د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صاراتو ودې او پانګونې جلب په موخه، د صادراتو او پانګونې ودې تر عنوان لاندی یو کنفرانس جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د ګمرکونو عمومي رئیس، د ماليې وزارت د عوایدو معینیت مرستیال، او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ټوکر، ټرانسپورټ، تازه میوو او سبزیجاتو، ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو، درملو، حیواني محصولاتو، سون توکو، ودانۍ، غالۍ، ډبرو سکرو او د مستعملو پرزو اتحادیو مسؤلینو پکې ګډون درلود.

 

ښاغلي مهمند د کوچنیو متشبثینو مالیاتي معافیت په اړه د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان ستاینه وکړه او یاد ګام يې د حکومت او ملت ترمنځ د ښې همکارۍ نمونې بللو ترڅنګ، د هېواد صادرونکو لپاره د حکومت له لوري په لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکی شو.

 

دغه راز، د اتاق لومړي مرستیال د هېواد په اقتصادي ودې او رغښت کې د سوداګرو رول اړین وباله او د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت له مسؤلینو يې وغوښتل څو د تولیدي فابریکو ستونزو حل او د مالیاتو تادیې برخه کې د هېواد سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

 

ښاغلي الکوزي په تیرو ۳ کلونو کې د سوداګرو ستونزو حل برخه کې، د ګمرکونو معینیت مسؤلینو هڅې د قدر وړ وبللې او زیاته يې کړه چې ورته کنفرانسونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي او باید په ولایتونو کې هم جوړ کړی شي.

نوموړي د ګمرکونو له مسؤلینو وغوښتل چې د تازه میوو صادراتو جدي پاملرنه وکړي.

 

د اتحادیو مسؤلینو په

  • عباس او کراچۍ بندرونو کې د کانیتینرونو انتقال برخه کې د لازمو خدماتو نه شتون
  • د تعلیمي سکتور لپاره د معیاري پاکونو نه شتون
  • د ماليې وزارت عوایدو ریاست له لوري د مالیو د معیاري څیړنې نه شتون
  • د حیواني پوستکو صادراتو برخه کې د دولت له لوري د لازمې پاملرنې نه شتون
  • د حیواناتو لپاره د معیاري مالګو نه شتون
  • د هېواد د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق کیدل
  • د معیاري سړو خونو نه شتون
  • د دولت له لوري د شرکتونو د نیمه کاره پروژو د پیسو نه تادیه کول
  • او په ډبرو سکرو د لوړې ګمرکي تعرفې وضع کول خپلې عمده ستونزې وبللې

او د ګمرکونو له مسؤلینو يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل برخه کې رښتوني او ګړندي ګامونه پورته کړي.

 

د ګمرکونو عمومي رئیس د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ډاډ ورکړ چې دوی به یادو ستونزو ته د مناسبو حل لارو موندلو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي او د هېواد له سوداګرو يې وغوښتل چې د هغو توکو چې دوی يې واردوي، کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

 

چهارشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د ټوکر اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د ګمرکونو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره او د ټوکر سوداګرو ستونزې يې ورسره شریکې کړې.

 

ښاغلي مهمند سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د ښاغلي سعید هڅې وستایلې او په ګمرکونو کې د سوداګرو شته ستونزو حل په موخه د کوټلو ګامونو اخیستلو غوښتنه يې تری وکړه.

 

د ګمرکونو عمومي رئیس، د سوداګرو ستونزو او ننګونو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د حل برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

‌دغه راز، ښاغلي مهمند د ګمرکونو معینیت عمومي عوایدو له رئیس سره د یوې جلا ناستې په ترڅ کې، د سوداګرو ځینې ستونزې يې ورسره شریکې او د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

سه شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق پانګه ایزو چارو مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د لایف سټار شرکت رئیس ښاغلي محمد یوسف مهمند او د اتاق سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون د چین له نوموتي سوداګر ښاغلي وانګ سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او په افغانستان کې د پانګه ایزو فرصتونو او په دی برخه کې د اتاق د همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

د اتاق لومړي مرستیال په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونه په تفصیل سره بیان کړل او د ټولیز امنیت تامین، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد له نه شتون یې په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له ښاغلي وانګ څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د شته فرصتونو له مخې پانګونه وکړي.
نوموړي له اړوندو دولتي ادارو سره د غونډو او ناستو په ترسره کولو کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عصمت الله وردګ د چینايي سوداګرو د ښه راغلاست پرمهال د هېواد د کانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د هېواد په کانونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پانګونه یوه اړتیا وګڼله.

ښاغلي وانګ د خپل شرکت د سوداګرۍ او پانګونې د فعاليتونو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې د ده د سفر موخه د افغانستان د کانونو او په هغو کې د پانګونې په اړه د معلوماتو ترلاسه کول وو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه يې د کانونو د معرفي کولو او د اړوندو دولتي ادارو سره د غونډو جوړولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

چهارشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ آمر د تعمیراتي رنګ اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي عمر باز او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړو سره لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو او مناسبو حل لارو په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

 

ښاغلي عمر باز او د رنګ واردونکو شرکتونو مسؤلینو په تعمیراتي رنګ باندی د لوړې ګمرکي تعرفې او په ګمرکونو کې نورې شته ستونزې د اتاق لومړي مرستیال سره شریکې او د حل لارو موندلو غوښتنه يې وکړه.

 

ښاغلي مهمند ښاغلي عمر باز او د تعمیراتي رنګ واردونکو شرکتونو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی او د دوی د ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

همدارنګه، ښاغلي مهمند د ټیلفوني اړیکي له لارې د تعمیراتي رنګ واردونکو ستونزې د ګمرکونو له عمومي رئیس سره شریکې او د نوموړي څخه يې د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودو غوښتنه وکړه.

 

یکشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په حضور کې، د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره د لیدنې په ترڅ کې، افغانستان ته د ترکش هوايي شرکت د الوتنو بیا پیل یو مثبت ګام وباله.

ښاغلي مهمند د ترکش هوایي شرکت الوتنو بیا پیل برخه کې د ترکيې سفارت هڅې او همکارۍ وستایلې او یاد شرکت يې د ټرانسپورټي خدمتونو وړاندی کولو برخه کې یو له مخکښو شرکتونو څخه وباله او د یاد شرکت د الوتنو بیا پیل یې د افغان خصوصي سکتور ودې او ترکیې سره د سوداګریزو راکړو ورکړو بهیر ګړندیتوب لپاره اړین وګاڼه.

دغه راز، ښاغلي مهمند د افغانستان هوايي خدماتو شته ستونزو حل برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او همکاریو ډاډ ورکړ.

 

چهارشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي صمیم هاشمي د کندهار اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي مسعود راحت او د سون توکو له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو او د حل مناسبو لارو چارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

 

ښاغلي مسعود راحت په هېواد کې د تیلو پیر او پلور خدماتو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په کابل کې د تیلو پمپ لرونکو په وړاندی شته ستونزې او ننګونې د اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې کړي.

نوموړي د اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې د حکومت له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او ریاست الوزراء اداري مرستیال سره ورته د ناستې زمینه برابره کړي.

 

په ځواب کې، ښاغلي مهمند هم ژمنه وکړه د حکومت له اداري مرستیال سره به دوی ته د لیدو لاره هواره کړي.

دغه راز، ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو حل او د وړ او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

 

یکشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...