د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د اروپایې اتحاديې، پاکستان، هند، روسیې، آذربایجان، او قزقستان سفیرانو د کابل په سرینا هوټل کې د (خصوصي سکتور بحث) عنوان لاندی جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور ستونزو او لیدلوري په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند، د دې کنفرانس په جوړولو کې د حرکت ادارې څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د خصوصي سکتور د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې چې یادې ستونزې عبارت دي له: په نړیوالو بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو کنګل کیدل، د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو له خوا د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د لا زیاتو اسانتیاوو نشتوالی، د پیسو د انتقال لپاره اسانتیاوو نشتوالی او د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې د ځینې سوداګریزو توکو بندیدل.
همدارنګه، نوموړي د اروپايي اتحادیې استازو او د مرکزي آسیا د هیوادونو سفیرانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مهمند د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د پراختیا او ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو، په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا هیوادونو او اروپايي اتحادیې استازو څخه یې وغوښتل چې بهرني سوداګر د افغان سوداګرو سره په مختلفو سکتورونو کې په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو په استخراج او نورو برخو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.

د اتاق لومړي مرستیال د تېرو درېو کلونو په موده کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او د اروپايي اتحادیې له استازو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره نړیوالو بازارونو په پیدا کولو او بهرني سوداګر په نږدی راتلونکي کې د اتاق لخوا په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون کولو ته وهڅوي.

 

دوشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۳

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو د پراختیا او پانګونې آمر ښاغلی میرزامان پوپل، د دې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو لخوا هر یو ښاغلو محمد یونس مهمند د اتاق لمړی مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق دارالانشاء رییس، خانجان الکوزی د مدیره هیات غړی او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انورعارفي لخوا د اتاق د عامل پلاوي مالی او اداری مرستیال په توګه معرفی شوی.

 

یکشنبه، ۳ چنگاښ ۱۴۰۳

 

د خصوصی سکتور د مشرتابه غړو او لوړ پوړی دولتی پلاوی ګډه ناسته چې د خصوصی سکتور ستونزو او ننګونو ته د رسیدګی په موخه په داسی حال کې چې ښاغلو: محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د حکومت د اقتصادی مرستیال دفتر رییس، احمد سعید صدیقی د هرات د سوداګرۍ اتاق د سوداګریز مرستیال، د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، فیض محمد شفیع د هیواد مخکښ سوداګر او د هیواد د سویل لویدیز زون یو شمیر سوداګر او پانګه اچوونکی هم ګډون درلود. د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزی دفتر کې ترسره شول.
ښاغلی احمد سعید صدیقی، چې د هیواد په سویل لویدیز زون کې د سوداګرو استازیتوب کوی د هیواد په بیلابیلو برخو کې د نورمونو او سټنډرډ ډیپارټمنټ لخوا د نفتی موادو سوځلی کنټرول او تحقیق، په ګمرکونو کې د محصولاتو ساتلو لپاره د مناسبو تاسیساتو نشتوالی او د کرهنیزو محصولاتو لپاره د نړیوال بازار نشتوالی د دی زون د سوداګرو ستونزی وګنل او د حکومت په لوړ پوړی پلاوی یې غږ وکړ چې د دې ستونزو له منځه وړلو ته پاملرنه وکړی.

ښاغلی فیض محمد خواقی هرات ته د حکومت د لوړ رتبه هیئت وردتګ ته هرکلی وکړ او د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د سوداګرۍ د بهیر د اسانولو په برخه کې یې د حکومت د مشرتابه له هڅو څخه مننه وکړه.

