقستان د سوداګرو د چمتووالي او لیوالتیا خبر ورکړ او د ټرانزیټ، ګډون نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو جوړولو برخه کې يې د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک اړین وباله.

ښاغلي مهمند ښاغلي ارمان او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې قزاقستان یو له مهمو اقتصادي هیوادونو څخه وباله چې له افغانستان سره ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري.
نوموړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې او د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې مهمې وبللې او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

سه شنبه، غويي ۴، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون په شتون کې د افغانستان لپاره د ایران سفارت سوداګریزې چاروال ښاغلي حسین روستايي سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو پراختیا پر څرنګوالي يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي حسین روستايي د سیمې او نړۍ د سوداګرو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د تنظیم په تړاو، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د ایران په اصفهان ښار کې د ایران سوداګرۍ اتاق او د ایران صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړیږي، مفصل معلومات وړاندی، او په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي روستايي ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د سوداګریزو غونډو او نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ د پراختیا او دواړو هېوادونو کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ لپاره ښه فرصتونه وبلل او په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو هڅونې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

 

شنبه، غويي ۱، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بلخ ولایتي اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل قادري، د بلخ اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د غله جاتو اتحاديې رئیس ښاغلي محمد یاسین او د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو سره لیده کاته وکړل.

ښاغلي اسدالله اسدي بلخ ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال د راتګ هرکلي کولو ترڅنګ، نوموړي ته د بلخ ولایت د خصوصي سکتور غړو ته د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د صادراتي توکو اسنادو طی مراحل پروسه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د بلخ اتاق هڅو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او د اورګاډي درولو او له امله يې د جرمانو د رامنځته کیدو ستونزې ورسره شریکې کړي.

ښاغلي مهمند د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه ولایت د خصوصي سکتور د غړو د ستونزو د حل په برخه کې د بلخ اتاق د مشرتابه هڅې وستایلې او د بلخ ولایت سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګریزو خدمتونو د عرضې د ښه والي او د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل په موخه به د دغه ولایت له اړوندو سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ د حل لارې چارې ولټوي.

 

سه شنبه، غويي ۴مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د هرات ولایت ګمرک رئیس ښاغلي مولوي حامد او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د ماليې وزارت ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید سره لیدنه ترسره او د هېواد په ګمرکونو کې یې د سوداګرو شته ستونزې ورسره شریکې کړې.

ښاغلي مهمند د هېواد د سوداګرو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو او د ګمرکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو د مشرتابه هڅې وستایلې او د سوداګرو شته ستونزې لکه: د ګمرکي تعرفو لوړوالی او د سوداګریز جواز په پام کې نیولو پرته د توکو د واردولو په برخه کې ستونزې شریکې کړې او د حل لپاره یې د ګمرک له رئیس څخه د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالمتین سعید د ښاغلي مهمند د خبرو له اوریدو وروسته، د سوداګرو شته ستونزو پیژندلو او د حل مناسبو لارو چارو پیداکولو په موخه، د ګمرکونو عمومي ریاست مشرتابه او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د یوې ډلې پر جوړېدو ټینګار وکړ او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د خپلو سوداګریزو جوازونو په اساس واردات ترسره کړي.

 

شنبه، غويي ۱، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا او پانګونو جلب او جذب په موخه، په اروپا کې میشت افغان سوداګرو او علمي او اقتصادي کدرونو سره یوه ناسته جوړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخ، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي او محمد ګردیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي لطیف الله نظري، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، ډاکټر خوشحال روحي او په اروپا کې مېشتو سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند خپل هېواد ته په اروپا کې د مېشتو افغان سوداګرو، علمي، اقتصادي او فرهنګي کدرونو د راتګ هرکلى وکړ او د نوي حکومت له راتګ وروسته يې د هېواد د خصوصي سکتور لاسته راوړنې او د خصوصي سکتور څخه يې د حکومت ملاتړ وستایه.

د اتاق لومړي مرستیال د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې سوداګریزې، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې مهمې وبللې او په اروپا کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې د هېواد د پوهنتونونو د تدریس او ظرفیت لوړولو په برخه کې په حضوري او آنلاین ډول همکاري وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په هېواد کې شته فرصتونه د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او په اروپا کې له مېشتو ټولو افغان سوداګرو یې وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
نوموړي د داسې علمي او فرهنګي کدرونو راتګ نړۍ ته د افغانستان د اصلي انځور ورپیژندل وبلل.

ښاغلي ډاکټر روحي د دې غونډې د جوړولو له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وویل، د دوی د سفر اصلي موخه په بهر کې د نړیوالو کنفرانسونو جوړول، د اقتصادي ودې او رغښت په برخه کې اړینې سلامشورې ورکول او په هېواد کې د پانګونې لپاره په بهر کې میښتو افغان پانګوالو هڅول وبلل.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز ټولیز امنیت او د اداري فساد له منځه وړل د افغانستان د اوسني حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او په اروپا کې له مېشتو افغانانو څخه یې وغوښتل چې د اروپا خلکو ته د هیواد اوسنی اصلي انځور وروپېژني.
نوموړي د هېواد د خصوصي سکتور ودې، پراختیا او رغښت په برخه کې، د خپلو تجربو له شریکولو، مثبت ګامونو پورته کولو او د حکومت سره اوږه په اوږه کار کولو څخه ډاډ ورکړ.

 

یکشنبه، غويي ۲مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...