د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو، د قرغیزستان سفارت سوداګریزې آتشې، ښاغلي دانیار ژیلچیف او د دې هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې ځانګړي استازي، ښاغلي مام بیکوف عظمت سره د خونې په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي بارکزي، خونې ته د قرغیزستان د یادو مسوولانو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګنده کړه چې د قرغیزستان د خونې د استازي په توګه د ښاغلي عظمت ټاکل کېدل به د دواړو خونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو همکاریو د لا پراختیا لامل شي.
ښاغلي ژیلچیف، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښاغلي مام بیکوف، عظمت د خپلې خونې د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي عظمت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي سره په لیدنه خوښي وښوده او د خپل هېواد له لوري یې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه د علاقمندۍ یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو او همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د دواړو هېوادونو د خونو ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو او د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، ډېر فرصتونه شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي او د قرغیزستان د خونې د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي عظمت ټاکل کېدل په دې برخه کې یو مهم ګام دی.
په دې ناسته کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج محمد یوسف یوسفي هم ګډون درلود او هر یوه د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
 
چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او انټرکانټیننټال هوټل ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا او د خصوصي سکتور د غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، نندارتونونو او سوداګریزو پروګرامونو ته د ښو اسانتیاوو برابرولو په موخه د همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
 
د دې هوکړه لیک له مخې، انټرکانټیننټال هوټل به د خونې مدیره پلاوي غړو، د خونې کارکوونکو، د دې خونې د مرکز او ولایاتو ټولو غړو، د خونې د غونډو او سوداګریزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره ځانګړي تخفیفونه برابر کړي.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني او د انټرکانټیننټال هوټل د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي حافظ ضیاءالحق جواد له لوري لاسلیک شوه.
د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د خونې مدیره پلاوي ښاغلو غړو الحاج یوسف یوسفي، الحاج ګل میر امیني، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي او د خونې د عامل پلاوي ریاست مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل هم ګډون درلود.
 
یکشنبه، کب لسمه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو له هندي سوداګرو، ښاغلي ساجد او ښاغلي ایاز سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او د افغانستان او هند د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي ساجد د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د خپل بشپړ چمتووالي یادونه وکړه او ویې ویل چې له بېرته ستنېدو وروسته به په هند کې له نورو هندي سوداګرو سره د افغانستان د پانګونو د شته فرصتونو رښتینی انځور شریک کړي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د خونو ترمنځ د ګډو ناستو د جوړولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي، او د خونې له مشرتابه یې وغوښتل چې د سوداګریزو اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي عظیمي د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ښه کېدو وبللې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو او مناسبو فرصتونو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې ژمنې ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي مطیع‌الله ګردېزي او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني هم ګډون درلود.
 
چهارشنبه، کب شپږمه، ۱۴۰۴
 
 

د مبارکې روژې میاشتې په مناسبت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د ارمان ګروپ شرکتونو د مجتمع رئیس، ښاغلي محمدیونس ارمان د خپلو خیریه پروګرامونو، دیني او ټولنیزو مسوولیتونو په دوام په فاریاب ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د څلور قلمه لومړنیو خوراکي توکو مرسته وویشله.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوی د ارمان ګروپ له دې نیک ګام څخه مننه کوي.
 
پنجشنبه، کب اومه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال سره وکتل او د خصوصي سکتور ستونزې یې مطرح کړې.
 
د غونډې په پیل کې، د خونې عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د نفتي توکو واردوونکو سوداګرو د ۱۴۰۱ کال د توقف شویو پیسو او همدارنګه د آقینې او تورغونډۍ بندرونو په اوسپنې پټلۍ په کرښو کې د ځینو نفتي توکو واردوونکو د مالونو درېدو ستونزه په تفصیل سره تشریح او دغو موضوعاتو ته یې د بېړنۍ رسېدنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه په دې کتنه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج ګل میر امیني او حمیدالله حبیبي، د خونې سلاکار، احمد توفیق داوري او د نفتي توکو واردوونکو شرکتونو یوشمېر مسوولانو هم په وار سره خپل نظرونه او اندېښنې شریکې کړې.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ښاغلي مرستیال د توقف شویو پیسو په اړه وویل چې موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د ا.ا.ا محترم مقام ته وړاندې شوې او هر ډول پرېکړه به یې د اجرا او پلي کېدو وړ وي.
همدارنګه د سوداګرو د مالونو د خوشې کېدو په اړه د اوسپنې پټلۍ ادارې ښاغلي مرستیال لازمه لارښوونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې درېدلو مالونو ته دې ژر تر ژره د ترخیص او لېږد اجازه ورکړل شي.
په پای کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
 
سه‌شنبه، کب پنځمه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو، ښاغلي عبدالله رحیمي، ګل‌میر امیني او حمیدالله حبیبي د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له ښاغلي مرستیال سره ولیدل او د درملو سکتور د سوداګرو اساسي ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
 
په دې ناسته کې د خونې مشرتابه د خوړو او درملو د لابراتواري ازموینو اوږدېدل، د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې ته نه لاسرسی او د میربچه‌کوټ صنعتي پارک د بنسټیزو زېربناوو نه بشپړېدل د دې سکتور د عمده ستونزو په توګه مطرح کړل.
دوی همدارنګه په هېواد کې دننه د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د درملو د واردوونکو بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د خونې مشرتابه له ښاغلي مرستیال څخه وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د واردوونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ښاغلي مرستیال د وړاندې شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د میربچه‌کوټ صنعتي پارک به ډېر ژر د اړوندو بنسټونو په همغږۍ پرانیستل شي.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې د خوړو د لابراتواري ازموینو بهیر به تر دوه ورځو کې بشپړ شي او د سوداګریزو چارو د ځنډ مخنیوي په موخه به هڅه وشي چې لابراتواري خدمات په ۲۴ ساعته ډول وړاندې شي.
په پای کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه د خونې او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.
په دې لیدنه کې د درملو یو شمېر واردوونکو هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، کب اومه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...