د ملي تدارکاتو ریاست د عامه پوهاوي پروګرام د ملي پروژو په ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو برابرولو، پانګونې ته د سوداګرو هڅولو او د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه، د ښاغلي میرزامان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلي میرویس د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي سیستم د پراختیا مسوول، حقوقی سلاکار، مالي مفتش او د اتاق بیلابیلو دیپارتمنتونو، ولایتي اتاقونو مسوولینو او همدارنګه یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ګډون، د ملي تدارکاتو ریاست له خوا د اتاق په کنفرانس تالار کې ترسره شو.
 
ښاغلي میرزامان پوپل د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور یو مهم ملاتړی وباله او د ملي تدارکاتو ریاست په همکارۍ د لویو ملي پروژو په ترلاسه کولو کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د اعلان شوو پروژو شرایط په پام کې نیولو سره، په تدارکاتي پروسو کې ګډون وکړي.
ښاغلي میرویس، د ملي تدارکاتو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د خصوصي شرکتونو د ثبت او راجستر لپاره د الکترونیکي سیستم د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ټولو خصوصي شرکتونو یې وغوښتل چې په یاد شوي سیستم کې ځانونه راجستر کړي.
په پای کې، د ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي ټیم د دې سیستم د جوړولو موخو، په شمول: د لویو شرکتونو د ملي پروژو په ترلاسه کولو کې سیالي، د قانون پلي کول او په پروژو کې روڼتیا تامینول، د ملي پروژو د پرمختګ څارنه، او هغو شرکتونو ته د اعلان شوو پروژو معلومات رسول چې په دې سیستم کې ثبت او راجستر شوي وي، په اړه معلوماتي پرزینټیشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.
 
 
سه شنبه، زمري ۱۶مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستيال، په داسې حال کې چې ښاغلۍ جاشیم‌الدین، د سویلي آسیا د سوداګرۍ ټولنې رئیس، د سویلي آسیا هیوادونو او د چین د سیچوان ولایت استازو هم شتون درلود، په سریلانکا کولمبو ښار کې د سارک اتاق په درې اتیايمې اجرائيه کمیټې او اوه ويشتمې عمومی مجمع غونډه کې ګډون وکړ.
 
په دې غونډه کې د سارک غړو هیوادونو تر منځ د ګډو همکاریو، د سارک اتاق د تیرو کلونو فعالیتونو، د نندارتونونو تنظیم، د غړو هیوادونو لخواه په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د لویو شرکتونو معرفي کولو، کلني مصارف، د غړیتوب فیس کمولو، د راتلونکو کلونو کاري پلانونو، او د ۲۰۰۹ کال راهیسې په پاکستان اسلام آباد کې د سارک اتاق د ودانۍ جوړولو او پدې هکله د یوې کمیټې په رامنځته کولو په رابطه خبرې اترې وشوې.
 
 
دوشنبه، زمري ۱۵ مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شپږویشتمه ناسته د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق پانګه ایزو چارو مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالی، محمد داود یوسفزي،، سید پرویز سادات هوفیاني، ضیاالدین اچکزۍ، جان آقا صادقی او بهادر خیرخواه، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، عبدالمتین قلندری د څارنې پلاوي منشي، ناصر صمیم د څارنې پلاوي غړۍ د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د اتاق مدیره پلاوي دفتر، کابل شهرنو کې ترسره شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اوویشتمې ناستې د آجنډا شاملې موضوعګانې او د دریمې دورې شپږویشتمې ناستې د مصوباتو قرائت او لاسلیک د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل.
ورپسی د عامل پلاوي راپورونه او وړاندیزونه د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي لخوا مطرح او د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل لخوا يې په اړه مفصل معلومات وړاندی کړی شول.
د اتاق اړوندو موضوعګانو همدارنګه د ۱۴۰۳ کال تشکیل او بودیجې او د عامل او مدیره پلاوي وړاندیزونو په اړه د هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.
 
 
شنبه، زمری ۱۳ مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، په داسې حال کې چې محترم دینش ګون د سریلانکا لومړی وزیر، د سارک غړو هیوادونو استازو او د سیچوان چین ایالت استازي هم شتون درلود، په سریلانکا هیواد کې د سویلي آسیا هیوادونو نندارتون کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي دینش ګون، د سویلي آسیا هیوادونو او د سیچوان چین ایالت ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او داسې نندارتونونه یې د سارک غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وګڼل.
ښاغلي خیرالدین مایل، د افغانستان د سوداګریز-اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا له سیمې او نړۍ هیوادونو په ځانګړې توګه د سارک غړو هیوادونو او د سریلانکا په شمول ټینګار وکړ او په دې نندارتون کې یې د افغان سوداګرو له ګډون څخه یادونه وکړه.
محترم مایل، د افغان سوداګرو د تولیدي محصولاتو غرفو څخه لیدنه وکړه او د سریلانکا د لومړي وزیر څخه یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هغه د ژمنتیا ستاینه وکړه.
 
 
یکشنبه، زمري ١٤مه ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د کاری چارو د ښه والي، سوداګرو او پانګوالو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست، حقوقي سلاکار او د اتاق د بیلابیلو دیپارتمنټونو مسوولینو په ګډون، اداري غونډه ترسره کړه.
 
په دې غونډه کې، د اتاق بیلابیلو دیپارتمنتونو مسوولینو، خپل اړوند کاری راپورونه چې په تېرو څو ورځو کې یې ترسره کړي وو او همدارنګه د راتلونکو دوو اونیو پلانونه یې د ناستې ګډون والو ته وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د اتاق مشرتابه پلاوي د لارښوونو سره سم به خپلې سپارل شوې چارې پر مخ وړي.
ښاغلي پوپل، د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامل پلاوي بیلابیلو دیپارتمنټنونو مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه او د خپل وروستي سفر په اړه یې چې د چین هیواد کونمنګ ښار ته یې درلود، معلومات وړاندې کړل. هغه، د خصوصي سکتور غړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، د هغوی د ستونزو حل، له دولتی اداراتو سره د منظمو اړیکو په لرلو او د ورځنیو چارو په چټکتیا برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.
 
چهارشنبه، ۱۰ اسد ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابو حنیفه (رح) د دریم ملي او نړیوال نندارتون د غوره او شانداره جوړولو، د هیواد تولیدي محصولات معرفي کولو، پانګونې جذبولو، سوداګرو هڅولو او د هیواد د داخلي تولیداتو ملاتړ په موخه، خپله لومړنۍ مقدماتي ناسته د میرزمان پوپل د اتاق د مالي او اداري مرستیالۍ سرپرست، عبدالسلام کوهی حقوقي سلاکار، امانت خان ذمه وار مالي مفتش او د اتاق د بیلابیلو دیپارتمنتونو مسوولینو په ګډون د اتاق کنفرانسونو تالار کې ترسره کړه.
 
ښاغلي میر زمان پوپل د امام ابو حنیفه (رح) د دریم ملي او نړیوال نندارتون د غوره جوړولو په اړه ټینګار وکړ، د اتاق دیپارتمنتونو دندې او مسئولیتونه یې په دې برخه کې مشخص کړل او د خصوصی سکتور او بهرنیو ډونرانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اړیني لارښوونې د اتاق دیپارتمنتونو مسوولینو ته وړاندې کړې.
دغه نندارتون چې د تلې له ۱۵ څخه تر ۲۱ کال ۱۴۰۳ په ملي او نړیوال نندارتون مرکز چې د کابل ښار چمن حضوري کې واقع دی، جوړیږي، او بیلابیل تولیدي، تجارتي، خدماتي، زراعتي، صنعتي، معادن، ماشین آلات، ترانسپورت، لوژستیکي، ساختمان، او نور سکتورونه به خپل محصولات د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
 
 
یکشنبه، زمري ۱۴ مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...