د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان جوړ شوی (Made in Afghanistan) تر سرلیک لاندې د افغانستان د محصولاتو لومړنی لوی نندارتون چې د دې خونې لخوا، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ په تاشکند کې جوړ شوی، پرانیست.
ښاغلي هاشمي د تاشکند په ښار کې د (افغانستان جوړ شوی) لومړنی نندارتون د هېواد د تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره یو مهمه لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا نندارتون د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور د افغانستان د عزم څرګندونه کوي، د کورنیو تولیداتو د پراختیا نښه ده او له ازبیکستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې استازیتوب کوي.
د خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل: “افغانستان د متنوعو کرنیزو او صنعتي محصولاتو او بډایو طبیعي سرچینو په لرلو سره کولی شي د ازبیکستان د بازار اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي. په مقابل کې ازبیکستان هم کولای شي د خوراکي توکو، سمنټو او درملو په برخو کې د افغانستان د بازار اړتیاوې پوره کړي چې دا به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لامل شي.”
ښاغلي هاشمي د دا ډول پروګرامونو پر دوام، د ګډو پانګونو پر پیاوړتیا، د ټرانزیټ پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پر اسانتیا ټینګار وکړ او ده د نندارتون جوړېدل او د ګډې سوداګریزې شورا غونډه د دوامدارو شراکتونو د رامنځته کولو او مهمو سوداګریزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک لپاره ښه فرصت وباله.
هغه د ازبیکستان له مېلمه پالنې او د نړیوالو بنسټونو له ملاتړه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا بهیر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا سبب شي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال، محترم دوران‌بیک قربانوف، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه نندارتون له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې مهم ګام وباله.
نوموړي د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت، د نندارتونونو، سوداګریزو غونډو او د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او دغه راز یې هیله څرګنده کړه څو دا تعاملات به د سوداګرۍ د کچې د لوړوالي او د همکاریو د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.
دا نندارتون د روان کال د مارچ له ۲۵مې تر ۲۷مې پورې دوام لري چې په کې افغان سوداګرو په څه باندې ۶۰ غرفو کې بېلابېل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
نندارې ته ایښودل شويو توکو کې قالینې، وچه او تازه مېوه، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، غیر‌الکولي مشروبات او د افغانستان نور باکیفیته محصولات او تولیدات شامل دي.
د دې مهم اقتصادي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د ازبیکستان د جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه او د ازبیکستان او افغانستان سوداګرو او صنعتکارانو هم ګډون درلود.
 
چهارشنبه، وري پنځمه، ۱۴۰۵
 
 

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت او له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دې خونې د مشرتابه پلاوي د ښاغلو غړو لخوا د مرستو له راټولولو وروسته د دغو مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
 
د مرستو دا کڅوړې چې په کې اوړه، غوړي او لوبیا شامل دي، نن د کابل ښار د سرای شمالي په سیمه کې ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو ته یې وېش پيل شو او په دې بېوزلو کې د حکومتي ادارو کارکوونکي، د خونې کارکوونکي او نور هغه اړمن کسان شامل دي چې مخکې تر مخکې پېژندل شوي دي.
د مرستو د وېش بهیر د خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امینی او د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج حمیدالله حبیبي او الحاج سخي احمد نورزاد په حضور کې پیل شو.
سربېره پر دې، ۵۰۰ نورو بېوزلو کسانو ته نغدي مرستې هم وېشل کېږي چې د دغو نغدي او خوراکي مرستو ټولیز ارزښت شاوخوا ۷۰زره امریکايي ډالره دی.
همدارنګه د خونې د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل، سلاکارانو او د بېلابېلو برخو یوشمېر آمرینو هم د مرستو د وېش له بهیر څخه څارنه کوله.
 
دوشنبه، کب ۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د مبارکې روژې میاشتې په مناسبت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د لارښوونې پر بنسټ، د خونې د روژې مرستو د وېش کاري کمېسیون غونډه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ برخې د مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي په مشرۍ او د خونې د مدیره پلاوي د ښاغلو غړو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګل‌میر امیري، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني په ګډون جوړه شوه چې د خونې د مدیره پلاوي له ښاغلو غړو څخه مرستې راټولې شوې څو مستحقینو، اړمنو او د خونې کارکوونکو ته ووېشل شي.
 
