د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو هم شتون درلود، په روان لمریز کال کې د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو، په دی برخه کې د لازمې همغږۍ، پروګرامونو، تطبیقي پلان او یو شمیر نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون د جوړیدو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دغه نندارتون جوړیدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږي او باید د دغه نندارتون د په ښه شکل جوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي څو د هیواد سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون پر هراړخیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو تولیداتو د معرفي کولو لپاره هم یو فرصت دی او موږ باید هڅه وکړو چې خپل کورني تولیدات په غوره توګه نندارې ته وړاندې کړو ترڅو وکولی شو کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه وکړو او سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیداکړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ودانیزو شرکتونو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د حکومت راتلونکو پروژو او د هېواد بیخبنسټیزو پروژو تطبیق برخه کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو رول په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د دولتي بیخبنسټیزو پروژو په تطبیق کې کورنیو ودانیزو شرکتونو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او له ودانیزو شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د لویو پروژو د ترلاسه کولو او پلي کولو لپاره معقول پلانونه وړاندې کړي.

نوموړي د کورنیو ودانیزو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو بیخبنسټیزو پروژو د تطبیق په موخه دې یو له بل سره تفاهم وکړي او په ګډه دی پانګونه او پلي کړي.

په دې ناسته کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو، د دوی له لوري د پلي شویو پروژو او د دوی د شته پروژو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د بیخبنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره به معقول او هر اړخیز پلانونه او طرحې چمتو کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ټولګټو وزارت له سرپرست ښاغلي محمد عیسی احساني سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو لویو لارو شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد سوداګریزو لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ لويې لارې د ویجاړیدو له امله سوداګرو او د سوداګریزو توکو لیږدوونکو ګاډو ته رامنځته شوې ستونزې بیان او د ټولګټو وزارت له درانه مقام څخه يې وغوښتل چې د یادو لویو لارو بیا جوړولو برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

ښاغلي احساني ښاغلي مهمند او ورسره ټیم ته د ښه راغلاست ویلو او د ښاغلي مهمند د خبرو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یاد وزارت به د ویجاړو شویو لویو لارو په ترمیم او بیا جوړونه کې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي څو په دی برخه کې د سوداګرو ستونزې حل شي.  

ښاغلي احساني د خپلو خبرو په اوږدو کې د سالنګ لوې لارې د بیاجوړونې او په دی برخه کې د خصوصي سکتور د همکارۍ په نوعیت باندی هم خبرې وکړې چې متقابلا ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور ودانیزو شرکتونو له تیاري خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د ودانیزو شرکتونو سره تر سلا مشورو وروسته به د هغوی نظرونه د ټولګټو له وزارت سره شریک کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوراکي توکو واردوونکو ستونزو اوریدو، د خوراکي توکو بیو ارزونې او ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه د باغ قاضي منډوۍ اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالغني او د اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي عبدالغني ښاغلي مهمند ته راغلاست ووایه او د خوراکي توکو د سوداګرو د ستونزو په اړه یې معلومات ورکړل او ویې ویل: د سوداګرو یوه لویه ستونزه د اومو موادو د مالیې د تصفیې پر مهال د مالیاتو ورکول دي، چې سوداګر مجبور دي چې ۲ سلنې ګمرکي تعرفې پرته نور مبالغ هم تادیه کړي چې یاده چاره د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب ګرځي.  

دوی د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکه او د دولتي ادارو سره په همغږۍ کې ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.  

ښاغلي مهمند په تېرو دوو کلونو کې د هېواد بازارونو ته د خامو موادو د رسولو په برخه کې د خوراکي توکو د واردونکو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او په نړیوالو معیارونو د خوراکي توکو د لوی مارکېټ پر جوړېدو یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د هېواد د خوراکي توکو له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو په پام کې نيولو سره د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليت ادا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ تاسیساتو او بیو ارزونې او د نیمګړتیاوو او مثبتو ګامونو معلومولو په موخه یادې منډوۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې، د خوراکي توکو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د یادې منډوۍ د هټۍ ګانو او ګودامونو په معیاري ډول د جوړولو غوښتنه وکړه او په دی برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د خوراکي توکو ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د ګرانو هېوادوالو اقتصادي وضعیت او د روژې مبارکې میاشتې په نظر کې نیولو سره د خوراکي توکو بیې ټېټې او د اړمنو خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ سوداګرو او هټیوالو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو په ټیټه بیه د پلورلو ډاډ ورکړ او د اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې د یادې منډوۍ د تاسیساتو په معیاري ډول جوړولو او د هغو لارو او سرکونو چې یادې منډوۍ ته منتهي کیږي کانکریت کولو برخه کې لازم او ګړندي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارنت تیر صادروونکې او ضامنې ادارې په توګه، د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ پراختیا، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د وړتیا لوړونې، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د فعالیتونو معیاري کولو او په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د موټر چلوونکو او مدیرانو د روزنې په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ښاغلي الحاج حمیدالله آخندزاده لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ معین په حضور کې د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.

مقالات دیگر...