د حکومت د اقتصادی مرستیال دفتر رییس، په سویل لویدیز زون کې د سوداګرو ستونزو او ننګونو ته د رسیدو لپاره د حکومت پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هیواد له خصوصی سکتور سره د هرې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه هڅو چې د ظرفیت لوړول، د کورنی تولید کیفیت لوړول او د افغان توکو لپاره نړیوال بازارونه پلټل او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه وروستی لیدنې لاسته راوړنې یې د دې هیواد لخوا په ټولو کورنی توکو د امتیازی تعرفو په برخه کې له ګډون والو سره شریک کړل.
ښاغلی مهمند، هېواد ته د صادراتو پر مهال پر افغانی توکو د روسیې د امتیازی تعرفو د پلی کولو هرکلی وکړ او د کورنی تولید او د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د انګورو د مصرف په دقیق محاسبه یې ټینګار وکړ.

ښاغلی مهمند، له دولتی ادارو سره د خصوصی سکتور د مشرتابه د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې د حکومت د مشرتابه د هراړخیز ملاتړ ستاینه وکړه

 

پنجشنبه، غبرګولی 14، 1403

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د سلیمان خافی خیریه بنسټ له خوا جوړ شوی د ۱۰۰ کورنیو د هستوګنیز ښاګوټی د پرانیستې په مراسمو کې چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د خصوصی سکتور غړو، د اقتصادی چارو د مرستیال دفتر رییس، د اقتصاد وزارت مرستیال، د ښار جوړولو او کور جوړونې مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو رییس محمد زوبیر دین پرور، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفتو او ګازو د کمېټې رییس جان اغا صادقی، په ایران کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال فیض محمد خافی، د خافی ګروپ مشر او د سویل لویدیز زون سوداګر او پانګه اچوونکو ځایې مشران په شتون د ۱۰۰ کورنیو د هستوګنیز ښارګوټی د پرانیست غونډی کې ګډون وکړل.

ښاغلی فیض محمد خافی، د ۱۰۰ کورنیو هستوګنیز ښار د پرانیستې په مراسمو کې د دولت او خصوصی سکتور د مشرتابه لوړ پوړی شتون ته هرکلی وکړل او ددی ښارګوټی د جوړولو په اړه یې معلومات ورکړل.

محترم عبدالله عزام، د حکومت د اقتصادی مرستیال پیغام چې په هغه کې یې د سلیمان خافی خیریه بنست له لوری د زنده جان ولسوالۍ اغیزمنو خلکو ته د داسې ښارګوټی د جوړولو لپاره د ستاینو تر څنګ د افغانستان خصوصی سکتور یې د حکومت د وړتیا ملاتړی بللی وو ګډونوالو ته خپور کړل.

ښاغلی محمد یونس مهمند د سلیمان خافی خیریه بنسټ له خوا د هرات د زلزلې د قربانیانو لپاره د دغه ښارګوټی د جوړولو ستایلو ترڅنګ د خافی ګروپ له مشرتابه څخه یې مننه وکړه.

ښاغلی مهمند د حکومت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د صنعتی ښار جوړونې په برخه کې له خصوصی ستکور سره همکاری وکړی او په دې برخه کې یې د خصوصی سکتور ملاتړ اعلان کړل. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو څخه چې د افغانستان خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې وعده ورکړل او د هرات ولایت له سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد د جوړولو او د اوسنی نظام د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړی.
د اتاق لومړی مرستیال په هرات ولایت کې د سوداګرو د پانګونې یادونه وکړه او دا یې د هېواد د خلکو لپاره د ژمنتیا او اخلاص نښه وبلله.

ښاغلی عبداللطیف نظری هرات ولایت یې یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې ځانګړی اقتصادی دریځ لری او د دې ولایت له سوداګرو څخه یې مننه وکړل چې هر وخت له طبیعی پیښو له قربانیانو سره مرسته ګړی.

د سل فامیلی استوګنځی ښارګوټی د زلزلې له امله اغیزمنو 100 کورنیو لپاره، د استوګنې کورونه د ټولو اړینو تاسیساتو سره او د هیواد طبیعی وضعیت سره سم جوړ شوی کوم چې دوی ته د شفافې پروسې په جریان کې توزیع شوی.

د اتاق لومړی مرستیال هم د هرات د ګازو له سوداګریز کمپلیکس څخه لیدنه وکړه، هغه یې په هیواد کې یو له لویو معیاری مرکزونو څخه وباله او په دې پروژه کې د ښکېلو کسانو د هڅو ستاینه یې وکړه.

د دې کملیکس رییس د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "دغه کمپلیکس ۸ پوړونه او د سوداګرۍ دفترونه لری او د ورځنې په ټولو تجهیزاتو سمبال دی.

په دې لویه پروژه کې رستورانتونه ، جوماتونه، د پارکینګ پراخه ځایونه، د بریښنا عصری سیسټمونه، کانالیزیشن، معیاری left، او د سړې او تودوخې سیسټم ځای په ځای شوي چې له دریو کلونو راهیسې کار پری روان دی.

 

پنچشنبه، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند او ورسره مل پلاوی د هرات په صنعتی پارک کې د منا فوډ صنایعو شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د مانا د خوړو د صنعت ګروپ له مشر غلام فاروق مهمند سره یې د دې شرکت د تولید، فعالیتونو او کاری پلانونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی غلام فاروق مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړی مرستیال او د هغوی د ملګری ټیم ته د ښه راغلاست او له شرکت څخه د لیدنې لپاره یې د مننه ترڅنګ د مانا فوډ د شرکت فعالیتونو، لاسته راوړنو، تولید او تولید پروسې په اړه یې تفصیلی معلومات وړاندې کړل.

رئیس شرکت صنایع غذایی مانا، از آغاز خط جدید تولید انرژی های غیر الکولی تحت نام مانا در آینده نزدیک خبر داده و بخش های آن را تشریح کرد.

ښاغلی محمد یونس مهمند، د غونډې اړوند معلوماتو ته په غوږ نیولو سره د خوړو په سکتور کې د لوی پانګوونې لپاره د مانا فوډ صنعت شرکت مشرتابه هڅو او ژمنو ستاینه وکړه او د خوړو صنعت شرکت یې په هیواد کې یو له خورا مهم تولیدی شرکتونو څخه وباله

 

جمعه، غبرګولی 15، 1403

 

د سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د "چابهار بندر ګټو او آسانتیاوو" تر عنوان لاندی آنلاین ناسته جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او د ټرانسپوټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د هندیا پورت ګلوبل شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي سونیل موکندا او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي محمد انور عارفي د دغه کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د چابهار بندر د صادراتو او وارداتو په برخه کې یو له مهمو بندرونو څخه وباله او دغه راز یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټ د نښلولو په برخه کې د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عارفي د ترکیې، هند، قزاقستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، چین او اروپايي ټولنې له هېوادونو سره د هوايي دهلېز پر پرانیستلو او همدارنګه د ترکمنستان او ازبکستان له هېوادونو سره د افغانستان د اورګاډي پټلۍ پر نښلولو او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لاجورد ټرانزیټي لارې کارول باندی ټینګار وکړ.
نوموړي د چابهار بندر د سوداګرو ستونزو حل برخه کې د هند پورټ ګلوبل شرکت سوداګرو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

محترم لطف الله امیني د چابهار بندر د شته ستونزو په اړه چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو د صادراتو او وارداتو د بهیر د ګړندي کولو په لاره کې خنډونه را منځته کوي، یادونه وکړه او د دوی د ستونزو په حل کې یې د اتاق او شرکت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د هند د پورټ ګلوبل پریزنټیشن تخنیکي ټیم ګډونوالو ته د چابهار بندر د ستراتیژیک اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو لیږد په ټاکلي وخت او په معیاري ډول له کوم قید او شرط پرته په خوندي ډول لیږدول کیږي. دوی د سوداګرۍ اتاق عامل پلاوي له مسؤلینو وغوښتل چې افغان سوداګر وهڅوي چې د یاد بندر له لارې صادرات او واردات وکړي.

سوداګرو او پانګوالو په خپل وار سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سوداګرۍ اتاق او یاد شرکت مسؤلینو ته وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

 

پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۴۰۳

 

مقالات دیگر...