په پایله کې، د خونې ښاغلي مشرتابه او د مدیره پلاوي یوشمېر غړو خپلې نغدي مرستې چې ټولټال پنځوس زره (۵۰،۰۰۰) امریکايي ډالرو ته رسېږي، د مستحقینو لپاره ځانګړې کړې:
۱- ښاغلي الحاج خلیل خیرخواه – ۱۰،۰۰۰ (لس زره) ډالر
۲- ښاغلي ګلبهار حبیبي – ۱۰،۰۰۰ (لس زره) ډالر
۳- ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي – ۵،۰۰۰ (پنځه زره) ډالر
۴- ښاغلي فیض احمد خوافي – ۵،۰۰۰ (پنځه زره) ډالر
۵- ښاغلي ډاکتر عزیز احمد – ۵،۰۰۰ (پنځه زره) ډالر
۶- ښاغلي الحاج محمد یوسف مهمند – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۷- ښاغلي الحاج مسعود راحت – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۸- ښاغلي هېواد باز – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۹- ښاغلي الحاج وحید عزیزي – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۱۰- ښاغلي نعمت الله انصاري – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۱۱- ښاغلي الحاج ابو عبید – ۲،۰۰۰ (دوه زره) ډالر
۱۲- ښاغلي سخي احمد نورزاد – ۱،۰۰۰ (یو زره) ډالر
۱۳- ښاغلي ذبیح الله صمیم – ۱،۰۰۰ (یو زره) ډالر
۱۴- ښاغلي الحاج ګلمیر امیني – ۱،۰۰۰ (یو زره) ډالر
د مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت د تامین او لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه، یاد کمېسیون په نننۍ غونډه کې چې د خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه، د روژې د مرستو د وېش پر څرنګوالي او طریقې بحث وکړ او اړینې پرېکړې یې وکړې.
 
پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج عبدالقاسم امرخېل، او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني د وچو مېوو له یو شمېر صادروونکو سره د خونې د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د وچو مېوو صادروونکو خپلې اساسي ستونزې یادې کړې چې د دوی له سوداګریزو توکو له ۳۰۹ څخه زیات کانتینرونه د هند د نیواشیوا بندر په بېړیو کې بند پاتې دي، او د خونې له مشرتابه یې وغوښتل چې له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د دغو توکو د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې وکړي.
ښاغلو امرخېل او امیني د صادروونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته د خونې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په لومړي ګام کې به د هغو سوداګرو سوداګریز توکي چې د صادراتو اسناد یې بشپړ دي، د هغه هېواد له سفارت سره شریک کړي څو نن یې د خوشې کېدو زمینه برابره شي، همدارنګه، د پاتې نورو کانتینرونو د خوشې کېدو لپاره به هم لازمې هڅې ترسره شي.
په دې لیدنه کې، د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل او د افغانستان د صادراتو د عوایدو راټولولو مرکز رئیس، ښاغلي مولوي خان محمد هم حضور درلود.
 
دوشنبه، کب ۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، الحاج آرین زلګي عظیمي او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د صنايعو او کانونو خونې د دارالانشاء رئیس، ښاغلي عبدالمتین قلندري او د بټریو يوشمېر تولیدوونکو سره د خونې په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو خونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا، د پانګونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د صنعتکارانو او سوداګرو پر وړاندې د شته خنډونو د حل لپاره د ګډې همغږۍ، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلب او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل بهیر د چټکتیا په اړه خبرې وکړې.
په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د همکاریو د یو مشخص چوکاټ په رامنځته کولو سره به د پانګونې د وضعیت د ښه والي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
 
چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د نفتي توکو له یوشمېر واردوونکو شرکتونو سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د نفتي توکو واردوونکو شرکتونو مسوولانو د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د سیمې اوسنیو حالاتو او حساس وضعیت ته په کتو، د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي سلیمان‌خېل د نفتي توکو واردوونکو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته، د دغه سکتور ستونزې تایید کړې او ژمنه یې وکړه چې خونه به د هغوی د ستونزو د حل، د بازار د ثبات ساتلو او د نفتي توکو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هر ډول لازمې هڅې وکړي.
د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د هغو موضوعاتو د تعقیب او څارنې په اړه خبرې وکړې چې مخکې هم له خونې سره شریک شوي وو، او د خونې له لوري د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د مطرح شويو ستونزو د لا ښه حل په موخه به د بې‌کیفیته نفتي توکو د وارداتو د مخنیوي موظف پلاوي له مسوولانو سره غونډه تنظیم او جوړه شي.
 
یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...