د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ او افغانستان – پاکستان ګډ اتاق مسؤلینو د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژې له رئیس ښاغلي وان استرادا سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې په خصوصي سکتور کې د شتو ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي عطايي وویل "ّپه شتو ننګونو د برلاسي حاصولو په موخه د اتاق او نړیوالو مرستندویه ادارو ترمنځ ګډه همکاري لازمي ده."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ټولو ګاونډیو او هغو هېوادونو ته چې افغاني محصولاتو ته اړتیا لري، د یوې نوې کړنلارې په رڼا کې خپل صادرات کوي."دواړو لورو د APTTA تړون او TIR پر مسلو په ځانګړی توګه د TIR په دویم ملي کنفرانس چې د اتاق له لوري به په نږدی راتلونکی کې په کابل کې په لاره واچول شي خبرې وکړې او د پاکستان او مرکزي آسیا له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد يې ټنیګار درلود.
ښاغلي استرادا وویل " د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID- (AVC-HVE د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر سلاکار سره په نږدی همکارۍ تطبیق کیږي او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري یو لازم شرط دی."
د افغانستان ارزښتمن زنځیر پروژه – ارزښتمن کرنیز محصولات (USAID-AVE-HVE) د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې USAID له لوري تمویل او د دریو کلونو ارهیسې د DAI په واسطه پلی کیږي.
ښاغلي مهمند د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس او نورو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې اتاق به ددوی دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه یوه آنلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسؤلینو، کابل کې د چین میشت سفیر، په چین کې میشت افغان سفیر او یو شمیر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي عطايي وویل "ترکیه په اقتصادي برخه کې تل دوست او همکار هېواد پاتی شوی دی او اړتیا ده چې دا سوداګریزې اړیکې لا پسې غښتلې کړی شي."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که څه هم دغه قانون د پانګه اچونې د ودې په موخه رامنځته شوی، خو دا چې دغه قانون لا هم بهتر شي، لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، او ددی قانون په تعدیل کې خصوصي سکتور د مشرتابه رول ادا کړي، باید هر اړخیز او شامل بحثونه شي."
ښاغلي عطايي د نوې کړنلارې ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه "دغه کړنلاره کولی شي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو په برخه کې د ودې، په دی برخه کې د پانګه اچونې د جلب، د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي او د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي."