د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې جذب، نظریاتو تبادله او ګډو پانګونو لپاره، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز پيوستون کنفرانس په کابل ګرند هوټل کې جوړ شو.
 
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، خان محمد سرفراز باز، د اتاق د دارالانشا رئیس، شیرین آغا سخي، د اتاق مالي رئیس، سید جاوید برهان، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خان جان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، خالد احمدي، احمدالله زاهد د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، آیبیک عثمانوف د ازبیکستان سفیر، دوران وهابوف د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي تخنیکي او پالیسي مرستیال همایون خواجه زاده د کابل اتاق سوداګریز مرستیال، جمشید د ازبیکستان تجارتي آتشه او د دواړو هیوادونو ګڼ شمېر پانګه‌والو او سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او یاد هېواد یې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا، چین او روسیې د ترانزیت نقطه وبلله. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي همکاریو هوکړه‌لیک مهم وباله او د ازبیکستان د اورګاډي د لېږد لوړ مالیات یې د افغان سوداګرو اساسي ستونزه یاده کړه، چې باید حل شي.
ښاغلي مهمند د ترمز ګډ بازار اهمیت ته اشاره وکړه او پر ګډو پانګونو یې ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د درملو تولیدي فابریکو، او د افغان شریکانو سره د ازبیک پانګه‌والو ګډو همکاریو ته بلنه ورکړه.
همداراز نوموړي د افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، آذربایجان، ترکمنستان او ترکیې ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د سیمې د تولیداتو د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره ارزښتناک وبلل. هغه د جرمني سفر او د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات ورکړل او له ازبیک چارواکو یې وغوښتل چې د خپلو سوداګرو ګډون ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي وهابوف له اتاق څخه د کنفرانس د جوړېدو مننه وکړه او ویې ویل، د دوی د سفر اصلي موخه له افغان شریکانو سره ګډې پانګونې دي، په ځانګړي توګه د درملو، ساختماني او خامو موادو په برخو کې. نوموړي د ۲۰۲۴ کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ احصایې وړاندې کړې او د افغانستان له تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو یادونه وکړه.
ښاغلي زاهد وویل، افغانستان او ازبیکستان د دیني او کلتوري ګډو تګلارو لرونکي دي. نوموړي د حیرتان په ګمرک کې د ظرفیت کمښت او اسانتیاوو نشتوالی د ستونزو لامل وباله او د ازبیکستان له سفیر څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مایل احمدي، دا ډول کنفرانسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مهم وبلل. نوموړي له دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ملاتړ کوونکو چارواکو څخه مننه وکړه او د افغانستان سوداګریزې اړیکې یې له سیمې هېوادونو سره ښې وارزولې.
ښاغلي میرزمان پوپل، ازبیکستان د افغانستان د تولیداتو لپاره یو ښه بازار وباله او د لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو ارقام یې وړاندې کړل، چې له مخې یې د ۴۵ میلیونه امریکایي ډالرو ارزښت لرونکي قراردادونه د روغتیا، خامو موادو، برقي وسایلو، ودانیزو موادو، درملو، وچو او تازه میوو په برخو کې لاسلیک شول.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د غویی ۲۱مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ له رئیس ښاغلي اورس اونکاوف سره په برلین ښار کې وکتل او له اروپایي هېوادونو، په ځانګړې توګه آلمان سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او همداراز د پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان په برلین کې د سفارت له مسؤل ښاغلي عبدالباقي پوپل او د هغه له همکارانو څخه د دې لیدنې د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل، او له آلمان سره د افغان سوداګرو د اوږدمهالو سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه. هغه همداراز په افغانستان کې د موجودو پانګوالو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي اونکاوف څخه یې وغوښتل چې آلماني پانګوال دې وهڅوي څو له افغان پانګوالو سره ګډې پانګونې ترسره کړي.
د آلمان د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ رئیس، د ښاغلي مهمند له لوري د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه له وړاندې شوو معلوماتو څخه مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د آلماني پانګوالو د هڅونې او له افغان پانګوالو سره د ګډو پانګونو په برخه کې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی۲۰مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو، ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، او ښاغلي ضیاءالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړی، د یو شمېر افغان او ایراني سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د ایران د کانونو او نفتو وزارت له مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد بیات سره وکتل او د ګډو سوداګریزو او پانګوالو فرصتونو پر پراختیا بحث وشو.
 
دغه ناسته چې د ایران د اووم صادراتي نندارتون په څنډه کې، د ایران له وتلي پانګوال ډاکټر سید حسن موسوي په همغږۍ ترسره شوې وه، په کې د افغانستان، ایران او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وشو.
ښاغلي برهان، د افغانستان د عمومي امنیت د تامین او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کېدو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل، او له ایراني پانګوالو یې غوښتنه وکړه چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د زراعت، مالدارۍ او کانونو په برخو کې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې ترسره کړي.
نوموړي د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو، ترانزیټ او ګډو پانګونو د اسانتیاوو رامنځته کول ډېر مهم وبلل او پر لا زیاتو اسانتیاوو ټینګار وکړ.
د ایران د کانونو او نفتو وزارت مرستیال، د اتاق مشرتابه پلاوي او له دوی سره راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دا ناسته یې د دواړو هېوادونو د پانګوالو د نظریاتو د تبادلې، د همکارۍ فضا د رامنځته کولو او د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره یوه ښه موقع وبلله او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو سوداګرو د نفت او ګاز، درملو، ساختماني موادو او پېتروکیمیاوي محصولاتو په برخو کې بحثونه وکړل او د درملو، ساختماني موادو او نورو برخو کې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د غویی ١٤مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اندونیزیا د سفارت له شارژدافیر ښاغلي ریکی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي ریکی راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د اندونیزیا د صدراعظم وروستۍ سفر یې د دواړو هیوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او اندونیزیا د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو لپاره ګټور وباله. نوموړي ښاغلي ریکی ته د اتاق د ۹۴ کلن تاریخ او فعالیتونو، او همداراز له نړۍ والو هېوادونو په ځانګړي ډول له اندونیزیا سره د اړیکو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د اتاق د پالیسۍ مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تبادلات کم وبلل او د ګډو نندارتونونو او د سوداګرۍ د اړیکو کنفرانسونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي ریکی د افغانستان او اندونیزیا د خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې د اندونیزیا په نندارتونونو کې ګډون وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې د خپل هېواد د رهبرۍ د هدایت له مخې به د افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پراخولو ته هڅې کوي او همکارۍ ته تیار دي.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د غویی ۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه له ښاغلي مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل او د شته ستونزو او د هغو د حل لارو چارو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
په دې لیدنه کې، د اتاق له خوا ښاغلي خان‌محمد سرفراز باز، د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلی خان‌جان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلی سید پرویز سادات هوفیاني، د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی عتیق‌الله مومن‌زاده، د ننګرهار د اتاق رئیس، ښاغلی همایون خواجه‌زاده، د کابل د اتاق تجارتي مرستیال، ښاغلی میرویس کتوازی، د ګډ اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی نقیب‌الله صافي، د ګډ اتاق اجرائیه رئیس او د هېواد یو شمېر نور سوداګر ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د کابل او ننګرهار د ولایتي اتاقونو له مشرتابه سره یو ځای، خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره شته لنډمهاله او اوږدمهاله تجارتي ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې باید ژر تر ژره د حل لپاره اقدام وشي.
افغان سوداګرو، د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله د رامنځته شویو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې، له ښاغلي وزیر څخه وغوښتل چې له پاکستاني او هندي لوریو سره خبرې اترې وکړي، تر څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ آسانتیا برابره شي. دوی زیاته کړه چې دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي چې باید ژر تر ژره د عبور اجازه ورکړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغان سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي همکاران د حل لپاره کار پیل کړی، چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حل لارې وموندل شي. نوموړي همداراز د سیمې د سوداګرۍ او د ترانزیټ د بهیر اهمیت په اړه له مشرتابه پلاوي او سوداګرو سره مفصل معلومات شریک کړل.
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی ۱۳مه کال ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي آذرخش حافظي، اختر محمد پوپل، بلال احمد علیزي، زمري حاجي زاده، حاجي عبدالکریم او شعیب قناویزیان چې د جرمني مېشت پیژندل شوي سوداګر دي، له ښاغلي توکاس د جرمني د سوداګرۍ شورا د افغانستان د څانګې مسؤل سره وکتل او د اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
ض
ښاغلي مهمند د پانګونې موجودو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په هېواد کې سراسري امنیت، د کوکنارو کر د بندیدو او اداري فساد د له‌منځه تلو له امله، په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.
د اتاق لومړي مرستیال د حکومت له خوا د پانګوالو او سوداګرو لپاره د رامنځته شویو آسانتیاوو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د جرمني د سوداګرۍ شورا د رهبري پلاوي څخه یې وغوښتل چې په اروپا کې پانګوال، په ځانګړې توګه د جرمني هېواد پانګوالو وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د جرمني د سوداګرۍ شورا ترمنځ د همکاریو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شو. د دې تفاهملیک له مخې، یاده شورا به هڅه کوي چې اروپايي پانګوال او په اروپا، په تېره بیا جرمني کې مېشت افغان تاجران، په افغانستان کې ګډو پانګونو ته وهڅوي. دغه راز، په تفاهملیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان سوداګري له اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول له جرمني سره زیاته شي، او له اروپايي هېوادونو غوښتنه شوې چې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ترجیحي تعرفې په پام کې ونیسي.
ښاغلي توکاس د اتاق د رهبري پلاوي هرکلی وکړ، د لا ډېرو همکاریو لپاره یې چمتووالی اعلان کړ، او د ښاغلي مهمند له بلنې یې مننه وکړه چې هغه یې د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون ته دعوت کړی و، او ژمنه یې وکړه چې په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د غویی ١٨مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...