د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د هېواد ستر سوداګر ښاغلي فیض محمد خافي يې ملتیا کوله، په ترکمنستان کې میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه.
په دغه کتنه کې، په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت سرپرست د لازمو سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د ټرانزیټي خدمتونو معیاري کول یې د خپلو کاري لومړیتوبونو په توګه یاد کړل او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې برخه کې يې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت سره د یاد سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو سوداګریزو، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې له کلونو راهیسې د ښو اړیکو یادولو ترڅنګ، ترکمنستان یې د افغانانو د اوږدمهاله دوست او ورور هېواد په توګه وباله او د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل چې خپلې عمده ستونزې په ګوته کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په عشق اباد کې د افغانستان له سفارت او د ترکمنستان د سوداګرۍ اتاق سره د شریکولو له لارې د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
افغان سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دغه سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه والي، د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په ګوته کولو او د سوداګرۍ برخه کې په شته ننګونو د برلاسي حاصولو برخه کې اړین دي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ترکمنستان لپاره د افغان سرپرست سفیر سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده يې ملتیا کوله، د ترکمنستان لپاره افغان سرپرست سفیر ښاغلي حاجي فضل محمد صابر سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
یاده لیدنه کې چې د عشق آباد ښار افغان سفارت انګړ کې ترسره شوه، ښاغلي مهمند ترکمنستان ته د خپل سفر موخه د ښاغلي صابر سره شریکه او داسی يې وویل "ترکمنستان د افغانستان له دوست هېوادونو څخه دی چې د ډیرې مودې راهیسې يې د افغانستان سره په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ برخه کې دوستانه اړیکي درلودې دي."
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې یاد سفر به ښې لاسته راوړنې ولري او د ترکمنستان سوداګرۍ اتاق سره د هوکړه لیک لاسلیکول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي سبب وګرځي.
ښاغلي فضل محمد صابر ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو او ترکمنستان ته د افغانستان سوداګرۍ پلاوي سفر هرکلي کولو ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا برخه کې د ترکمنستان لپاره د افغان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په استانبول کې د افغانستان له نوي قونسل سره وکتل
ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، او ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال پداسې حال کې چې ښاغلیو: فیض محمد خافی د نفت او ګازو اتحادیې لومړۍ مرستیال، فواد صدیقي او عبدالمتین په دبۍ کې د هیواد پیژندل شوي سوداګرو هم حضور درلود. له نوي افغاني قونسل ښاغلي ګل محمد خان ځدران سره په استانبول کې، د یادې قونسلګرۍ په دفتر کې سره ولیدل.
ښاغلي توکل احمدیار، ګل محمد خان ځدران ته په استانبول ښار کې د افغانستان د نوي قونسل په توګه د مبارکی ویلو تر څنګ هېله يې څرګنده کړه چې په یاد هیواد کې د افغانستان د نوي قونسل په ټاکلو سره به د افغان سوداګرو او اتباعو ستونزو ته د حل لارې چارې وموندل شي او د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د ترکي پانګوالو د ګډو پانګونې شاهد به ووسو.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د روانو حالاتو، سوداګریزو مناسباتو او په بیلابیلو سکټورونو کې د ترکي پانګوالو د پانګونې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل: د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د نوی قونسل سره په همکارۍ کولای شې د مشترکو سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګونو باندې فعالیت ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له استازي سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له استازي ښاغلي ایمل شیرزاد سره د لیدنې په ترڅ کې، پر عایداتو د مالیاتو قانون کې د بدلونونو، د سوداګریزو خدمتونو د لومړیتوبونو پيژندنې او په شته ننګونو د غلبې حاصلولو په موخه، د ستر کنفرانس په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي افغان سوداګرو ته د بهرنیو هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د دوی بانکي زیرمو ته د سوداګرو او خصوصي شرکتونو نه لاس رسی او د پیسو د لېږد لپاره د کمېشن لوړوالی له عمده ستونزو څخه یاد کړل. نوموړي د خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د (CIPE) د ادارې رول د مهمو سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې مهم وباله او له یادې ادارې سره یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خانجان الکوزي د سوداګرو او کورنیو پانګوالو ترمنځ د لوی کنفرانس په لاره اچولو کې د دې ادارې (CIPE) پر همکارۍ ټینګار وکړ او د معلوماتو په برخه کې د ننګونو او لومړیتوبونو د پیژندلو او د زیربناوو د جوړولو په برخه کې د پانګونې د جلبولو په موخه یې د دغه ډول کنفرانس جوړول مهم وبلل.
ښاغلي میرویس هوتک د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د دغه ستر کنفرانس د جوړولو برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي ایمل شیرزاد په یادو مواردو کې د هېواد د خصوصي سکتور له غړو سره د مرستې په موخه د (CIPE) د لیوالتیا یادونه وکړه او ویې ویل: (CIPE) هڅه کوي چې څنګه کولای شي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د مالیاتو د قوانینو په اړه روزنیز سیمینارونه او اغیزمن پروګرامونه جوړ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند قطر ته د خپل سفر په جریان کې په داسی حال کې چې د قطر اتاق سرپرست يې ملتیا کوله د قطر د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.
د موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ مسؤل د یادې اکاډمۍ د مختلفو برخو او خدمتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو په ترڅ کې وویل "د موټر چلونې روزنیزه اکاډمي د نړۍ ټولو هېوادونو ته د منلو وړ د فعالیت معتبر جواز لرلو سره، پیریدونکو ته د موټر چلونې معیاري خدمتونه وړاندی کوي چې یاد معیاري خدمتونه موټر چلوونکي د موټر چلونې او ټرانسپورټ اړین مهارتونه په واک کې ورکوي."
ښاغلي مهمند د موټر چلونې مهارتونه او د ټرانسپورټ برخه کې لازمې آسانتیاوې یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د هېواد د ټرانسپورټ سکټور په اړه يې د معلوماتو وړاندی کولو په ترڅ کې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د (IRU) نړیوال سیستم غړیتوب لري او موږ په افغانستان کې د (TIR) سیسټم د رامنځته کولو په تکل کې یو څو هغه خلک چې په دی برخه کې په فعالیت بوخت دي، مسلکي او لازمې زدکړې ترلاسه کړي."
ښاغلي مهمند د قطر موټر چلونې روزنیزې اکاډمۍ له مسؤل څخه وغوښتل چې د افغانستان د (TIR) برخې فعالو کارګرو، مسؤلینو او موټر چلونکو وړتیا لوړونې په موخه دوی ته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي څو هغوی قطر ته راشي او د اړتیا وړ مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د میډیوټک مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پوهنتونونو او لوړو زدکړو مؤسسو فارغانو او په ادارو کې د شته زدکړیالانو د وړتیا لوړونې او دوی ته د خصوصي سکتور په شرکتونو کې د کارموندنې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د میډیوټک مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یاد هوکړه لیک پربنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو زدکړیالانو، لوړو زدکړو مؤسسو او پوهنتونونو فارغانو چې اتاق ته د میډیوټک مؤسسې لخوا معرفي کیږي، وړتیا لوړونې او د خصوصي سکټور هغه شرکتونو چې مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري، د دوی په ورپیژندلو کې همکاري کوي.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د میډیوټک مؤسسې مسؤل ښاغلي احمد ولي احمدي لخوا لاسلیک شو.